څنګه پرمختګ وکړو نوښت څه ته وايي؟!

راشد رشید ننګیال
انسان دخپل ځانګړی فطرت له مخی تل داهڅه کوی چی په هر میدان کی بریالی اوپه نورو برلاسی شی له دی سره سره انسان په خپل فطری اجتماعی ژوند کی له دوو حالاتوڅخه خلاصون نده موندلی نو ځکه همدا دوه حالتونه (دوستی او دښمنی) دانسان په ورځنی ‌‌ژوند باندی منفی اومثبت اثرکوی،
څرنګه چی انسان دوخت په تیریدو له ناپوهۍ نه دپوهې په لور ګامونه اخلی نو دژوند له نورو حالاتو سره ددغو دوو حالاتو دسم تطبیق لپاره یوه لارښود او یوه داسې قانون ته اړتيا ده چې په اصلیت کی يې هیڅ شک نوی او په هره ماده کې يې ځاني او اجتماعي ښیګڼې وی ددغو دوو حالتونو له هر پلوه لحاظ د پرمختګ لپاره بسنه کوی خو که ددغو دوو حالتونو ناسم تطبیق وشي دوروسته پاتې کيدو تر ټولو ستر لامل هم کيدای شی که ځیر شو نو دانتيجه به ترلاسه کړو چی زمونږ مسلمانانودوروسته پاتی کیدو ستر لامل همدا خبره ده ځکه لومړی خو خپل دښمن نه پيژنو،او که دښمن وپيژنو نو له دښمن سره په معامله نه پوهيږو چی دوستی ورسره وکړو اوکه دښمنی، که په دی هم پوه شو نو بياداسې خلک ډیر کم دی چی په دې پوه شي چي څرنګه او دڅه په توسط له دښمن سره ددښمنۍ معامله وکړی په ترتیب سره ددغو خبرو پلټنه دهر چا لپاره اړینه ده ، په حقيقت کی همدا ناخبری او غفلت زمونږ دپرمختګ په لار کی تر ټولو ستر خنډ ده داسی خنډ چی زمونږ خپلواکی او راتلونکی امن ګواښی په داسی حال کی چی له خپلواکی او امن پرته پرمختګ ناشونی ده.

اوس نو چی څوک زمونږ له دماغی پوښښ څخه دا ډول فکرونه باسی دوۍ مونږ ته پرمختګ او نوښت یو بل څه تعبيروی ، په حقيقت کی ددوۍ دپرختګ او نوښت ثمره داده چی مونږ خپل دښمن ته ذلیل اوپه هر ميدان کی ټيټ سترګی کړی،زمونږ هر خوځښت ددښمن تر سيوری لاندې کړی،دتل لپاره مونږ خپل دښمن ته اړ کړی په همدې ډول زمونږ دځپلو قوانین او لارې چارې زمونږ په ټولنه کی پلې کړي،دوۍ غواړي زمونږ له نه شتون سره برابره خپلواکي له مونږ څخه په ډير مکر غلا کړي او بيايې زمونږ په دښمن وپلوري،دوۍ غواړي مونږ په ځان ځاني يعنې حيواني فکر وروزي.

نو مونږ باید پوه شو چې زمونږ تاريخ ګټونکی پوهان داسی وایي: په انسانی ژوند کی تر ټولو دذلت وخت هغه وی چې خپل دښمن نه خپله اړتيا پوره کړل شی هغوۍ دښمن ته خپله اړتيا ښودل ستر حماقت او تیروتنه بللې.

څرنګه چی د پوهانو دوینا له مخی دیوه وروسته پاتی ملت لپاره خپلواکی تر ټولو ستر پرمختګ ده نو مونږ باید مسؤلیت پیژندوکی،بااحساسه،خپل دين او امت ته ژمن پاتی شو، دخپلو مشرانو تاریخی کارنامې زده کړو او دهغوۍ کړنلارې خپله عملی تګلاره وګرځوو.

همدغه راز په دینی اساساتو کی تغیر او تبدیل هیڅکله پرمختګ او نوښت نشي کيدلی !

