د غاښونو دښکلا يا cosmetic dentistry دڅانګي يوه مهيمه موضوع

ډاکټر سيف الله صمدي

وينيرز dental veneers څه ته وايي؟؟
وينير د پورسيلين يا کامپوزيټو څخه جوړ يوه نازکه طبقه ده چي دانسان دنوک په څير جوړښت لري چي دغاښ په څير طبعي رنګ لري.

وينيرزveneers ته کله ضرورت پيداکيږي؟؟
په هغه صورت کي چي غاښ درنګ شديد تغير ولري همدارنګه د مخکني غاښونو تر منځ فاصله يا gap موجوده وي او يا هم دغاښونو دقطار څخه کوم غاښ وتلي ياننوتي شکل ولري دوينير په واسطه دوباره طبعي او ښکلي حالت ته راځي .

مخکني غاښونه کوم چي په ښکلا کي زيات رول لري او تبسم په حالت کي ښکاره کيږي داډول پروسيجر ته زيات ضرورت لري کوم چي په جامعه کي دځينو مشکيلاتو سبب ګرځي دا په داسي حال کي چي ددي پروسيجر په واسطه دطبيعي غاښ تخريب ډير کم وي.

دوينيرز veneers ګټي څه دي؟
وينيرز غاښونه دروغو طبعي غاښو په څير خپل حالت ته راګرځوي او دنازکي طبقي په واسطه چي دغاښ سطحي ته وراغوستل کيږي غاښونو ته طبعي ښکلا ورکوي.

بله ګټه يي دا ده چي په وينير کي نسبتا نورو پروسيجرو ته دغاښ تخريب په زياته اندازه کم وي
همدارنګه ښکلا يي نسبتا نورو طريقو ته زياته وي.

دوينيرزveneers لپاره غاښ په څه ډول برابرو؟؟
دغاښ ځليدونکي يا داناميل برخه په کمه انازه يعني دوينير دضخامت په اندازه تراشل کيږي بيا وروسته وينير دغاښ په سطحه باندي کلکوو موضوعي بي هوښي يا انستيزي ته په هغه صورت کي ضرورت پيدا کيږي چي ناروغ ناراحته وي کنه په دي پروسيجر کي انستيزي ته په زياته اندازه ضرورت نه پيدا کيږي .
دوينير رنګ نسبتا ناروغ ته په کتو سره او دهغه دخوښي سره د shade guide په واسطه انتخاب شي ترڅو ښکلي طبيعت ځانته غوره کړي .

وينيرزveneers په څومره وخت کي تياريږي؟؟
که چيرته وينير د سراميک يا پورسيلين په شکل سره جوړ شي نو په دوه مرتبو کي يعني لمړي غاښ تيار شي قالب يي واخيستل شي بيا په دوهمه مرتبه کي فيټ يا نښلول کيږي، خو په کامپوزيټ شکل سره يي ټول کار په لمړي مرتبه کي خلاصيږي او ناروغ رخصتيږي .

دوينيرزveneersدوام څومره دي؟؟
وينيرز کيداي شي د زياتو کالو پوري دوام وکړي همدارنګه دکلکو يا سختو شيانو دماتيدو په صورت کي کيداي شي کومه ټوټه تري دطبيعي غاښ په څير ماته شي چي دوباره په اساني سره ترميم يا دزيات تخريب په صورت کي ورت بل وينير عوض شي .

يادونه: دکامپوزيټ نوعي وينيرز جوړولو لپاره مخصوص مواد استعماليږي کوم چي زيات روښانه او ځليدونکي خاصيت لري چي دپاليش کولو سره يي ښکلا ډيره زياتيږي.

په درنښت
داکتر سيف الله صمدي

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

واټر لیز Waterlase واټرلیز د غاښونو برقي ډجیتلي لایزري او خوارا ډیر پرمختللی اله ده، چې د غاښونو تراشول او تخریب شوو انساجو لري کول په دغه اله تر سره کېږي .او همدارنګه دخولې په مختلفو داخلي امراضو کې تري ګټه اخیستلي شو او د دغه آلي په واسطه چې مونږ کوم تداوي کوو د درد احساس هم مریض نه کوي، او هم انتانات نه انتقالیږي او په حقیقت کې انتانات هم لمنځه وړي. دغه اله هم یو ټچ سکرین درلودونکي ده چې په اوس ورځو کې یو تر ټول ښه اله د غاښونو په تداوي کې پیژندل شوي چې… نور لوستل »