نظــر

د ټرمپ د واک د ترلاسه کولو په اړه له روغتون څخه د انجينر قطب الدين هلال پيغام

قطب الدين هلال

د نړئ مسلمانانو باید متوجه شو، لکه چه الله ج له یوه ستر امتحان سره مخ کړو

· په دی ورځو کې په امریکا کې ټاکنی تر سره شوې او ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولس مشر په توګه د لوړې مراسم تر سره کړل.

د تحلیف د مراسمو پر وخت يی دا خبره جوته کړه چه د اسلامی تروریزم به په سختی مقابله کوو او د تروریزم سره یې یواځی د اسلام نوم ونښلوو! حال دا چه د اسلام پاک دین له تروریزم څخه بري دی او اسلام دورورولی، مینې او محبت دین دی دوهم دا چه دا یهودو چه د یهودیت تر عنوان لاندی پر فلسطنیانو ظلم او بربریت پیل کړئ د مذهب په نوم یوه لویه جفرافیه جوړول غواړي آیا دا بربنډ مذهبی تروریزم نه دی؟ دا چه په امریکا کی مست او نشه ځوانان پر ماشومانو او میرمنو ډزی کوي هغه هم په رڼآ ورځ دا تروریزم نه دی؟ دا چه په نړی کی ډیرئ غیر مسلم تنظیمونه او ډلې وژنې او انفجارات کوی دا تروریستان نه دي؟ چه نور مثالونه ئې هم ډیر دي.

· د ډونالډ ټرمپ د ډلې او ملګرو له خوا د ټاکنیز کمپاین پر وخت وویل شول چه اسلام دین نه بلکه یوه تیوري او ایډیالو‌‌‎ژي ده. دا ما په خپلو سترګو د CNN تلویزیون پر څپو ولیدل چه یوه ورځ مسلسل نشر کیدل.

د دی مطلب دا چه مسیحت دین دی، یهودیت دین دی، هندوئیزم، بودائیزم دینونه دي خو د دوی په قول اسلام دین نه دی! خاکم بدهن.

· د امریکی د نوي منتخب ولس مشر لومړئ فرمان دا شو چه د امریکی سفارت باید له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال شی هغه بیت المقدس چه هلته مسجد اقصی دې چه د مسلمانانو لومړی قبله او دریم حرم دی (( حرم مکی، حرم مدنی او مسجد اقصی)) ( اولی القبلتین و ثالث الحرمین).

· یا د اوس باید یا ګرین کارټ په لاس کې وی او یا قرآن. دواړه یو ځای نه مني! نو اوس ستاسو خوښه چه قرآن له ځان سره ساتی او که ګرین کارټ او پاسپورټ؟؟

· داسی بریښي چه د New World Order د پلی کیدو هڅه روانه شوی او یا یو ځل بیا د صلیبي جنګ خوځښت پیل شوئ!

د دا ډول یرغلونو لپاره لا د مخه لار هواره شوی او عملی کارونه تر سره شوي هغه دا چه:

· د عراق نظامی یو ملیونی قوت په هسی بهانو تس نس شو او لا اوس هم لږ تر لږه هره ورځ پنځوس عراقیان په چاودنو کی مري. د انګلستان د طوفان صحرا د نظامي عملیاتو د وخت صدراعظم تونی بلیر اوس په ډاګه اعتراف کوي چه پر عراق نظامي حمله یوه ستره غلطی وه خو اوس به دا منښته څه ګټه ولری.

· سوریه او لیبیا چه شاید قیادتونه ئی ډیر د منلو وړ نه وو او نه دي خو دواړه د مسلمانانو نظامي او اقتصادي ټولنې وې چه پر کنډوالو بدلې شوی.

