
کندهار: په سپین بولدک کې پاکستاني او افغاني ځواکونو جګړه کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت چارواکي وايي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې له امله یې یو عسکر مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن ورځ رسنیو ته وویل پاکستاني ملېشو د طالبانو په ګډون نن ماځیګر د سرو څاهانو په سیمه کې پر افغان پوستو باندي بریدونه وکړه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.
نوموړی وايی چې د پاکستان لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دی یې په اړه معلومات نه لري.
باید وویل شي چې د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د جنرال رازق ورور تادین اصلي واکمن بلل کیږي څوک چې د پولیسو او افغان پوله ساتو ځواکونو په واسطه د ستراتیژیک اقتصادي ښار او تجارتي منډۍ ګمرک ټولوي.
تر اوسه د پاکستان لوري د کندهار د چارواکو د تازه ادعاتو په اړه څه نه دي ویلي خو ددې تر مخه دغه چارواکو پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه د پاکستاني ملیشو بریدونه بللي دي.
الا بلا ګردن ملا ، هر څه چه پیش شی وایی دا کار د پاکستان له خوا تر سره شوی یا لږ تر لږه د هغوی پکی لاس دی . که دا پاکستان نه وی دوی به بیا ایران ، هند یا چین یادولو . د کابل غلامه ، فاسده او ناوړه اداره هغه کمزوری او بی غیرته فاحشی ته ورته ده چه تل خپل حسن ، مکر او فریب خرڅوی ، د نړی ۴۸ لونډانو سره یی یارانه ده ، او هماغو لوڼدانو غلام پاکستان ته رشوت منلی که د کابل غلامانو او بادارانو ستاسی د تخریب په اړه… نور لوستل »