ټرمپ: افغان او پاکستاني وګړو سره به د ویزې په اجراءاتو کې سخت چلند کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لومړني تلویزوني مرکه کې خپل د وروستیو پلانونو او فرمانونو څخه دفاع کړې ده.

ټاکل شوې وه چې نوموړی به د اوه هیوادونو د وګړو د هجرت پر ضد یو فرمان لاسلیکوي ، خو د زیاتو احتجاجونو او لاریونونه له امله داسي برېښي چې تر یو څه وخته به لا انتظار وکړي.

په دغه هیوادونو کې افغانستان او پاکستان نه وه، بلکي سوریه، عراق، ایران، لیبیا، سومالیه، سوډان او یمن شامل دي.

باید وویل شي چې د ارګ ویاند چخانسوري وړمه ورځ وویل چې د ټرمپ په لیست کې افغانستان نه دی شامل، خو کله چې د فوکس نیوز خبریال د ټرمپ څخه پوښتنه وکړه: افغانستان، پاکستان او سعودي ولي د نوموړي د بندیزونو په لیست کې نه دي شامل؟

ټرمپ وویل: مونږ به د پاکستان او افغانستان د وګړو په شمول له ټولو «مسلمانانو» سره سخت چلند کوو، که مونږ پر یو چا ډېر معمولي شک هم ولرو، هغه ته به په خپل هیواد کې د استوګني اجازه ور نه کړو.

کله چې د نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې تاسو به د خپل کمپاین هغه وعده پوره کوئ چې امریکا ته به د مسلمانانو پر داخله بندیز لګیږي.

نوموړي وویل، نه داسي نه ده، مونږ به د هغو هیوادونو پر اتباعو بندیز ولګوو چې تروریزم په کښې ډېر دی، .. له دغه هیوادونو څخه چې مونږ ته خلک راځي، مونږ ته ډیري ستونزي جوړوي.

او زیاته یې کړه: اوس مهال امریکا ته د هغوی تګ راتګ ډېر اسانه دی، مونږ به یې ډېر سخت کړو، ډېر زیات سخت.

باید وویل شي چې اوس هم امریکا یو له هغو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چې مسلمانانو ته ویزه په اسانۍ نه ورکوي، بلکي د مکررو مرکو سربېره د مراجعینو ټوله تاریچه پلټل کیږي، حتي د ټولنیزو شبکو اکاونټونو پلټنې هم د ویزې د اجراءاتو یوه برخه ګرځېدلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د