شعـــــرونه

غزل/ هدایت الله طلحه

هدایت الله طلحه
تل د کار سړي زموږ تر دار رسي
ځکه هديرې مو تر بازار رسي

نه به وي ستړياوي ده سفر همېش
دغه تور ماښام به تر سهار رسي

د وينو جامونه تو يوي پر اور
درومي پر انګار سيده تر يار رسي

راشي پرې له هسګه ده ملکو ځل
په سپين دسمالو کې تر کتار رسي

مينه خليلي ده خليلي مسير
اور ته په خندا ځي تر ګلزار رسي

خال چې يې له وينو پر تندي اږدي
حورې د شهيد تر سور پرهار رسي

د عشق پر اسمان باندي ځلا شوله
ستوري ده الفت چې تر مدار رسي

د سر په بدله باندې لقاء غواړي
ختمې يې شېبې شوې تر ديدار رسي

ده بدرينو لور ته (هدايت طلحه)
راشه قافلې يي پر دي لار رسي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x