پولیس پر نيول شوي کس خولې لګوي.

دکندهار دامنیت په اړه اندېښنې

ساجد ستاینوال

وروسته تر هغه چي دقندهار امنیه قومندان عبدالرارزق اڅګزی دامنیت په تامین کي دخلګو په ښه تشویق خورا ښه بدرګه سو بیخي د ډېرو خلکو پام ور واوښتی او تر ډېره بریده حالاتو هم ښووله چي ګني دنورو ولایاتو په پر تله په دې ښار کي دجنګ پيښي، غلاوي او وژني کم رنګه ښکاري.

دې حالاتو دتجارت پیشه خلکو چي غلاوي یې نه خوښيږي، جنګونه ا وژني یې له پامه ښې نه بريښي د عبدالرازق اڅګزي سره مینه پیدا کړه او دکندهار امنیت یې مثالي امنیت وباله.

له بله پلوه دډېرو پر دې باور وو چي قومندان صاحب دیوه خاص تکتیک او مېړاني په مټ کولای سي چي هره نا امنه سیمه قابو کړای سي همدا لامل وو چي ده به کله نا کله د واکمنانو څخه و ځینو سیمو ته دجنګ دمهارولو لپاره دتګ غوښتنه کول او کله ناکله به سیمو ته لېږدول کېدئ که څه هم دهغو سیمو پایلي خو به ښې څرګندي نه وي البته خلکو به ښه باله بالاخره دځینو په اند عبدالرارزق اڅګزی یو هیوادپال، ملت او بهادر انسان ګڼل کېدئ.

په تاسف باید ووایم چي ځیني پیښې رامنځته سوې چي اوس یې دخلکو خورا ژوري انديښې را پورته کړي دي:

۱: یو کال وړاندي دقندهار دوالي همایون عزیزي او دده په منځ کي پر ګمرکي عوایدو باندي یو لړ شخړي رامنځته سوې، همایون عزیزي دپلازميني دهیئت په ملتیا باندي دقندهار او بولدک لویه لار وڅارل، وې موندل چي په سلو کي اویا سلنه موټران بې محصوله تیریږي او پیسې یې دعبدالرازق د ورور تادین جیب ته ځي چي دهیئت په وینا شاوخوا درې سوه زره امریکايي ډالر هره ورځ محصول دمرکز پر ځای باندي دعبدالرازق خان حساب ته ځي. همایون عزیزي چي خپلو جدي کړنو ته دوام ورکړ، عبدالرازق خان سخت عکس العمل وښووی دعزیزي ټول هیئت یې بندیان کړل او ده یې داخطارونو سختي ګوت څنډني وکړې.

عزیزي چي دمرکز چارواکي په جریان کي کړل دمرکز جواب هم عوامو خلکو ښه څرګند نه وو خلکو دشنونکو په حواله چي مرکز دپاڼ او پړانګ تر منځ سو دیوې خوا دومره اختلاس ورته دزغملو نه وو او نه یې هم ملت ددومره اختلاس په قانوني ګڼلو کي جواب ویلای سوای او دبله اړخه یې دقندهار دامنیت څخه یې خورا ترخې خاطرې درلودې نو بیا دا ښه وګڼل چي دقندهار امنیت ساتل به ددومره اختلاس په بیه رانیسي ولي چي معادلي لار یې نه ورته درلوده او دفي الحال لپاره یې همدا فیصله ددولت په ګټه ګڼل.

که څه هم ددومره پیسو اختلاس خبره دومره عامه او دشکه ووتل چي هر فرد ورباندي خبر سو، آن تردې چي ځینو به ویل چي دا اختلاس دي نوشجان سي امنیت خو یې تامین کړی دئ البته دا به هغو کسانو ویل چي په دې اختلاس کي ګټي وي لکه ځیني تجاران چي ددې لاري به یې غیرقانوني توکي واردول او یا هم دولتي کارمندان چي دعبدالرازق خان په وجود کي دځان دمرګ ګواښ جدي ګاڼه. ځینو به بیا ویل چي عبدالرازق خان خو ښه امنیت راوستلی دئ خو چي دپیسو امنیت یې هم راوستلی وای نو بیا یې همت بیخي دستایلو وو.

ځینو به بیا ویل چي موږ خو عام خلک یو زموږ سره دچا څه دي دا پیسې دي دولت ته ورکړي چي موږ ته برق په راولي، موږ ته سړک او پولچک په جوړ کړي، کار دي راته پیدا کړي موږ ته ځان دلوږي څخه ژغورل مهم دي.

البته کوم کسان چي د نظر څښتنان وه هغوی ته ژور فکرونه پیدا کېدل او سقراط دا پارموله یې د ځان سره دیکلومه کول:

دهیواد مینه تجزیه نه قبلوي، دهیواد له هري زاويې سره چي دي خیانت وکړ د ټول هیواد سره خیانت دئ او ته خائن یې.

داچي عبدالرازق اڅګزی دهیواد په مالیاتي نظام کي دومره دپیسو غرونه په بډوه وهي لازمي خبره ده چي دامنیت په اړخ کی هم ریشتین نه دئ.

بیا هم دخلکو ورباندي پوره بدګوماني نه وه دوخت په تېرېدو سره یوې بلي بلا د تور تلک څخه سرا راښکار کړ هغه داچي:

۲: په ډېر وحشت سره دقندهار دشریف ملت خلک ورکېدل او بیا یې مړي پیدا کېدل آن تردې چي هیڅ داسي ناحیه به نه وه چي یوه اونۍ دي هم د ورکېدو څخه خلاصه سوې وي. په لومړیو کي دا لړۍ روانه وه خو لږ ګونګه غوندي وه دزیاتو به دا ګومان وو چي ممکن واجب القتل کسان وي دولت وژلي وي، ممکن شخصي دښمني ولري ، ممکن اختطاف وي دپیسو دنه ورکړي په وجه تر قتله رسېدلي وي خو دا سلسله بیخي مخ په وړاندي ولاړل ورځ تر بلي ګرمېدل ان تردې چي دخلکو ږغ یې راپورته کړ، په ځینو ناحیو کي دپردې تر شا مجلسونه وسول څو دعبدالرازق اڅګزی پر ضد پراخ لاریونونه وکړي، ځیني ځایونه خلکو خپل روابط په کار واچول څو تر مرکزه خبره ورسوي لنډه داچي په مرکز د دولت د ټول هیواد په کچه امنیتي شورا دعبدالرازق کړني نا قونه وښوولي خو دده دژورو روابطو په وجه باندي یې په ضد اقدامات نه وسوه.

دغسي کارونو دويښو مبصرینو اندېښنې نوري هم زیاتي کړي او خپل مخته یې دامنیت تعریف کښېښووی چي امنیت یعني څه؟

امنیت معنا د وینو تویولو مخ نیوی.

که وکتل سي په یوه کال کي تر هغه دوه چنده زیات خلک په نامعلوم برخلیک وژل سوی دي چي په هغو وختو کي وژل کېدل کوم چي ورته خلکو نا امنه وختونه ویل.
دا حقیقت پخوانیو مجاهدینو هم درک کړ، کوم چي اوس په دولت کي دي او یا هم یوازي دقومونو مشرتوب کوي ، عبدالرازق اڅګزی به یې کله ناکله دداسي کړنو څخه منع کاوه خو ده به یې هیڅ خبره نه منل اخر خبره تر اخطارونو ورسېدل دملانقیب الله اخند زوی ملاکریم الله اخند وعبدالرازق خان ته په یوه مجلس کي دځینو مړو دموندلو په وخت کي وویل: عبدالرازق خانه! که امنیت به وژنو راتلای نو نور محمد ترکي بیخي ډېر مړي وکړل هدف ته نه ورسېد، ددې ملت د وینو تویولو څخه لاس واخله نور ددې ملت ویني مه تویوه.

دخلکو همدغه خوابدۍ دبی بی سي یو خبریال دې ته اړ کړ څو قندهار ته راسي او دقندهار پر امنیت باندي رپوټ جوړ دهغه رپوټ نوم وو: دقندهار ا منیت په کومه بیه؟

خبریال په دغه لیکنه کي ویلي دي چي دقندهار امنیت دتوپک په زور او د ولس په ناخوښئ دئ ځکه که ولس خوښ وي نو بیا په هره کوڅه کي دټانګ درولو څه اړتیا وي.

۳:دریمه خبره لا داده چي دقندهار هم سرحده ولایتونه دطالبانو دخورا سختي مقابلې سره مخ سوه چي په مخ نیوي کي یې عبدالرازق خان خورا زیاتي هڅي وکړې خو اخر یې اعلان وکړ، چي ولس مشر دي نور ما ددې جکړو دمهارولو لپاره نه لېږې دا جګړې نوري تر مهارېدو وتلي دي، ده خو په ښکاره دا بهانه کول چي پر ما ناوخته ږغ سوی دئ هغه وخت زه بلل سوی یم چي اوبه تر ورخ تیري وي خو شنونکو ته یې ځکه اندیښنې پیدا کړي چي په هغو ولایتونو کي دطالبانو په مقابل کي هر ډول قوت وکارول سو نتیجه یې ور نه کړل نو دطالبانو هغه قوت کي پر قندهار مسلط سي دلته به هم نور دعبدالرازق خان برم ته دپای ټکي کښيږدي.

والله اعلم

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

دقندهار امنیه قومنداعبدالرازق خان ته زمامشوره: الله په قرآن کی فرمایی:الشیطن یعد کم الفقرویامرکم بالفحشآء.ج والله یعد کم مغفرتً منه وفضلاً.ط والله واسع علیم.۲۶۸لاصلی ۲(البقره ۲۶۸)معنی:شیطان وعده کوی ستاسوسره دلاس تنګتیا او حکم کوی تاسوته د بی حیایۍ اوالله وعده کوی ستاسوسره د بخښنی اوفضل اوالله د پراخۍ خاوند پوه دۍ. بیا الله فرمایی:قل لوانتم تملکون خزآءن رحمت ربی اذًالامسکتم خشیت الانفاق.ط وکان الانسان قتورآ.ع۱۰۰— معنی:وه وایه که چیری وۍ تاسومالکان دخزانو د رحمت زمادرب دغه وخت به ضرورمنع کولوله ویری نه دخرڅ کیدواودۍ انسان ډیرزړه تنګۍ. الله فرمایی:انمآ اموالکم واولادکم فتنه.ط ولله عنده اجرعظیم.۱۵—۶۴(التغابن ۱۵)معنی:بیشکه ستاسومالونه او ستاسواولادونه ازمویښت… نور لوستل »