مه خفه کېږه!   (۱۲۵)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د نېکمرغۍ توکي!

شکر ویستونکې زړه، صبر کوونکې بدن او ذکر کوونکې ژبه ده.
یو شاعر وایې: ( په همدغه شکر، ذکر او صبر کې نعمتونه هم شته او اجرونه هم. )
که د سعادت او نېکمرغۍ په اړه د ټولو عالمانو علم، د حکیمانو حکمت او د شاعرانو قصیدې درته راټولې کړای شي، تاته نېکمرغۍ نشي دربښلای، تر هغې چې د نېکمرغۍ په ترلاسه کولو کې له رښتیني عزم نه کار وانخلې.
د یوه بنده د سعادت له اسبابو څخه یو هم د راز خوندي ساتل او په ښه توګه د خپلو امورو تدبیر دی.
وایې چې یو کلیوال د لسو اشرفیو په بدل د یوه راز په خوندي ساتلو کې امانتکار و ګڼل شو، خو هغه راز یې هضم نشو کړای، د اشرفیو څښتن ته ورغی او نومړې اشرفۍ یې ورته بېرته واپس کړې، چې هغه راز رسوا کړي، ځکه چې د راز خوندي کول صبر او ثبات غواړي.

( لَا تَقْصُصْ رُؤْیَاکَ عَلَی اِخْوَتِکَ )
ژباړه: ( دا خوب دې خپلو وروڼو ته مه وایه. )

په یوه انسان کې د کمزورۍ ټکی همدا دی، چې خپل راز بل ته په ډاګه کوي، د خپل راز نورو ته ښکاره کول یوه پخوانۍ ناروغي ده.
الله تعالی ﷻ وایې:

( وَلْیَتَلَطَّفْ وَلَا یُشْعِرَنَّ بِکُمْ أَحَداً )
ژباړه: ( داسې نه وي، چې هغه څوک ستاسې له دلته استوګنې نه خبر کړي. )

#لاتحزن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د