سویډن: درې افغان ځوانانو د ځان وژني هڅه کړې، یو مړ دوه روغتون ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۸، ۱۳۹۵ل): د سویډین په وینس ښار کې درې افغان ځوانانو تېره شپه پر یوه ځای د ځان وژني پرېکړه او هڅه کړې چې له امله یې یو ځوان مړ او دوه نور روغتون ته رسیدلي دي.

دغه ځوانانو کې چې تر اتلس کلنۍ يې عمرونه کم دی، د سویډن څخه د بیرته ډیپورټ (شړل) کېدلو او د نامعلوم برخلیک سره د مخکېدو له ویري یې ځان وژنه کړې.

د سویډن هیواد پریکړه کړې چې هغه ځوانان او افغان کډوال به بیرته خپل هیواد ته لیږي د چا چې د پناه اخیستلو غوښتني رد شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ددغه ځوانانو د پناه اخیستلو غوښتنې هم رد شوي وي او کنه.

له دغو درې کسانو څخه یو هم ۱۶ کلن ځوان «علي نوري» هزاره ځوان دی چې لومړی یې خپل د لاس رګونه پرې کړي او بیا یې په غاړه کې پړی اچولی او ځان یې په دار کړی دی.

دوه نور ماشومان چې «ایمل او میکایل» نومېدل، ژغورل شوي دي.

ویل کیږي چې یوه هلک تر ۳۰ زیاتي ګولۍ خوړلې او بل هم خپل د لاس رګ پرې کړی خو پر وخت ژغورل شوی دی.

ویل کیږي چې دغه ځوانان په یوه کمپ کې اوسېدل چیري چې د سویډن هیواد لږ عمر لرونکي کډوال ساتي.

باید وویل شي چې له کال ۲۰۱۵ څخه تر اوسه په سویډون کې ۱۶۳۰۰۰ کسانو پناه اخیستې، ځکه چې سویډن په پناه ورکولو کې د اروپا په سطحه معتدل هیواد بلل کیږي، خو په دې وروستیو کې د کډوالو له لوري را منځته شويو ځینو پيښو حکومت اړ کړی چې سخت چلند ته مخه کړي او د مهاجرینو په اړه قوانین سخت کړي.

په کال ۲۰۱۶ کې د سویډن پارلمان یو قانون تصویب کړ د کوم له امله چې به هغه کسان له هیواده شړل کیږي چې د پناه اخیستلو غوښتني یې رد شوي وي، د هغوی د استوګني او د مهاجرت ورځنۍ خرچه به هم باندي بندیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

د دوی قاتل اشغلګر ، او بیا دکابل غلامه ، فاسده او ناوړه اداره ده ، دغه بیچاره ګانو چه څه لرل هغه یی په لیارو کی ولګولی د سر په بیه یی ځانونه اروپایی هیوادو ته ورسول هلته هم ورپسی دغه خرډګ غنی دغه همجنسباز کمونست او سکولریست پلورل شوی ګیدړ غنی ورغی خپلو بادارانو ته یی وویل چه دوی هلته مه پریږدی واپس یی کړی چه عسکری ته یی ولیږی او دمظلوم اولس د وژلو د پاره تری کار واخلی ، تر دی چه خانوژنه یی خوښه کړه مګر د غنی له لاسه یی له خپل پلار او… نور لوستل »