· دا باید هیر نه کړو چه د اتحاد شوروي د سرو لښکرو د ماتې وروسته او د ډاکتر نجیب د سقوط نه بعد افغانستان یو داسې نظامي قوت جوړ شو چه په منطقه کی ئی سارئ نه وو! که د مجاهدینو تربیه شوئ قوت او وسائل لکه شټینګر، میلان، ډول ډول راکټونه، سپکې او درنې وسلې او 122mm کمپیوټری ها وانونه او هم د افغانستان د اردو تربیه شوئ او کدري نظامي پرسونل او وسائل لکه په سلګونو باله طیارې او هلي کوپټری،اوراګان، لونا او سکاډ، زرهپوش او زرهدار ټانکونه او نور وسائل دا ټول سره یو ځای شوي وای او د قوي منل شوي دولت او حکومت په لاس کي لویدلي وای نو هغه وخت دا ادعا پوره پر ځای وه چه زمونږ ګران وطن او تاریخي ټاټوبی رښتیا هم یو قوت وو.

دا هم د همدې برنامې له لارې دړې وړې شو دا چه دا شوم پلان چا پلئ کړ د چا په لاسونو ئې پلئ کړ؟؟ یوه اوږده بحث ته ضرورت لري اوس به زه څه ولیکم!

· ترکیه، ایران او پاکستان ښه نظامي قوتونه دي او ښه حرفوی افسران او کدرونه لري خو هر یو ئې د ډیرو ستونځو سره مخ دئ . د مصر حالت ځکه مطمئن نه دئ چه یو تپل شوی چارواکئ پری مسلط دی که څه هم ښه با تجربه فوج او کدرونه لری خو د ناسمی سیاسی تشې له سببه ئی مستقبل ډاډمن نه دې او شاید دشمنان دا هاند ولری چه دا قوت هم د شمالی افریقا د نورو ملکونو په شان متلاشي شي.

· خلیجی ملکونه، انډونیزیا او مالیزیا ښې اقتصادي برنامې پر مخ بیائي خلک ئی راحت دي چه دوه ملکونه ئې صنعتي هم دي خو شاید د یوې بړبوګئ توان هم ونه لري طوفان خو لاڅه کوې!!

دا وو د ځینی اسلامي ملکونو په هکله ډیر لنډ انځور.

· دا چه د اسلام او مسلمانانو غلیمان څه طرحې لري او کوم ناوړه پلانونه پر مخ بیائي دا خو د دوی انساني هاند او د اسلام سره خصومت دئ چه دا نن ورځ نه بلکه لا پخوا څخه دا روان کار دی.

خو مونږ مسلمانان معتقد یو چه د ټولو چارو کوونکئ او یا نه کوونکئ فقط او فقط د الله جل جلاله لوی ذات دئ. اسلام هم د قرآن کریم له مخې یواځنئ حق دین دی (( ان الدین عندالله الاسلام . آل عمران ۳ آیت))

دا د ټول انسانیت او بشریت دین دی او محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم خاتم النبین، رحمته اللعلمین او د ټول بشریت لپاره را لیږل شوئ دئ. په دې هکله هیڅ شک نه لرو او مطمئن او ډاډه یو ولې د اسلامي امت وجیبه څه ده؟ همداسې غلي، سوالګر، بې علمه، بی وزله او طماع پاته شو؟ او که د الله ج د مخلوق په ډول د آزمون په وړاندی چټک تدابیر ولټوو، یهودو به حضرت موسی علیه السلام ته وویل ((ځه ته او خداي د مقابله وکړئ مونږ دلته ناست یو. قرآن))

· زه چه یو ناتوانه، ګنهګار انسان یم د شفا انټرنیشنل شفاخانې له ادرس څخه یواځی دعا کولای شم او دا ویلئ شم چه اوس وخت رارسیدلی چه مونږ مسلمانان، خصوصاً افغانان واړه واړه اختلافات یوې خواته پریږدو او د قرآن په حکم چه (( واعتصموا بحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا)) عمل وکړو. واړه خو لا څه حتی غټې غټې ستونځې، ملاحظات، ځانګړي امتیازات او غوښتنې، د چوکئ، قیادت او د زعامت شوق او هوس باید زمونږ د یو والي په لار کی خنډ نه شي.

دا چه دا کار له کوم ځای څخه پیل شي او څه ډول پیل شي د افغان ولس او اسلامی امت د علماوو، پوهانو، سیاسي متنفذ شخصیتونو، با احساسه خویندو او ځوانانو کار دئ.

زه هم تر خپل توان په دې مقدس کار کې شریک یم او هرې قربانئ ته چمتو یم.

