افغان زلمي ولې ويده شول!!!

 نقيب الله(احمدي)
ځوان په يوه ټولنه کې لکه د انسان په کالبد کې د زړه حيثيت لري, اوس که چيرې دا وړه برخه پليده او توره شي ټول بدن په رنځورۍ اخته کيږي, چې بيا ترې د هيڅ خير او ښېګڼې تمه نشي کيدای.

هو! هر کله چې يو څوک خپل غليم په ګونډو کول وغواړي, نو هغه ته په کار ده چې لومړی دې خپل دښمن اساس او هغه نقاط چې ده وربارندې اتکا کړې ده له مينځه يوسي, دلته هم ډاړونکو ځناورانو(يهودو) په اسلامي او افغاني ټولنه کې همدا معامله ترسره کړه او د هر څه دمخه يې زموږ په مرکزي نقطه چې هغه ځوان نسل دی بې رحمه بريدونه وکړل, د دوی اذهان او آيدلوژيګانې يې د مختلفو اسبابو په بديل کې د انزوا تر سرحده ورسولې او زموږ د ټولنې هغه د مګزيموم(اعظمي) قوې مهار يې په خپل لاس کې ونيو.

اوس چې دوی د ځوان کنترول خپل کړ او د ځوان قشر هغه د غيرت ولولې, چې د افغان رزمي تاريخ پرې منور او ډيوې يې تر اوسه بلې وې, د پطرولو پر ځای يې اوبه ورباندې تشې کړې, ترڅو دا حقپاله ډيوه او مشال مړه او د تل لپاره د اسارت حلقه د غاړکۍ په شان په غاړه ولري, دلته د مفتون صيب دا يو بيت ډېر ښه قاضي جوړيدای شي.

اې مفتـــــــونه تباهي او غـــــم خو دا ده
چې ضمير د بې غمۍ په خـــــوب ويده شي

زه په دې معتقد يم چې غربيانو له ډېرو څېړنو وروسته دې نتيجې ته ورسيدل چې ويسټرنايزيشن(د اسلامي نړۍ غربي کول) په مستقيم ډول مجال او ناشوني دي, بيا په داسې يوه قوم کې لکه افغان, چې تاريخ په دې ګواه او شاهد دی چې عزة النفس په افغانانو کې د نړۍ د نورو قومونو په پرتله په مراتبو لوړ دی, نو دا يوه بابېزه او لويه تېروتنه ده.

همدې ستونزو ته په کتو دوی هم مختلفې تګلارې پلي کړې ترڅو افغان ځوان نسل د نانځکې په ځېر د خپلو لوبو آله وګرځوي او د دوی هغه غره والی نيست او نابود کړي لکه: د فحاشي او عرياني لپاره زمينه برابرول, په نشه يي توکو د ځوان روږدي کول, د ځوان عقده من کيدل له ديني عالم سره, د ديني عالم انحصارول د جمات تر کونجه, د دين او سياست بيلوالی يو له بل څخه, د ديني او عصري علومو ترمنځ واټن رامنځته کول, د هلکانو او نجونو د تعليم او تحصيل مدغم کول……, دا هغه مغرضانه کړنې دي چې يهودو زموږ د ځوان نسل د بې لارې کولو لپاره په لار اچولې دي, ترڅو دغه طبقه د اصلي مرام څخه منحرف او د يوه وحشي ژوي په څېر ژوند کولو ته مجبور کړي.

ماهم همدې تشنجاتو او تاوتريخوالي ته په کتو دا وپتېله چې يو ځل بيا په ځوان نسل د قلم په ژبه غږ وکړم, ترڅو ډېر محتاط واوسي او د غرب د دغو دسايسو او لومې ښکار نشي.

يوازې د نبي عليه السلام دغه حديث ته وګوره او ځان د مادياتو لپاره مه قربانوه, هغه صلی الله عليه وسلم فرمايي: زما مدت سپينږو پرېښود, خو ځوانانو مې ملا وتړله.بس!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د