شعـــــرونه

د سيد منتظر شاه هاشمي دوه نظمونه

سيد منتظر شاه هاشمي
تاند غږونه
اوښکې ته ځیر یم
لکه ترهیدلې هوسۍ،
د ګور ځنګله،
له بورو ځناورو،
له ما پناه غواړي
زما،
تر مخې په غریو ولاړه ده،
توره خونړۍ ماضي یې
په رڼه هنداره کې لره بره اوړي
ګواکې
راتلوونکي تاند غږونه
او نازک هډونه مې
شپيلي

۹/۶/۱۳۹۵
انصاري واټ- کابل


د شپونکي د شپیلۍ
زنګیدلي اواز ته
غوږ یم
نه پوهیږم
چې ولې مې ځانته را بولي!؟؟

۱۵/۸/۱۳۹۵

سروبی- کابل
سید منتظرشاه هاشمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx