fbpx

کشمیر: د واوري ښوييدو له امله د هندوستان د وژل شویو عسکرو شمېر ۲۰ ته پورته سو

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د هندوستان د پوځي چارواکو په وینا نن د جمعې په ورځ په واوره کې د ښخ شویو هندي عسکرو څلور نور جسدونه را وایستل شول، چې په دې توګه د ټولو هندي پوځیانو د وژنو شمېر ۲۰ تنو ته پورته سو.

دوه جلا جلا پيښې وړمه شپه د هندي کشمېر په خوا کې را منځته شوي وې، چې په یوه پېښه کې په ګزمه بوخت یولس تنه عسکر هغه وخت تر واوري لاندي شوه کله چې د یوه غره څخه په زیاته کچه واوره پر سړک را وښویېدله.

د هندي پوځ ویاند له لوري په تازه ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې ددغه ګزمې ټول یولس تنه عسکر وژل شوي دي.

د پوځ ویاند راجیش کالیا چې تېره ورځ یې د اوه جسدونو موندلو خبر ورکړی وو، نن رسنیو ته وویل چې څلور نور جسدونه هم وموندل شول.

نوموړي تېره ورځ وویل چې په یوه بله پېښه کې د غره واورې پر یوه پوسته ور وښویېدلې چې له امله یې هلته هم ۳ تنه عسکر مړه او یو شمېر نور وژغورل شول.

هغه ویلي وه چې د یو شمېر ورکو عسکرو د جسدونو موندلو چارې ادامه لري.

باید وویل شي چې په کشمير کې هر کاله د ژمي په موسم کې د زیاتو واورو اوریدو او د غرونو څخه د واورو د ښویېدو له امله د هندوستان او پاکستان عسکر وژل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د