tarbia

د شخصیت تعریف او پر هغه تاثیر کوونکي عوامل – دویمه برخه

دماشوم د شخصیت په جوړښت کي دکورنۍ رول:

دانسان په فکري اوعلمي روزنه کي چاپیریال لویه ونډه لري. داچه د ماشوم لپاره دژوندانه دنازکو شیبو دتیریدو ځاي کورنۍ ده او هغه ځوک چه د ماشوم لمړنۍ پیژندګلوي اوشناخت ورسره پیداکيږي دماشوم مور اوپلار دي.همدا مور اوپلاردي چه دماشوم پاکه او معصومه روح يي په واک او اختیار کي ده اودراتلونکي ژوند لاره يي ټاکي .

دماشوم لپاره دمور مینه اوخواخوږي کول په دنیا کي دلمړي قدم له ښوول کیدو وروسته هر څه دي، دخپلو ورپیښو مشکلاتو په وخت کي لکه لوږه،تنده،دیخن اودګرمي داحساس په وخت کي دمور دتوجه دجلبولو لپاره ژړاکوي ترڅومرسته ورسره وشي.که دماشوم دا انفعالي حالات درک نه شي اوخاص اهمیت ورنه کړل شي دماشوم دژوند پړاونه اودشخصیت په جوړښت کي داختلال اومتضرر کیدو سبب کیږي. ماشومان په یوکلنی کي زیات هڅاند اوحرکت کونکي وي،کوشش کوي ورته نیږدي هرشي ته لاس واچوي اوخولي ته يي یوسي چه داحرکات يي بي معني او بي موخي نه وي هغوي کوشش کوي ډیر څه وپیژني اوپه اړه يي معلومات پیدا کړي اوله دي حرکاتوڅخه خوند اخلي،که ماشومان له دي کړنو څخه په نامناسب ډول منعه شي او یا غوسه ورباندي وشي دماشوم په ذهن اواعصابو بدتاثیر لري اود شخصیت په جوړښت يي هم اغیزه کوي.د فروید په خبره داچه دانسان دبدن ظاهري جوړښت په یوه حالت نه پاتي کیږي همدا ډول باطني غوښتني اواړتیاوي بدلون کوي اوبدلیږي.

چه مندي اوپلرونه باید احتیاط اوباخبره واوسي اودهغوي د روزني لاري چاري اوزده کړي اوخپل مسئولیت وپیژني. امام ابن القیم رحمه الله وايي چه خداي (ج) پلرونو ته دبچو په هکله توصیه کړي وړاندي له دي چه بچوته د لوپلرونو په اړه توصیه وکړي (لاتقتلوا اولاده کم خشه املق نحن نرزقهم وایاکم ان قتلهم کان خطا کبیرآ) ژباړه: تاسو خپل اولادونه دلوږي له ویري مه وژنی مونږ هغوي اوتاسو ته روزي درکوه بیشکه چه دهغوي وژنه لویه ګناه ده. داولادونو دانحراف مسئولیت له نور چا وړاندي اسلام مور اوپلار ته ورکړی او ماشوم ته دسمي لاري ورښودل يي هغوي ته وردغاړي کړي. په افغاني ټولنه کي که له ماشوم اویا نوي ځوان ځخه غلطي کیږي اویا په قصدي ډول ناوړه کارتر سره کوي نولمړی ورته کورنۍ اوبیا ښوونکی یادول کیږي چه دا نودهغوي ګناه ده ،رښتیاهم تربل هرچا پلرونه اوښوونکي دي چه د ماشوم روزنه په غاړه لري .

پاکه،اصلاح اوسالمه ټولنه انسان ته دښه اونیک انسان کیدو زمینه برابروي،نیک اوصالح عمل ته يي چمتو کوي اوبرعکس خرابه اوفاسده ټولنه دانسان خیالات،فکر اواعمال خرابوي اود انحراف په لور يي بیايي. حضرت ابوهریره رضی الله عنه وايي چه رسول صل الله علیه وسلم وفرمایل :الرجل علی دین خلیله فلینظر احدکم من یخالل) الترمذې. ژباړه: انسان دخپل ملګري په دين وي ځکه نوتاسو هریوه ته غور اوفکر په کار ده چه دهغه دوستي اوملګرتیا له چاسره ده. که تخم په ځمکه کي وشندل شي اوښه پالنه يي وشي نوبي له شکه چه حال به يي هم ښه او مناسب وي. دماشوم په روزنه کي عالمانو دمور مسئولیت دپلار په نسبت زیات بللی دا ځکه چه مور د میړه په نسبت له ماشوم سره زیات وخت تیروي اوزیاته ورسره اوسیږي .که لیږ وړاندي نظر وکړو دماشوم روزنه اوتربیه له هغه وخته شروع کیږي چه نطفه یا زایګوټ نه وي تشکل شوی، هغه په د اساس چه بخاري له رسول صل الله علیه وسلم ځخه روایت کوي چه رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي دي چه که چیري یو دتاسو له خپلي ښځي سره دکوروالي کوی نودا دعا باید ووایاست:(الهم جنبنا الشیطان وجنب الشیطان ما رزقتنا)بخاري. ژباړه: ای خدایه مونږ دشیطان ځخه وساتي،اوهغه اولادچه مونږته يي راکوي هم دشیطان ځخه وساتي. که دوي ته په دي کوروالي سره خداي پاک اولاد ورکړي هيځکله به شیطان دي مولود ته ضرر ومه رسوي.نودا د ماشوم لپاره روحي روزنه دهچه دپیدا کیدو ځخه وړاندي ورکول کیږي چه روزنه يي په ځواني کي په شخصیت کي بنیادي اغیزه لري.اوبل دا چه دحدیث شریف دمصداق پر اساس هرماشوم په فطري ډول دي دنیا ته مسلمان راځي ولي دهغه مور اوپلار هغه یهودي اویا نصراني کوي،چه همدا دماشوم مسلمان پاتي کیدل اوموحد اوسیدل په ټولیزه توګه یوه فرد ته له نورو څخه بیلوالی اوجلاتوب ورکوي او(ټول مسلمانان سره وروڼه دي) په قطار کي راځي.

دنبوي سنتوسره سم والدین مسئولیت لري چه دنوي زیږیدلي ماشوم دپیدایښت نه وروسته لاندي نقطي په نظر کي ونیسي: » په ښي غوږ کي اذان اوپه چپ غوږ کي اقامت ویل. » ورته نيکه دعا کول اودسر دویښتانو خریل. » عقیقه کول(په اومه یا څوارلسمه اهلک دوه پسونه اودنجلۍ یوپسه حلالول. » ښه نوم ورباندي ښودل. » دهلک سونتول. چه دا دمندو اوپلرونو دیني اواسلامي مسئولیت ده.په طبعي ډولمندي اوپلرونه نه غواړي چه اولاد يي په ټولنه کي بي هویته اود منفي شخصیت لورونکی وي اویا دي په ټولنه کي داسي څه ترسره کړي چه دټولني داصولو،رواجونو اوفرنسپونو خلاف وي.ولي داسي ناخوالي،دشخصیت اوهویت اختلالات دبي پروايي اوناپوهي په پايلوکي رامنځ ته کیږي چه له یوي خوادخپلو ماشومانوشخصیت وژني او بیا کورنۍ اوټولني د فساد اوناخوالو په غمیزه اخته کوي. کله ناکله مندي اوپلرونه دماشومانو په وړاندي داسي ناوړ کړني ترسره کوي چه دماشوم په شخصیت،عاطفه اواخلاقو منفي اغیزه کوي ولي والدین داسي کړنو ته پاملرنه نه کوي.مندي اوپلرونه باید په دي وپوهیږي چه ددوي خبري کړه وړه دماشوم په شخصیت اغیزه لري.ماشومانو ته داسي خبري چه دهغوي د شخصیت دوژني اوسپکاوي سبب کیږي ونه شي،همدارنګه ماشومان دهمزولو اوملګرو په مخ کي توهین اوتحقیر نه شي.له ماشوم سره باید داسي ژمني وشي چه پوره کول يي مناسب وي اوکه ژمنه ورسره وشي باید ترسره شي ترځو ماشومان وعده ماتونکي اوووعده خلاف عادت نه شي.

ماشومانوته باید بي ځایه اوبي علته غوسه ونه شي اونه داچه غوسه باید رټل،ښځل اوتحقیرول وي بلکي د ماشوم لپاره غوسه هم باید د درس او روزني په ډول وي اوله هره کاره دمنعه کولو پرمهال دهغه کار ناوړه والی اوبدوالی وروښودل شي اوپه دي ډاډترلاسه کړي چه والدین یي هیڅ وخت نه غواړي چه دوي ته زیان اوتاوان ورسیږي اودا منعه کیده له هغوي سره دمیني پراساس کیږي نه دکیني اوبدګومان پراساس. دماشومانو پر وړاندي غوسه کیدل اوخپګان ښکاره کول په ماشومانوکي رواني ناروغي اوبـــي جراتــي راپیداکوي.که ماشومان کوم ناوړه کړنه ترسره کوي باید په نرمي او حوصله مندي سره له هغه کار ځخه منعه شي اوضررونه يي ورته وښودل شي. ماشومان باید د ښوکارونو دترسره کیـــدو په صـــورت کــي ونازول شي هغوي ته مادي ډالۍ لکه: کالي،کتابچه،دلوبوسامان اوداسي نور ځه ورکړل شـــي اویــــا په ښوالفاظو سره تشویق شي لکه :شاباس،ډیرښه،ته ډیرلایقه يي،ته ډیر هوښیار يي اوداسي نور. له ماشومانو سره دمیني کولو په برخه کي باید لاندي ټکي په نظر کي ونیول شي: ماشومان په درنونومونو یادول اوله هغوي سره لوبي کول چه هغوي خوند ورځخه واخلي اوپریږدی چه لوبه هغوي وګټي ترڅوپه ځان ډاډ اوباور پیداکړي،دکامیابي په خوند وپوهیږي اوله لوبي څخه خــــــوند واخلي.هم دارنګه دماشومانو ډیري وړي بریاوي اولاس ته راوړني هم بايد له یادهونه یستل شي اونه بي ارزښته وګڼل شي،دهغوي اودهغوي دملګرو اوهمزولو په مخ کي په مناسبه موقع اومناسبه اوندازه یادونه وشي چه دا هغوي ته د ښوکارونولپاره یوډول انګیزه،ستاینه اوسرلوړي ده.

ماشوم ته اویا دماشوم په مـخ کي دروغ ویل په اصل کي دا معنا لري چه ماشوم ته پخپل لاس ورښیو چه دروغویل کوم بدکاراوکړنه نده اوله خپله لاسه دروغ ورزده کوه.که یوه روغ ماشوم ته دغله،دروغجن،بيجرئته اوداسي نوري کلمـي وکاروه پخپل لاس به موهغه غل،دروغجن اوبیجرئته عادت کړی وي. ماشومان باید هیځکله هم ونـــه ویرول شي چه دا دماشوم ویرول دماشوم په ژوند بده اغیزه لري اوبیانه شي کولاي دډیرو وړو ستونـزو په وړاندي هم مقاومت وکړي اویادي په ځان کي په موجوده توانايي او ځواک باور ولري. ماشومان باید دسختیو سره مقابله کونکي وروزل شي اوپه دي باور پیدا کړي چه دژوند لاره په کړاونواو سختویو تیره شوي اوپه ژوند کي کامیابي اوناکامي دوه سره تړلي لاري دي.رسول صل الله علیه وســـلم فرمايي چه (ځانونه دعیش اونوش ځخه وژغوری،ځکه دالله (ج) بندګان تل په نعمتونوکي نه وي) امــــام احمد. دبشریت ستر لارښود نبي کریم صل الله علیه وسلم چه دجاهلیت په تیارويي علم اوپوهي روښـنايي خپره کړه اوانسان ته يي دانسانیت لاره وښودله دماشومانو دروزلو لپاره يي هم ارزښــــــــــتناکي لاري وښودلي،مندو اوپلرونو ته يي له ماشوم سره دمیني کولو،ناز ورکولو اوتربیه کولو لاره وښودله اوخــپله خو اه ماشومانوسره د ښي رويي اوخواخوږي یوه نمونه ده. احمد او نسايي رحمهم الله له شداد بن هاد رضی الله عنه څخه روایت کړی چه رسول صل الله علیه وسلم دماسپښین اويا مازدیګر په وخت کي لمونځ راکاوه او اوږده سجده يي وکړه،په ديوجه چه حسن دعالي رضی الله عنهم زوي راغی اوچه ويي لیدل چه رسول صل الله علیه وسلم په سجده پروت دی نو پرشايي ورسپور شو په دي خاطر چه حسن ته ضرر ونه رسیږي سجده يي وځنډوله. که له ماشومانو سره درسول الله (ص) دلارښووني سره سم چلند وشي،هغومره مینه ورکړل شــــــــــــي اواحساسات يي درک شي،څنګه به دماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کیږي؟همدا رنګه هغه څه چه دلاښي روزني لپاره په اسلام کي بیان شوي باید په پام کي ونیول شي .دنیک اولاد روزل اوتربیه کول هغه څه دي چه مور اوپلار ته يي په دنیا اواخیرت کي اجر اوثواب رسیږي اودوالدینولپاره جاري صدقه ده.

خوکه دماشومانو روزل اوتربیه په داسي ډول وشي چه هم دټولني اوهم دکورنۍ داوږو بار وګرځي،په ټولنه کي فساد خپروي اوداسلامي احکام څخه سرغړونکي لوي شي. خوکه دماشومانو تربیه اوروزنه په اصولي اومناسبه طریقه ونه شي،اویاهم په ماشوم دبعضي شیانو منل په تحملي ډول وي ماشوم سرکش اوفرمان نه منونکي عادت کیږي اونه غواړي چه په جبر اواوامر کولو سره دي څه اروښودل شي اویا دي ورزده کړل شي،چه انسان په طبعي ډول دالهي امر اوفرمان څخه پرته دبل چا امر او غوښتني نه قبلوي.په اوسني پیر کي داسي پلرونه هم شته چه اولادونه يي په لیدو او داواز په اوريدو د ډار اوویري احساس کوي،له هغوي څخه نفرت کوي او ورڅخه تښتي، داسي ماشومان چه دپلرونو د فطري مینې اومحبت څخه بي برخي شي په لوي والي کي هم دټولني د دستوراتو او اصولو څخه تیښته کوي اوپه ټولنیزو اړيکو کي هم اختلال لرونکي وي، دسپکاوي،په ځان دنه باور او دحقارت احساس کوي. اوبل دا چه هلکان په کوچني والي کي خپل پلار دخپلو کړنو اواعمالو دتقویت او ثات لپاره نمونه ټاکي اونجوني خپله مور دداسي اعمالو دتقویت لپاره نمونه ټاکي اوتقلید ورڅخه کوي. که مندي اوپلرونه دماشومانو عواطف اواحساسات درک کړي،اوله هغوي سره کافي مینه وکړي دشخصیت دنمګړتیاوو او دهویت داختلال څخه به خوندي وروزل شي.

ځني پلرونه که چيري اولادونه دلوبو په وخت اویاد ساعت تیري په وخت کي وویني په هغوي باندي غوسه کوي اورټي يي،دماشومانو لوبي اوساعت تیری ورته بي معنا ښکاري اود وخت ضایع کول ورته ښکاریږي، ولي هغه ماشومان چه دلوبو لپاره کافي وخت اودلوبو کولو مناسب ځاي ونه لري اوپه وجود کي جمعه شوي انرژي په وصرف ونه رسوي دهغو ماشومانو په نسبت چه هغوي دلوبو لپاره مناسب وخت اوځاي لري زیات شوخ،بي کنتروله اوسرکش وي، هغوي ته باید دذهني او استعدادي ځواک اوجسمي توانايي داندازي سره سم دلوبو اوساعت تیري لوازم برابر شي چه له ویوه لوري به يي جسمي روغتیا خپله کړي وي اوله بل لوري به يي دټولنیزو روابطو دټنګښت اوتنظیم چل زده کړی وي اوهم به د ذهني ودي او استعدادي ځواک دپیاوړتیا لپاره کار شوی وي. انسان چه د کوچنیتوب دژوند اثرات په لاشعور ذهن کي ځاي پرځاي وي،هغه د بلوغ په دوره کي واردواره رازيږي اودانسان دروغ فکر کولو مادي تخریبوي. داباید په یاد ولرل شي چه په لاشعور ذهن کي چه کومي خاطري اویادونه خوندي دي داله هغه وخته را پیل کیږي چه یوه مورماشوم ته شیدي ورکوي، داخاطري اویادونه چه په لاشعور کي ثبت وي شعوري فکرونه اوخوځښتونه دځان طابع کوي چه دایوه اروايي پیښه ده اوقدرتي راپیدا کیږي، د دي پیښو دثبت مخنیوی ناشونی ده ولي دا امکان لري چه دهماغه خاطرو اود ژوند دپیښو دجریان په برخه کي احتیاط وشي،له ماشومانو سره ښه چلند وشي،اودماشوم دشخصیت اوهویت په اړه فکر وشي.مندي اوپلرونه باید د خپلو اولادونو سره په مینه کولو کي له عدالت او انصاف څخه کار واخلي،دزوي اولور تر منځ اویا هم دمشر اوکشر اولاد تر منځ پرق ونه شي.

ډیری مندي اوپلرونه خپل یوه ماشوم ته دومره مینه اوناز ورکوي چه د دوهم ماشوم دنیا ته راتګ دهغه لپاره یوسرخوږی وي اود والدینو له میني څخه دبي برخي کیدو احساس کوي. ولي داسي مندي هم شته چه د دوهم ماشوم دنیا ته په راتګ سره له اولني ماشوم سره مینه،خواخوږي،ډاډ اوتصلي ورکول هرڅه له یاده باسي اوهرڅه دنوي پیداشوي ماشوم لپاره وقف کوي چه دا دماشومانو دناهیلي اوله والدینو سره دفطري میني اونیږدیوالي څخه دمحرومیت احساس ورته پیداکيږي . داسي ماشومان کوشش کوي له کور څخه بهر داسي څوک پیدا کړي چه دژوند شیبي خوشحاله اوپه ډاډه زړه ورسره تیري کړي، چه په دي برخه کي هم دالدین ځانونه بي مسئولیته احساسوي اودانه شي درک کولاي چه داولادونو سره دملګرو د ټاکني په برخه کي مرسته وکړي. پاتې لري…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د