
جوزجان: د واور او يخ له امله ۲۷ ماشومان مړه شوي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): د واورو اورښت او سړې هوا له امله د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې ۲۷ ماشومان وژل شوي دي.
د جوزجان د درزآب ولسوالۍ ولسوال رحمت الله حشر رسنیو ته ویلي چې دغه تلفات په تېرو دوه ورځو کې د هوا د یخ والي له امله را منځته شوي دي.
هغه وویل چې تر ۵۰ ساتني زیاته واوره شوې ده، چې له امله یې د کلیو تر منځ او همداسي د کلیو او کلینکونو تر منځ لاري تړل شوي دي.
نوموړي ویلي چې په ولسوالۍ کې خوراکي توکي هم کم دي چې له امله یې ماشومان او میندواره ښځي د خوارځواکۍ سره مخ دي او د مړیني لامل یې ګرځي.
هغه په بیړنۍ توګه د مرکزي حکومت او نړیوالو موسساتو څخه د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمي صدف رسنیو ته ویلي چې د درزآب ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو لپاره تر اوسه د دولت له لوري هیڅ اقدام نه دی شوی.