
د حریت ترانې/ نعيم افغانزوی
نعيم افغانزوی
لـه شپـېلۍ تـل را غــږوه د حــریـت تـرانې
شپـونـکیـه مـه یې سپـمـوه د حـریـت تـرانې
د شـپېلۍ سـاز د آزادۍ نـغـمـو تـه وهڅـوه
سـاز غـږوه سـاز کې راوړه د حـریـت تـرانې
کـړه برابر د آزادۍ په تـرز کې سُر او تال دې
لـه خپـل ســرګمـه خـوروه د حـریـت تـرانې
واړه سازونه کړه ځانګړې خپلواکۍ ته زموږه
پـه خـواږه سُـر کـړه زمـزمـه د حـریت ترانې
پـه تـرنـم کې د پـرهـر پـټۍ مـرهـم غـږوه
درست مظلـومیت ته ډالۍ کـړه د حریت ترانې
پـه نـفـرتـونـو کې فـضـا د محبت خـوره کړه
نـن پـه قــربـت کې ووایـه د حـریـت تـرانې
کړه یې تسـل د حـریت تږو ته ساز د شپېلۍ
پـه تــږو زړونــو اوروه د حــریـت تـــرانې
په خپـل قـلـم د حریت معشـوقه ښه وستایه
زار افـغـانـزویـه تـل لیـکه د حـریـت تـرانې
محمد نعیم افغانزوی