افغانستان

هلمند: نامعلومو وسلوالو یو کلینک سوځولی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): تېره شپه دهلمند په واشېر ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.

د هلمند دعامې روغتیا مسؤول مولاداد توبه ګار رسنیو ته ویلي چې د تېره شپه ناوخته د واشېر ولسوالۍ په پولاد سیمه کې یو کلینک وسوځول شو.
نوموړی ویلي چې دغه کلینک شپږ میاشتې وړاندي فعال شوی وو او زیاته کړې چې سیمه له ډېره وخته د طالبانو په لاس کې ده.

په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو یوه قومندان رسنیو ته ویلي چې دوی هم نه پوهیږي دا کار چا تر سره کړئ، دوی پلټنې رواني کړي دي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ولایتي چارواکو ددغه پيښې پړه پر طالبانو اچولې ده.

باید وویل شي چې د هلمند ولایت شپږ ولسوالۍ د مرکزونو سره د طالبانو په لاس کې دي او یو شمېر یې له مرکزونو پرته نوري ټولي سیمې تر ولکې لاندي دي.

ویل کیږي چې طالبانو په دغه سیمو کې کلینکونو او مکتبونو ته اجازه ورکړې چې خپل چاري پر مخ بوزي.

باید وویل شي چې د امریکايي مرستو د څارني ادارې «سیګار» مشر «جان سوپکو» تل په خپلو راپورونو کې ټینګار کوي چې د افغانستان په مختلفو برخو کې په لسګونو روغتیايي خیالي کلینکونه دي چې پر ځمکه وجود نه لري خو معاشات او مصارف یې اخیستل کیږي. د طالبانو د سرچینو په قول په هغو سیمو کې چې دوی واکمن دي د صحت عامې وزارت او ریاستونه خپل کلینکونه نه فعاله کوي او فعاله کلینکونو ته دواګاني او د ډاکترانو معاشونه نه ورکوي چې له امله یې دوی مجبوریږي دغه چاري د مختلفو موسسو سره په همغږۍ پر مخ یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

جوړول ګران دی ،رانول او سوځول دسترګو په رپ کی حتی یو ماشوم یا یوه میرمن هم کولی شی د یو ګیلن تیلو سره دا تخریب یا سوځونه تر سره کړی ، د دی امکان هم شته ، چه هغه کلینک د جوړولو د پاره ډیری روپی منل شوی او ورکول شوی مګر کلینک په هغه کچه نه وو جوړ شی یعنی په جوړولو کی یی درغلی شوی ، د دی د پاره چه هغه درغلی چاته په ډاګه نه شی هغه چا چه جوړ کړی واپس یی سوځولی ، یا له سوځولو وروسته د بیا ابادولو د پاره څه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x