
کشمېر: ۱۰ هندي عسکر تر واورو لاندي شوي دي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): د هند تر ولکې لاندي کشمېر کې د واورو ښوویدو له امله لس تنه هندي عسکر مړه شوي دي او یو شمېر اوس هم لادرکه دي.
د هندي پوځ چارواکو رسنیو ته نن ورځ وویل چې ددغه هیواد اوه تنه پوځي افسران هغه وخت تر واوري لاندي شوه کله چې د ګزمې پر مهال له یوې پوستې څخه بلي تر پر لاره وه.
او زیاته کړې چې په یوه بله پېښه کې د غره واوري پر یوه پوسته ور وښویېدلې چې له امله یې هلته هم ۳ تنه عسکر مړه او یو شمېر نور وژغورل شول.
د پوځ ویاند راجیش کالیا ویلي چې اوس هم د نورو ورکو شویو عسکرو د موندلو او ژغورني لپاره هڅې روانې دي.
باید وویل شي چې په کشمير کې هر کاله د ژمي په موسم کې د زیاتو واورو اوریدو او د غرونو څخه د واورو د ښویېدو له امله د هندوستان او پاکستان عسکر وژل کیږي.