ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه!   (۱۲۶)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ تر اجل د مخه، نه شې مړ کېدای!

﴿ فَإِذَا جَاء أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ ﴾
ژباړه: ( او کله چې د دوی د مرګ نېټه راورسېږي، نو بیا یوه ګړۍ هم وړاندې او وروسته کېدلای نشي. )

دغه مبارک ایت د هغو بې زړو خلکو لپاره تسلي او ډاډ دی، چې له مرګ نه مخکې څو څو ځله مري! دوی باید په دې وپوهېږي، چې مرګ په ټاکلې نېټه راځي، مخکې کېدل او وروسته کېدل پکې نشي رامنځته کېدلی.

﴿ وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ﴾
ژباړه: ( بیا ګوره، هغه د ځنکدن سلګۍ په حقه راغلې. )

په دې باید یقین او باور ولرو، چې له غیرالله سره تعلق بدمرغي ده.
الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ المُنتَصِرِينَ ﴾
ژباړه: ( له الله تعالی ﷻ پرته هېڅ کومه داسې ډله یې نه درلوده چې مرسته یې وکړي او هېڅ بری ور په برخه نشو. )

( سیر اعلام النبلاء ) په شلو ټوکونو کې د امام ذهبي رحمه الله یو شهکار کتاب دی، چې د پاچاهانو او امیرانو، وزیرانو او بډایانو، شاعرانو او عالمانو د حالاتو څخه یې پکې یادونه کړې، د دغه کتاب په لوستلو سره به ته له دوو حقیقتونو سره هرومرو مخامخ شې:
لومړنې حقیقت دا دی: چا چې د مال، اولاد، منصب او کار له امله د الله تعالی ﷻ پرځای له بل چا سره اړیکې ټینګې کړي، الله تعالی ﷻ به یې همغه ته وسپاري او دا به یې د بدمرغۍ ستر لامل وي.
الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ ﴾
ژباړه: ( دوی خلک له سمې لارې څخه را ایساروي او فکر کوي چې همدوی پرسمه لاره دي. )

فرعون او د هغه سلطنت، قارون او د هغه مال، امیه بن خلف او د هغه تجارت او ولید او د هغه زامن یې مالومې بېلګې دي.

﴿ ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيداً ﴾
ژباړه: ( پرېږده ما او هغه څوک چې ما هغه یوازې پیدا کړ. )

ابو جهل او د هغه جاه او جلال، ابو لهب او نسب یې او ابو مسلم او واکمني یې، متنبي او شهرت یې، حجاح او په ځمکه یې د هغه فساد او ابن الفرات او وزارت یې نورې بېلګې دي.

دویم حقیقت دا دی: چا چې پر الله تعالی ﷻ سره د عزت پلټنه وکړه او هغه ته د نېږدې کېدو په خاطر یې عمل وکړ، الله تعالی ﷻ به یې عزیز او سرلوړی کړي، که څه هم منصب او نسب، مال او عیال و نه لري، بلال رضی الله عنه او اذان، سلمان رضی الله عنه او اخرت، صهیب رضی الله عنه او قرباني یې، عطاء رحمه الله او علم یې ښکاره بېلګې دي.

﴿ وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُواْ السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللّهِ هِيَ الْعُلْيَا ﴾
ژباړه: ( او د کافرانو وینا یې ټیټه کړه او هماغه د الله تعالی ﷻ وینا لوړه ده. )

#لاتحزن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx