پوتین څومره دولتمند دی؟ – انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د کې جي بي پخوانی غړی او د روسیې اوسنی ولسمشر پوتین په اړه ډول ډول خبري کیږي، له هغه وروسته چې نوموړي روسیه یو ځل بیا په نړیواله سطحه په سیاسي او نظامي ډګر کې را مخته کړې، د نوموړي د سیاستونو او راتلونکو پلانونو په اړه ډیرې تبصرې کیږي، خو دا چي هغه به څومره دولتمند وي، په اړه یې د ډیرو خلکو سره تجسس دی او خپله پوتین هم غواړي چې د خپل ثروت په اړه خلک همداسي په تجسس کې وساتي.

د امریکې ټایمز مجلې په دې اړه په یوه راپور کې لیکلی: «ویل کیږي مال، قوت دی، داسي ښکاري چې پوتین به زیات قوت لري، خو څومره؟ په اړه یې هغه خپله هم له څه ویلو ډډه کوي.»
مجله وايي چې د سی آی ای او نړیوالو استخباراتو ډیری منسوبین په دې لټه کې دی چې د پوتین اصل ملکیتونه او د هغه د ثروت اندازه مالومه کړي خو د کې جي بي پخوانی غړی هم تر هغو کم نه دی، خپل مالي حسابونه یې په داسي پيچلې انداز پټ کړي چې د هر څه پلټلو وروسته درک نه لګیږي چې د څومره مال خاوند دی او په کومو شرکتونو کې برخي لری.

د کرملین یو پخوانی سلاکار چې اوس له روسیې څخه تښتېدلی، په ۲۰۰۷ کې ویلي وه چې پوتین لږ تر لږه د ۴۰ ملیارده ډالرو خاوند دی، که چیري دا رشتیا وي نو نوموړی به د نړۍ په سطحه د لومړیو لس دولتمندو کسانو څخه وي.

خو فوربس مجله چې د دولتمندو کسانو نوملړ ترتیبوي او د هغوی پرمختګ او شاتګ تعقیبوي، د پوتین نوم په خپل نوملړ کې نه دی شامل کړی ځکه چې وایی دوی سره د هغه د دولت په اړه شواهد په لاس کې نشته.

د مجلې د سرچینو سره سم پوتین په ډیرو نفطي شرکتونو کې برخه لري، چې د هغو څخه د «سورجوت» په نامه شرکت ۳۷مه برخه د نوموړي بلل کیږی، او همداسي د «ګازپروم» شرکت ۴.۵ سلنه نوموړي ته منسوبیږي، د «Gunvor» په نامه استثماري شرکت زیاته برخه هم د نوموړي بلل کیږی.

د ټایمز مجلې سرچینې د کرملین پخواني سلاکار «بیلکوسفي» په ۲۰۰۷ کې ویلي وه: پوتین «اقلا ۴۰ ملیارده ډالره» ملکیتونه لري، خو کره شمېره یې معلومول ناممکن دی، ډیر شرکتونه لري چې زه یې په اړه معلومات نه لرم.

د «Gunvor» شرکت د پوتین د برخي څخه انکار کړی خو بیا هم د امریکې له لوري پر دغه شرکت اقتصادي بندیز لګېدلی دی، همدې شرکت په کال ۲۰۱۲ کې اعلان کړی وو چې په دغه کال کې یې ۹۳ ملیارده ډالر خالص عواید لرل.

سرچینې په کال ۲۰۱۲ کې د پوتین د دولت اندازه ۷۰ ملیارده ته پورته کړه، او ادعا یې وکړه چې د پوتین د دولت په اړه یې په ځینو شرکتونو کې د خپلو پټو سرچینو څخه تازه معلومات تر لاسه کړي دي.

د ټایمز مجلې په وینا په دې حساب پوتین په دولتمندۍ کې د نړۍ دولتمند شخص د مایکروسوفټ کمپنۍ مالک «بیل ګیتس» ته ډېر نیژدې دی، ځکه چې د هغه د ثروت ټول ملکیت ۸۴ ملیارده ډالر بلل کیږي.

د پوتین یو شمېر مخالفین په دې اند دي چې هغه د نړۍ په سطحه دولتمند شخص دی او د هغه د دولت اندازه یې ۲۰۰ ملیارده ښودلې ده، خو مجله وایی چې کیدای شي دغه کسان د مبالغې څخه کار اخلي.

Putin’s palace on the Black Sea.

د مجلې په وینا ددې ټولو سربېره چې پوتین خپل ملکیتونه پټ کړي دي، هغه یو لړ ښکاره ملکیتونه هم لري چې په هغو کې پر تور سمندر باندي د نوموړي یو قصر دی چې اقلا یو ملیارد ډالر قیمت لري.

ددغه قصر په اړه ځیني معلومات مخکې بي بي سي هم نشر کړي چې په هغه کې ویل شوي چې دغه قصر پر پخواني روسي طرز معماري باندي جوړ شوي، ۳ هلیکوپټر الوتکو د ناستې لپاره ځای لري، خصوصی مسرح لري او په ځانګړي ډول د پوتین لپاره جوړ شوی.

د ټایمز په وینا دغه قصر د روسي دولتمندو کسانو له لوری په ګډه مالي همکاري جوړ شوی.

The yacht ‘Graceful’ of Russian President Vladimir Putin is mooored at the port of Sochi, Russia, 13 July 2015.

ټایمز مجله همداراز وايي چې پوتین ورته ۲۰ قصرونه نور لري، څلور سمندري بیړۍ (یختونه) لري، ۵۸ الوتکي لري، او د ۴۰۰ زره یورو ملکیت ساعتونه لري.

پوتین د بلومبرګ په نامه اقتصادي رسنۍ ته د خپل ملکیتونو په اړه وویل: دا ټولې هسي خبرې دی، بې ځایه، هیڅ د بحث وړ نه دي.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    په کمونستی هیوادو کی چه چاته د شخصی بزنس او ملکیت لرلو جواز نه وو یو میلون ډالر جوړول او ساتل هم که دغلا له لیاری نه وی هم ستونزمنه ده ، به داسی حال کی چه د پوتین سرمایه د پورته لیکنی له مخی دوه سوه بیلونو ته رسیږی او دا هم اټکلی ده کیدی تر دی څو ځلی زیاته وی ، دا یی له کومه کړه؟
    دا سرمیایه یی له هماغه وخت چه د کا چی بی ریس وو د سی ای ای له خوا تر لاسه کوله ، ګورباچوف ، ولیتسن او داسی نورو ته یی دغه په بیلونو ډالری د سی ای ای له بودیچی څخه ورکولی چه په واسطه یی نه یواځی د کمونیزم تخته نسکوره بلکه پوتین پری د دری لسیزو د پاره روسیه کی باچا او تر دی کچی لا سرمایدار شو جه اوس یی ترمپ هم په بیه رانیولی یعنی له دی وروسته به پوتین د سی ای ای مشران په بیه رانیسی او د خپلو ګټو د پاره به یی کاروی . هغه کار چه دالر کوی مرمی یی نه شی کولای په دی شرط چه په شو پلانو وکارول شی په افغانستان کی هم دغه د ډالرو جنګ دی ټول اخوانیان تعقیم او له اسلامه جلا کړل

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.