والسلام علیکم ورحمت الله و برکاته

فاعتبروا یا اولی الالباب

فاعتبروا یا اولی الابصار

انجنیر قطب الدین هلال

شفا انټرنیشنل هسپتال اسلام آباد

۲۵/۴/۱۴۳۸ه ق ۵/۱۱/۱۳۹۵ ه ش

24th Jan 2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

حیرانوونکی ده ، د امریکایانو به ډولی کی کابل ته واده شوی هلال ، امریکایانو ورله د کور او دفتر ورکړی ، بادی ګاردان یی ورکړی او په مرمی ضد ګاړو کی ګرځی ، د متفکر غنی په نظامی چارو کی مشاور وزیر دی او بیا هم د خپل بادار یعنی ترمپ په بیانیه نیوکی لری ، دا هلال او دومره جرات ، مګر دا جواز د هماغه ترمپ له خوا ورکړی شوی چه خلک ورباندی دغلام فکر ونه کړی او هلال د خپل مشر باعوری او نورو سره په ګډه دغه مظلوم اولس ورله استثمار او غلام کړی

pattang

زما يو استاد او دکلي ملا صیب به راته ويلې چې یوه ږیره پرېښودل ددین لپاره ده او یوه دتبار یانې اعتبار لپاره ده ! هلال خان خپله ږیره د تبار لپاره پرې ایښې ده ، نه دخدای او رسول لپاره ! په مذدور دولت کې یې چړچې وکړې خېټه داسې غټه کړه لکه د لاندې د پسه نو اوس چې وزن یې زیات ، پړ سېدلی ، د شکر په مرض لګیا دی او یا یې دغوړو له لاسه کولسترینو دزړه رګونه ور بند کړي دي او له خپله مرګه ، حساب او کتاب څخه ډاریږي نو په خپلو… نور لوستل »

احمد

هلال صاحب اوس افغانان دومره زر نه غلطیږی ته ولی ورته دومره ساده کمان کوی

عبدالواحداڅګزۍ

ولن یجعل الله للکفرین علی المؤمنین سبیلاً.ع۱۴۱—۴(النسآء-۱۴۱)معنی: اوهیڅکله به ورنکړی الله کافرانوته پرمسلمانانوباندی(دغلبی)لار.هر مسلمان دقرآن عظیم شان پر ویناهیڅ شک نه لری دابراهیم ع دخرابی دپاره دحبشی ډیرلوی قوت روان سو دالم ترکی معنی:آیاندی کتلی تاچه څنګه معامله وکړه ستارب دخاوندانودهاتیانوسره آیانه ووکړی ده تدبیر ددوی بیکاره اوراویلیږل پردوی باندی مارغان ټولۍ ټولۍچه ویشتل به یی پردوی کاڼی په اور کی دپخی سوی خټی نوکړل دوی پشان دخوړولوسوو بسو.هغه الله دۍ هیڅ تغیریی ندۍ کړۍ اولین اوآخرین دۍ نوولی امریکااوکفارموږ دونه ذلیل کړی یو علت یی دادۍ چه موږ اوس تنها قرآن په نامه یادوو اوعمل نه پرلرو داسی کتابونه… نور لوستل »

سید زرغون شاه آغا

هلال جانه!تاسی ته چی پیسی او سلاح درکول او بی ګناه افغانان مو په وژل، او یوازی مو په کابل ۷۲۰۰۰ افغانان شهیدان کړل، هغه وخت دی هم الله(ج) او رسول(ص) په یاد وه؟

نظرمحمدنیازی دزابل ولایت اوسیدنکی

هلال صاحب رنګ دی ده ښه مجاهد سړی ده
لکین په عمل کی یومرتداوملعون یه داځکه چی اول ته په کابل کی څرخیدی انتخابات دی کول دمریکادغلام حکمت دپاره بی ناموسه اسلام اوناموس دی په ډالروخرڅ کړل هیوادی کافرانوته تسلیم کړاوس راته له ځانه سفین چرګ جوړوی دخلګوپه کوروپه نیمه شپه غربی کافران ننوتل تانه لیدل ده ګیدړبچیه اوخاینان معلوم شول هسی سړی
وسفنی مه ټکوه هیڅ شی نه تری جوړیږی

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx