ټولنیزه برخه

د قوم د سپکو په وړاندي د داعي قراني اسلوب

څه فکر کوئ که دقوم مشران او سپینروبي خپل عالم او پوهاند ته په کومه موضوع کې ووایې: یاره ملا صاحب/ پوهاند صاحب ډیرکم عقل اوګمراه سړی یې او دروغژن یې؛ دملا اوپوهاند صاحبانو ځوابي حمله به څنګه وي؟
طبعاً هغوی به دعلم اوپوهي دفضیلت په ترڅ کې خپل غوراوی اوفضیلت ښه ثابت کړي اوبیابه مشران دعلم اوپوهه په توهین مجرم وبولي او وروسته به دخپل فصاحت او بلاغت په اندازه دمشرانو سابو ته ښه غوړاو مساله دار تبی ورکړي.

راځو دموجوده وخت دا ډول اخلاقي کچه په قرانکریم کې ګورو چې هلته څه ډول لارښوونه شوې ده، قرانکریم دهودعلیه السلام او دهغه دقوم په کیسه کې هغه ته دخپل قوم دمشرانو خبرې راخیستې دي

هغوی د هود علیه السلام د توحید بلنې ته منفي ځواب ورکوي او دهغه دتوحید دبلنې په تردیدکې هغه ته هم سپکه خوله ښوروي؟: … إنا لنراك في سفاهة وإنا لنظك من الكاذبين.( الاعراف) موږ ټاپه ناپوهي اوګمراهي کې وینو او زموږ په اند ته لهدروغژنو نه یې.

دقوم دمشرانو داخبره چې هود علیه السلام سفیه اوناپوهه بولي دوه بدۍ اوقباحتونه لري یوداچې دادروغ او د حقیقت خلاف خبره ده او بل داچې په سپک اسلوب او نامناسبه لهجه بیان شوې ده، دالله سپیڅلي انبیاء ډیرهوښیار اودنبوت دکارله پرمخبيولو سره یې دومره مینه وه چې دځان په کیسه کې نه وو. نوځکه یې دهغوی دحقیقت خلاف اوسپکې خبرې له پاره دیوې برخي ځواب مناسب وباله اوهغه داچې دځان برأت یې وکړ او هغوی ته یې په ځواب کې وویل: قال يا قوم ليس بي سفاهة ولكني رسول من رب العالمين.الاعراف. ای زما قومه زه سفیه اوناپوه نه یم، زه د رب العلمین رسول او استازی یم، او دالله دپیغام استازی ناپوه اوګمراه نشي کیدلی.

هودعلیه السلام که دهغوی دسپکې خبرې په ځواب کې هغوی ته ویلي وی چې: یاقومي بل انتم السفهاء لانکم تسفَّهون نبي الله، و ليس بي سفاهة ولكني رسول من رب العالمين . نوخبره به یې مناسب او پرځای وه ځکه دالله رسول ناپوه بلل پخپله درنه ناپوهي ده. خوده داسي ونکړل ځکه دلته دالله توحید ته درابلنې خبره اغیزمنه کیدله او خبره د ته ناپوه اوزه پوه ناندریوته غځیدله. بناءً داعي باید د دعوت په لاره کې خپل ټول تمرکز پرحقایقو او دکار په خبرو ولري اوله هرهغه کارلاس په سرشي چې د دعوت خنډ ګرځي که څه هم دځان دسپکاوي دفاع وي.الله دې د دین د دعوت په لاره کې دانبياء کرامو اخلاق رازده اوپه ښه توګه دالله مخلوق ته دهغه دسپيڅلي دین درسولو توفیق راکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x