افغانستان

رسنۍ باید واقعا ازادي وي، او باید با مسؤولیته راپورونه خپاره کړي – مجاهد

نن ټکی آسیا: نوموړي دا خبري د اسوشیټد پریس د یوه خبر په جواب کی هغه وخت وکړي کله چي هغوی د طالبانو په اړه د یو نا څرګندي سرچیني په قول خبرونه خپاره کړل، او وې ویل چی د طالبانو استازو په دبۍ کي د افغانستان د اوسني حکومت یا د کرزي د ادارې سره مخامخ خبري کړی، او څه توافق ته نه دي ورسره رسیدلی.

نوموړي د نړیوال امریکایي اژانس اسوشیټد پریس خبر په کلکو ټکو رد کړ، او زیاته یې کړه چي دا اوازې د دښمن له خوا یو تبلیغاتي کمپاین دی چي غواړي خپل شوم اهداف ځینی تر لاسه کړي.

مجاهد په ورته وخت کي د یاد اژانس څخه غوښتنه وکړه چي که په رشتیا مسؤول او بی طرفه اژانس وي، نو باید ددې خبر په اړه ددوی نظر هم په مسؤولانه توګه واخلي او بیا یی نشر کړي، او تنها د نا څرګندو او غیر معلومو سرچینو په قول خپل خبرونه تهیه نه کړي.

ذبیح الله مجاهد دغه خبري نن ټکی آسیا ته په یوه برېښنالیک کي را لیږلی، او زیاته کړې چي رسنۍ باید واقعا ازادي وي، د خپلواک او ارادې په اساس اصولي او با مسئولیته راپورونه خپاره کړي، نه داچې د استخباراتي کړيو سره د هغو د شوم فعاليت په کار کې لاس وکړي ، او که بیا هم داسي کوي، او د مجهول ادرسونو څخه د طالبانو رسمي نظر خپروي، نو بیا اسلامي امارت حق لري چي ددوی په وړاندي خپل قانوني اقدامات تر سره کړي.

باید وویل شي چي غربي او امریکايي رسنۍ اکثره د مجهول اشخاصو په وینا د طالبانو په اړه خبرونه ورکوي، چی طالبان یی بیا رسما ردولو ته اړ کیږي او په اړه یې خپل غبرګون ښکاره کوي، خو د طالبانو رد او غبرګون بیا څوک نه نشروي، چي په دې توګه غالب ګمان همدا کیږي چي دغه رسنۍ اصلا د یو کمپاین په صورت کی د طالبانو په ضد تبلیغات کوي، او د هغوی په اړه د امریکایانو تبلیغاتي ایجنډا پر مخ بیايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x