د پردېسۍ تروږمې – د جمال ناصر د شعرونو ټولګه چاپ شوه

da_pardesy_trozmayخپلې خبري

د پرديسۍ تروږمي د شعرونو هغه  ټولګه ده چې ما په ډېره خوارۍ په هغو سفرونو كې ليكلي ده چې هغه  سفرونه به يوازې او يوازې يو افغان وكولاى شي او بس.

د پرديسۍ په هره شيبه كې  دا شعر  زما ملګرى پاتې شوى دى، زما ملتيا يې كړې ده او ما ته ېې حوصله راكړې ده، زه يې خندولى او ژړولى يم.

زما د سفر يو ملګري به راته تل  ويل چې پر ما غم راشي؛ نو ژاړم تر څومې زړه يخ شي او يا نږدې دوست ته د زړه كڅوړه خلاصوم، تر څو مې زړه له غمونو الك (سپك) شي، هو، هماغه خبره ده، ما تل خپل دوست ته د زړه حال ويلى دى، تل يې زما ملتيا كړې ده، زه هيڅ كله يوازې نه يم پاتې شوى، ما ډېر نږدې ملګرى لرلى دى، ددې نږدې ملګرتيا ثبوت يوزاې د پرديسۍ تروږمي كولاى شي او ځكه ما دې ټولګې ته د پرديسۍ تروږمي نوم وركړ، هغه څه چې پر ما په پرديسۍ كې راغلي، تيرشوي دي دا د هغو ګلونو انځور دى چې څه پكې مسكي او څه پكې مړاوې پراته دي،  ما په خپلو شعرونو كې هر وخت ګوتنيونې كړي دي، زما په اند دا ګوتنيوې ما ته پر ځاى ښكاري او دا زما باور ښيي.

ما يوازې او يوازې هغه څه ويلي دي چې ما ته حقيقت بريښيدلى.

ما د وطن د يتيم اوښكې انځور كړې دي، ما د وطن د كونډې زګېروي انځور كړي دي او ما د پنجابيانو په هجرو كې د وطن د پيغلو ناڅيدل انځور كړي دي.

د خپل وسه او هر څومره چې به شعر پر ما امر كولو ما هغه امر ته غاړه ايښې او منلى مې دى.

درنو لوستونكو! ما دا ټولګه په مسكوْ كې د چاپ لپاره وركړې وه؛ خو په نيمه لار كې رانه پاتې شوه او ونه توانيدم چې چاپ شي، د پرديسۍ تروږمي به ډيرې كمې، زياتې ولري، هيله ده  چې زما بښنه ومنۍ؛ ځكه چې دا زماد شعرونو اولينۍ ټولګه ده تاسو ته يې وړاندې كوم ،هيله ده چې تاسو يې په شوق ولولئ او خوښه موشي.

په پاى كې لـه احسان الله”مومند څخه يوه دنيا مننه چې له ماسره يې د دې ټولګې په چاپولوكې پوره لاس يووړ.

اصولي مشران دبل دي كه پوهيږم

ځكه نن زه په ملكونو سرګردان يم

په پښتني درنښت

“جمال ناصر “اصولي”



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.