دیني، سیرت او تاریخ

مه خفه کېږه! (۱۲۲)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ غم ځپلي سرلوړي دي!

د “عکاظ” نومې جریدې د ۱۰۲۶۲ ګڼې په ضمیمه کې چې په ۷/۴/۱۴۱۵ ه کې صادره شوې، د یو ړانده ادیب او ژورنالیست محمود بن محمد المدني چې د ادب کتابونه یې د نورو په سترګو لوستي، د تاریخ کتابونه، مجلې او جریدې یې له ډېرو خلکو څخه اورېدلي، کله کله به یې کوم ملګری دې ته اړ ویسته، چې د شپې تر درېیو بجو پورې ورته څه ولولي، تر دې چې داسې وخت هم راغی، چې په علم او ادب کې یې د یوې لویې سرچینې حیثیت غوره کړ.

مصطفی امین د “الشرق الاوسط” د جریدې په خپل ځانګړي کالم ( فکرة ) کې د نوموړی ادبپوه خبره داسې رانقل کړې:

د ظالمانو پر ظلم، د مکارانو پر مکر او د جابرانو پر جبر یوازې پینځه دقیقې صبر وکړه، ډېر ژر به یې زور پرځمکه پرېوځي او زولنې به ماتې شي، بندي به دباندې راووځي، تیاره به ورکه شي او رڼا به ښکاره شي، ته یوازې صبر وکړه.

د شاعر په قول:

څومره مصیبتونه چې پر انسان راځي او د هغه د غمجن کېدو لامل ګرځي، په پای کې الله تعالی انسان ته له هغې څخه نجات ور په برخه کوي.

ما په ریاض کې د البانیا له مفتي سره، هماغه چې په البانیا کې د کمونستانو له خوا په پینځه ویشت کلني بند محکوم شوی و، وکتل، هغه د خپل بند خاطرې داسې په ډاګه کړې:

(( ما د کمونستانو په زندان کې ډېرې لوړې او ژورې وګاللې! له دې کبله ما خپل زړه ته په لمانځه سره ډاډ ور کاوه، چې د کمونستانو د وېرې له امله به مې د تشناب په یوه ناحیه کې ادا کاوه، تر دې چې الله تعالی د خلاصون لاره پیدا کړه. ))

﴿ فَانقَلَبُواْ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ ﴾

ژباړه: (( هغوی د الله تعالی په لورېینه او د هغه په مهربانۍ خوشاله او سوکاله دي. ))

هلته د جنوبي افریقا پخواني رئیس ” نیلسن منډیلا  ” چې پوره اووه ویشت کاله یې په زندان کې تېر کړل، نوموړي له تېري او استبداد څخه د خپل ولس او ډلې د خلاصون لپاره ډېرې چیغې ووهلې، تر دې چې خپله دنیوي موخه یې ترلاسه کړه.

﴿ نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا ﴾

ژباړه: (( د هغو د کړو وړو ټوله مېوه موږ همدلته ور کوو. ))

دغه راز الله تعالی وایې:

﴿ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ ﴾

ژباړه: (( که تاسې کړاو ګالئ، نو ستاسې په شان هغوی هم کړاو ګالي او تاسې له الله تعالی نه د هغه څه هیله من یاست چې هغوی یې هیله من نه دي. ))

دغه راز وایې:

﴿ إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ ﴾

ژباړه: (( اوس که تاسې ټپي شوي یئ، نو له دې نه مخکې ستاسې دښمنه ډله هم همداسې ټپیان شوي دي. ))

#لاتحزن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx