همایون همایون: که ضرورت و، د امریکا پر ضد پاڅون کوم!

د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رئیس، ښاغلي همایون همایون نن طلوع نیوز سره په یوه ګردي بحث کې له امریکا سره پر امنیتي قرارداد شک څرګند کړ. ښاغلي همایون وویل، د امریکا شرایط ځکه په تړون کې نه دي ذکر شوي، چې امریکا له افغانستان سره رښتینې نه ده. که مقابل لوری، افغانستان ته رښتینی وای، شرایط به یې یاد شوي وو.

ښاغلي همایون له افغانانو د امریکا د غوښتنو په تړاو زیاته کړه، چې امریکایان له موږ غواړي، داسې ژوند وکړو چې دوی یې راڅخه غواړي.

د ژورنالیست د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکایانو له وتلو وروسته به کورنۍ جګړه پېښه نه شي، ښاغلي همایون وویل، امریکا له دېرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې سوله نه راولي، د روسانو له وتلو وروسته د افغانستان تباهي د امریکا پر غاړه ده.

دې افغان کارپوه زیاته کړه، چې که افغان سیاسیون له امریکا سره د امریکا له وتلو ورسته موافقه وکړي، د امریکا په امر به جګړه کوي.

همایون زیاته کړه، امریکا په افغانستان کې مستقیمه مداخله کوي، امریکایان سیمې ته د خپلو اهدافو لپاره راغلي، چې لا هم نه دي رسېدلي.

ښاغلي همایون د بحث په پای کې وویل، چې که اړتیا وه، د امریکا پر ضد پاڅون ته تیار یم.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close