شعـــــرونه

غزل/ محمد نعیم افغانزوی

محمد نعیم افغانزوی

ستـا دیـدن کړم چې خـمـار ځکـه زنګېږم
دې خـمـار کې شـوم بـهـار ځکه زنګېږم

ستـا په حسـن کې بـوستـان د ګلـو وینـم
ومـه دښت شـومـه ګلزار ځکـه زنګېږم

د سـکـروټو غېږ کې ویـنـم ګلـزارونـه
پـه دیـدار دې شـوم سرشار ځکه زنګېږم

تصـویـرونه دې پـه خیـال کې جـوړوم تـل
هـر تصـویـر شـي ګلـنګار ځکه زنګېږم

یو زَره غوندې کـه ځای راکړې په زړه کې
جوړوم به کې درسـت ښار ځکه زنګېږم

ستا دیـدار مې دې خزان مزاج ته ښه دی
پـرې سـدا يـم ګلـبهــار ځکـه زنګـېږم

بېګاه خوب کې مې ستا خوږ بشر لیدلی
شـو تعبیـر یې ستـا دیـدار ځکه زنګېږم

ستـا د میـنې دیـوان سـر تـه رسـوم زه
لا یې پـاتـه دې اشـعـار ځکـه زنګـېږم

زما رنځور زړه ته مرهم شو ستا دیدن نن
افـغـانزوی وم سخت بیمار ځکه زنګېږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x