sharon uae

د صبرا اوشتیلا په قاتل شارون خپه اماراتیان!

داسرائیلو دولتي تلویزون ویلي دي چې متحده عرب امارات لومړی عربي هیواد دی چې داسرائیلو د پخواني صدر اعظم ايريل شیرون دمرګ په مناسبت یې دتسلیت پیغام ورلیږلی ده.

په یو بل خبر کې راغلي چې متحده عرب امارتو د نړۍ په کچه په شراب څښلوکې لومړنی مقام ګټلی .دا خبره تیره ورځ ارابیان بیزنیس عربي ژبې رسنۍ په خپل سایټ کې نشر کړه خو تر نشر لیږ ګړۍ وروسته یې سمدستي بیرته لیري کړ . په خبر کې راغلی چې په یاد هیواد کې په تیره یوه کال کې لس ملیون لیتره ویسکي (Whiskey ) شراب څښل شوي دي .

ډیر تعجب نده په کار، عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایې موږ هغه قوم یو چې اسلام عزتمند کړې یو او که له اسلام نه شاته شو سپک به شوؤ . او همدا عمر بن الخطاب وایې: دا قران قومونه لوړوي او ښکته کوي، بېشکه بې له اسماني وحي قومي خصلتونه او خویونه دا وړتیا نشي ترلاسه کولی چې چې په نورو قومونو سیادت او مشرتوب تر لاسه کړي، ترکانو له کومه دا وړتیا لرله چې پنځه سوه کاله یې پر اسلامي نړۍ واک چلاوه، د هغو وړتیا قران خپلول و او د دې خپلوي په برکت یې هغه سیادت ترلاسه کړی و.

یوه ورځ په سعودي کې د یوه ترکي ډم دصالون مخته یوه عرب شیخ راته کړه چې عمر رښتیا ویلي دي: ان هذا القران يرفع به اقواما ویضع به اخرین. ترکي سرکل ته یې نغوته وکړه راته ویې ویل: ته ترکانو ته ګوره کله یې چې دقران پیروي کوله پرموږ واکمن وو خو کله یې چې قران ته شا کړه نن یې ګوره زموږ سرونه را رخیې! رښتيا هم پر اسلامي نړۍ دعثمانی ترکانو څو سوه کلنه واکمني په قرانکریم باندي دمنګولو لګولو له برکته وه.

عرب هم د دنیا د قومونو په څیر یو قوم ده، پر قومي اساس هیڅ برتري نلري که دهغوی مطلق قومیت یوه زره لوړوالی لرلی الله به په یوه خاصه موکه خپل پیغمبر ته نه غوسه کیدی، او هغه داسي چې رسول الله دمکي دمشرکینو داسلام منلو ته ډیر حریص و یو وخت مغروره مشرک مشرانو ورته وویل له تا سره غریب او ګډوډ خلک ناست وي موږ نه غواړو د هغو په موجودیت کې له تا سره کښینو، رسول الله هغوی ته دمشرک مشرانو خبره وکړه او ورته کړه یې چې کله هغوی راځي تاسو به له مانه یوڅه لري کیږې. د رسول الله په دې خبره الله هغه ته سختې تهدیدي خبرې راولیږلي: ولاتطرد الذین یدعون ربهم بالغداة والعشي…. هغه غریب خلک مرييونه اود بلال په څیر غیرعرب مسلمانان وو، دا خو موږ یو چې په کمزورو یا موضوعي حدیثو سره مو عرب قوم ته لوړوالی ورکړی. اصلا د هر چا غوره والی په ایمان او تقوی سره ده او همدا یواځنی دیني معیارده.

خبره په موجوده عربو او د هغوی په خوړینو او اسلام ضد سیاستونو کې ده که موږ موجوده عربو ته وګورو او د هغوی داخلي او خارجي سیاستونو ته ځیر شو دمکي د قریشو د دارالندوه په نوم پارلمان پریمانه پريکړي به ووینو ، څو لسیزي کیږې عرب د فلسطین موضوع یادوي او د سیمې په میډیا کې تر ټولو زړه موضوع ده، دا نر ښځي عربان د فلسطین موضوع تر ننه په دروغو شاربي که په رښتيا هم دوی په زړونو کې له فلسطینیانو سره یوه زره خواخوږي لرلی نن به یې په صابره او شتیلا کې دپنځلس زره فلسطیني ماشومانو اوبیګناه وګړو دقاتل ايريل شارون په مړینه له اسراییلو سره غمرازي نه شریکوله.

موجوده نړۍ د انساني ذهن د ودې پریمانه پړاوونه وهلي دي د عربانو ذهن اوس هم په اوښانو، میږو، وزو اوبازانو کې نښتی پاته ده، دوی له علم او فرهنګ نه بیخي لیري دي، یو لویدیځوال لیکوال دعربو په اړه وایې چې عربي هیوادونه دسفر په مهال دسونګ دموادو ښه اوښايسته تم ځای ده. یعني عربي نړۍ یې دنړۍ په جغرافیه کې تش دسونګ دموادو تم ځای معرفي کړی ده.

په موجوده وخت کې عرب د الله له قانون نه تر ټولو زیات باغیان دي او دا ځکه چې هغوی د زيات بغاوت وس لري غریب مسلمان که باغي هم شي په تش لاس به څه بغاوت وکړي، دعربانو تور زر یعني تیل په زیاته پیمانه دهغوی په عیاشیو مصرف کیږې، الله چې کومو خلکو ته مال اوشتمني ور زیاته کړي هغوی بغاوت کوي ( قران) د امارتیانو دبغاوت بیلګه دا لوړ د شرابخورو په اړه خبر ده او د دې جنوري په عيسايي اختر لمانځنه کې په ملینونو ډالره لګښتونه دي. اوله دي بغاوتونو سره دایریل شارون په مرګ خپه امارتیانو په اړه مو تردي سخت ليکنيز اسلوب هم زړه نه یخوي… دسلفیانو جامي مزاجه يارانو مخته دي دیوال وي… هغوی موجوده عرب سیاستونه پوره اسلامي توجيه کوي!! له دوی سره به په بل کالم کې ګورو.

ليكوال: نعمان منلی – كالم: نښتر – نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د