اسلام له پيله هر قسم مشروع پرمختګ ته ژمنتيا ښودلې دپيړيو پيړيو پرمختګونو انسانیت ته ښکلا اوهوساینه وربښلې خو اسلام بیا دپرمختګ او نوښت په باب کی له لومړی پړاو څخه انسانیت ژغورلې، ټول هغه قوانین او دودونه چی انسانیت په کی ګواښل کيږی دټولنې له منځه باسی او محوه کوي یې، څرنګه چي داسلامي قوانينو په پلی کولو سره په انسان کې دانسان دپرمختګ او دانسانيت دتميز ماده (عقل) تکميليږی نو بايد زمونږ دپرمختګ او نوښت معيار سپيڅلی اسلام وی، رازئ چې داسلام دټولو قوانينو په رڼا کی دخپل ژوند هره شيبه وڅارو، له غفلت څخه به د بيدارۍ په لور هغه وخت خوځښت وکړو چی خپل لارښود مو اسلام وګرځوو.

په اوسني دور کې بريا دمتوکلینو په برخه نده او نه هم دبری موندنې لپاره امکانات بسنه کوی!

مونږ به هغه وخت بریمن شو چی په خپله کې مخه د عقیدې پر بنسټ ولاړ،د قوي عزم او نه ستړې کيدونکې ارادې درلودونکی خلک ولرو داسې خلک چی په امانت او ديانت کې ترنورو ممتاز وی
دپوهانو دوینا مطابق پرته له خپلواکۍ دملتونو هر ډول پرمختګ نه ددې ملت لخوا وی او نه ددې ملت لپاره وی بلکه دپرديو ازادي اخیستونکو له خوا او دهمغوۍ لپاره وی، نو دټولنې هر وګړی مو بايد خپل فکر په عملي اقداماتو باندی صرف کړی، زمونږ ژوند مونږ ته دا الهام راکوی چې بريا هغه وخت لاسته راوړل کيږی چی په شته وو بسنه وشی او دخپل هدف په لوری ګړندی ګامونه واخيستل شی ځکه انسان ته دنورو حيواناتو په پرتله همدا غوره والی ورکړل شوی چی په پیدايښتی ډول دهغه داړتيا وړ هرڅه له سعې او کوښښ پرته نه ورکول کيږی خو انسان ته داموقع ورکړل شوې چې هر څومره کوښښ وکړي او زيار وباسي هومره به دبريا ميدان پراخه ومومی.

هو! بريا به هغه وخت ترلاسه کړو چې په ټولنه کې فکرونه ورغوو اودا کار دهرچا په توان پوره ده هغه داسې چې زمونږ دښمن زمونږ په واسطه دا کار په مخ بيایي نو آيا مونږ نشو کولی چي په خپله او دخپلې ټولنې دپرمختګ لپاره یې ترسره کړو او دخپلو مشرانو په څير دخپل راروان نسل لپاره په علمی،سياسی او نورو ډګرونو کی دپرمختګ ښه مثالونه جوړ شو پداسې ډول چې په راتلونکی کې یې هغوۍ هم له مونږ څخه زده کړی
داچی زمونږ دښمن له پیړيو وروسته اوس په دې فکر ده چی څنګه زمونږ نړيوال وجود وګواښی نو مونږ بايد خپل وحدت تضمين کړو، ټول سخت پړاوونه وزغمو، پريوبل باور اوحوصله له لاسه ورنکړو ځکه تيروتنه دانسانيت پيلامه ده خو زغم او بښنه بیا دعقل له څښتنانو نه یوه غوښته ده ، که تاریخ وګورو نو زمونږ په ټولو تاریخي بریاوو کی له همدې مثبتو تجربو څخه ګټه اخیستل شوې ، بريالی يواځې تجربه لرونکی دی او هرملت چې دخپلو با احساسه مشرانو په پله پل ايښی ډير ژر یې نتيجه چی پرمختګ،نوښت او بريا ده لاسته راوړې.

داسلامی امت دبريا په هيله…

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د