دیني، سیرت او تاریخ

يوه ملائيکه چې د جمعې په ورځ محمد(ص) ته درود شريف رسوي

استاد حمزه افغان

په محمد( ص) باندې دورد شريف ويل هر وخت ډير زيات اجر لري خو د جمعه په ورځ دورد شريف ويل ډير اجر او فصيلت لري

په حديث شريف کي راځي

له حضرت اوس بن اوس (رض)څخه روايت دى چې رسول الله (ص) وفرمايل : ستاسو په ورځو کې تر ټولو زياته د فضليت ورځ هغه دجمعې ورځ ده ، پس په دغه ورځ په ما باندې زيات درود ولولئ ،بيا د تاسو دورد ما ته وړاندې کيږي،صحابه کرامو(رض) عرض وکړ :يا رسول الله!زمونږ درود څرنګه تا ته وړاندې کيږي کله چې ستا جسم پټ کړى شوى وي؟ رسول الله (ص) وويل: بيشکه الله تعالى په زمکه باندې د انبياء کرامو عليهم السلام جسدونه حرام کړي دي (ابو داود)

د دى حديث په تفسير کي علماء کرامو ليکلې دي چي يوه خاص ملائيکه الله تعالى مقرره کړي ده او څوک چي د جمعې په ورځ دورد شريف وايئ نو هغه دورد محمد (ص) ته رسوي

کوم دورد شريف بهتر ده؟

حضرت ابو محمد کعب بن حجرة(رض) وايي چي نبي کريم (ص) له کور څخه راووت او مونږ ته يې تشريف راووړ، نو مونږ عرض وکړ: يا رسول الله ! مونږ ته خو په تا باندې د سلام ويلو طريقه معلومه شوه ، مګر په تاسو باندې دورد شريف څرنګه ووايو ؟

رسول الله (ص) وويل: تاسو ووايي ( اللهم صل على محمد وعلی ال محمد کما صليت علی ابراهيم وعلی ال ابراهيم انک حميد مجيد)
(اللهم بارک على محمد وعلی ال محمد کما بارکت علی ابراهيم وعلی ال ابراهيم انک حميد مجيد)

( بخاري او مسلم شريف)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x