ورزش

کرکیټ: پاکستان پنځمه یوه ورځنۍ لوبه هم په ۵۷ منډو وبایلله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): نن په اسټرالیا کې د پاکستان او کوربه هیواد تر منځ پنځمه یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه چې اسټرالیا یو ځل بیا په ۵۷ منډو ګټله.

د نن په لوبه کې پچه د اسټرالیا کپتان سمیت وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

اسټرالیا په خپل وار په پنځوس اورونو کې ۳۶۹ منډي جوړي کړې چې په هغو کې اوپنر لوبغاړي ډیوډ وارنر ۱۷۹ او بل اوپنر لوبغاړي ټراویز هېډ ۱۲۸ منډي جوړي کړې.

تر ۲۸۴ منډو پوري د پاکستان یو بال غورځوونکی هم نه وو توانېدلی چې د اسټرالیا یو لوبغاړی هم وسوځوي خو له هغه وروسته چې یوازي اته اورونه پاته وه، د اسټرالیا اوه لوبغاړي وسوځېدل او د منډو شمېر تر ۳۶۹ پوري وغځېد.

د پاکستان له لوري حسن علي او جنید خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول، محمد عامر او وهاب ریاض یو یو لوبغاړی.

پاکستان په توپ وهنه کې په خپل وار ۳۱۲ منډي جوړي کړې چې په هغه کې تر ټولو غوره لوبه بابر اعظم وکړه چاچي په ۱۰۹ بالونو باندي ۱۰۰ منډي جوړي کړې، بیا شرجیل خان چې په ۶۹ بالونو یې ۷۹ منډي جوړي کړې.
عمر اکمل ۴۶ او نور ټول لوبغاړي ونه توانېدله چې تر شل زیاتي منډي پوره کړای شي.

د لوبې غوره لوبغاړی ډیوډ وانر ونومول شو چاچې په ۱۲۸ منډو ۱۷۹ چټکې منډي جوړي کړې وې.
نوموړی د ټول سیزیز غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

باید وویل شي چې د پنځه یوه ورځنۍ لوبو په سیریز کې پاکستان یوه لوبه وګټله او څلور لوبې يې وبایللې.

اسټرالیا ددې تر مخه په همدې سفر کې د پاکستان څخه ۳ پرلپسې ټېسټ لوبې هم ګټلې وې او په دې توګه پاکستان د اتو لوبو څخه چې په دغه هیواد کې تر سره کړې یوازي یوه لوبه وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x