نړۍ

فلسطین: اوه اسرائیلیان وژل شوي، لس ټپيان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د فلسطین د نابلس ښار جنوبي برخه کې د اسرائیلو یو مسافر وړونکی بس اوښتی چې له امله یې لږ تر لږه اوه تنه یهودان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.

ویل کیږي چې په ټپيانو کې ددوه تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

پيښه نن د جمعې په ورځ سهار هغه مهال را منځته شوه کله چې د یهودانو مسافر وړونکی بس د اللبن الشرقیه په نامه سیمه کې په یوه ژوره کنده کې وغورځېد.

ویل کیږي چې وژل شوي کسان د فلسطین په غربي تړانګه کې د هغو میشت ځایونو اوسیدونکي دي چې اسرائیلي حکومت د فلسطینیانو پر ځمکو جوړ کړي دي.

تر اوسه د پيښې دقیق لامل نه دی په ګوته شوی خو ویل کیږي چې پېښه کیدای شي د بارانونو د اورښت او ګردونو له امله را منځته شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x