نړۍ

کویټ د حاکمي کورنۍ د یوه غړي په شمول اوه کسان اعدام کړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): د کویټ حکومت د حاکمې کورنۍ د یوه غړي په ګډون اوه کسان د قتل او سړي تښتوني په جرم اعدام کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د خبر سره سم د کویټ حکومت له کال ۲۰۱۳ څخه یو ځل بیا د اعدام پریکړي قانوني بللي دی چې له هغه وروسته یې دا لومړی ځل دی چې عملي جامه ور اغوندي.

په اعدام شویو کسانو کې دوه کویټیان، دوه مصریان، یو بنګالی، یوه فلبینۍ ښځه او یوه ایتوپيايي ښځه شامله ده.

په کویټیانو کې د حاکمې کورنۍ (الصباح) غړی هم دی چې په خپل منځي اختلاف کې یې د اکا زوی وژلی وو.
یوه بله کویتۍ ښځه نصرا العنزي نومیږي، په کال ۲۰۰۹ کې د خپل مېړه د دوهم واده د خوښۍ مراسم لمانځونکي په وحشیان ډول سره سوځولي وه.
ویل کیږي چې هغه خېمې ته یې اور اچولی وو، چیري چې د واده دعوت روان وو، چې له امله یې ۵۷ کسان ووژل شول چې اکثره یې ښځي او ماشومان وه.

دوه مصریان د قتل په تور او یو بنګالي د ماشوم تښتوني او جنسي تیري په تور اعدام شو.

د فلیبینۍ او ایتوپیايي ښځو په اړه ویل کیږي چې په کور دننه د خدمت پر مهال یې ماشومان وژلي دي.

کویټ د کال ۱۹۶۰ څخه د اعدامونه پيل کړي دي چې په دغه لړ کې تر اوسه ۷۴ کسان اعدام شوي دي، په اعدام شویو کې اکثریت د هغو خلکو دی چې دغه هیواد ته یې د هیروینو وړلو هڅه کړې او یا یې هم قتلونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x