نړۍ

سویډن: د مهاجرینو په کمپ کې چاودېدونکي توکي موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): د سویډین په لویدیځه غاړه کې د ګوتنبرګ په ښار کې د مهاجرینو په یوه کمپ کې چاودېدونکې توکي موندل شوي چې د چارواکو په وینا پر وخت یې خنثی کړي کنه د سترې پيښې اندېښنه وه.

د سیمي څخه په ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي چې په کمپ کې یوه کارکوونکي لومړی دغه شکمن شیان وموندل او بیا یې پولیسو ته خبر ورکړ، پولیسو کمپ له استوګنو خالي کړ او بیا یې د بم د خنثی کولو چاري پرمخ یوړولې.

د پولیسو ویاند پيتر اډرسون رسنیو ته ویلي چې په دغه کمپ کې ټول ۱۴۰ کسان اوسیږي، چې اکثره یې د پيښي پر مهال له کمپ څخه بیرون وه.

باید وویل شي چې له کال ۲۰۱۵ څخه تر اوسه په سویډون کې ۱۶۳۰۰۰ کسانو پناه اخیستې، ځکه چې سویډن په پناه ورکولو کې د اروپا په سطحه معتدل هیواد بلل کیږي، خو په دې وروستیو کې د کډوالو له لوري را منځته شوي ځینو پيښو حکومت اړ کړی چې سخت چلند ته مخه کړي او د مهاجرینو په اړه قوانین سخت کړي.

په کال ۲۰۱۶ کې د سویډن پارلمان یو قانون تصویب کړ د کوم له امله چې به هغه کسان له هیواده شړل کیږي چې د پناه اخیستلو غوښتني یې رد شوي وي، د هغوی د استوګني او د مهاجرت ورځنۍ خرچه به هم باندي بندیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x