افغانستان

حکمتیار: پير سید احمد ګیلاني راته «ورور او د جهاد پلار» خطاب کړی وو (په مړینه یې د تسلیت پېغام)

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د پير سید احمد ګیلاني کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي او دعا یې کړې چې د هغه ځای دي په « با ایمانو مجاهدو مشرانو» ډک شي.

حکمتیار چې د ګیلاني په مشري کې د سولي شورا سره کامیابه مذاکرات وکړه او د حکومت سره یې د سولي تړون ته غاړه کښېښودله، د ګیلاني په اړه ویلي چې هغه خپل ملت او هیواد ته ژمن شخصیت وو، د افغانستان په قضیه کې يې مثبته او اغیزمنه ونډه وه، غوښتل یې جګړه او بې امنی پاي ته ورسیږي او په هیواد کې سوله تامین شي.

نوموړی وایی چې ګیلاني ماته د «ورور او د جهاد پلار» خطاب کړی وو. او ویلي وه که چیري د حزب اسلامي سره د سولي خبري بې نتیجې پاته شي، نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.

په دې اړه نن ټکي اسیا ته د حکمتیار له لوري رسیدلی پيغام په لاندي ډول دی:

د مرحوم پیر سید احمد گيلاني کورنۍ ته د محترم ورور حکمتیار د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

انا لله وانا الیه راجعون

محترم ورور سید حامد گیلاني! السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

ستاسو د محترم والد صاحب د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو درنې کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وړاندي کوم، الله تعالی دي ستاسو د محترم والد صاحب ټولي نېکي هيلي په دنیا او آخرت کي ترسره کړي، تاسوته دي اجر او صبر درکړي او د ده تش ځای دي په با ایمانو مجاهدو مشرانو ډک کړي.

یقیناً چي د ده په وفات سره افغان ولس یو داسي دروند مشر له لاسه ورکړ چي خپل ملت او هېواد ته ژمن وو، په قضایاوو کي ئې اغېزمنه او مثبته ونډه وه، غوښتل ئې جگړه او بې امني پای ته ورسېږي او په هېواد کي بشپړه او ډاډمنه سوله تامين شي.

زه په ځانگړې ټوگه ستاسو د مرحوم والد صاحب د څو پېرزوینو پوروړی یم: ما ته ئې د خپل ورور او د جهاد د پلار خطاب وکړ او وئې ویل: که له حزب اسلامي سره د سولي خبري بریالۍ نشي زه له خپلي دندي استعفا‌ء کوم. د ده د مخلصانه هڅو په نتیجه کي مذاکرات بریالي شول او معاهده لاسلیک شوه.

په الله تعالی مو سپارم.

په احترام

حکمتیار

دلوه ۱۳۹۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x