ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۲۴)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني

ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د نېکمرغۍ لارې!

۱: نېک عمل:

( مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِّن ذَکَرٍ أَوْ أُنْثَی وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْیِیَنَّهُ حَیَاةً طَیِّبَةً )
ژباړه: ( هر څوک چې ښه عمل وکړي، که هغه نارینه وي او که ښځه په دې شرط چې مومن وي، پر هغه به موږ په دنیا کې سپیڅلی ژوند تېر کړو. )

۲: نېکه مېرمن:

( رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّیَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْیُنٍ )
ژباړه: ( ای زموږ ربه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو څخه د سترګو یخوالی راکړه. )

۳: پراخه کور:
رسول الله ﷺ ویلې: ( ای الله ﷻ! زما کور پراخه کړه. )

۴: پاک او سپېڅلی چار (کار ):
رسول الله ﷺ وایې: ( الله تعالی ﷻ سپېڅلی دی او سپېڅلی کار خوښوي. )

۵: ښه خوی او له خلکو سره مینه او محبت:
الله تعالی ﷻ وایې:

( وَجَعَلَنِی مُبَارَکاً أَیْنَ مَا کُنتُ )
ژباړه: ( او زه یې په هر ځای کې مبارک او بختور ګرځولی یم. )

۶: له قرض او اسراف څخه په امن کې کېدل:
الله تعالی ﷻ وایې:

( وَالَّذِینَ اِذَآ أَنفَقُواْ لَمْ یُسْرِفُواْ وَلَمْ یَقْتُرُواْ )
ژباړه: ( هغه کسان چې کله لګښت کوي، نو نه بېځایه لګښت کوي او نه بخیلي. )

او داسې نور … .. .

#لاتحزن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx