دیني، سیرت او تاریخ

په غسل کې د ویښتانو وینځل

احمدالله عاطفي
دحنفي فقي په بنأ مسلمانۍ بیبیانۍ د جنابت غسل په وخت کې باید ځانګړۍ پاملرنه ولري! که ویښتان ئې کوڅۍ یا اُبدل شوي وي ؟ اُوبه، به دویښتانو بیخو ته رسوي دکوڅیو اواوُبدل شویو ویښتانو سپړل ضروري نه دي، که ویښتان خلاص اویا سپړل شوي وي بیخ ته ئې اُوبه رسول او وینځل ئې ضروري دي،ځکه دسپړل شویو ویښتو ترمینځ اوبه رسول او وینځلو کې تکلیف نه وي.

دکوڅیو دنه سپړلو اسانتیا دښځولپاره دی نه دنارینه وو لپاره ،دنارینه ویښتانو وینځل او بیخو ته ئې اُبه رسول ضروري دي که کوڅۍ وي یا خلاص.

هغه ښخي چې کوڅۍ لري نه یواځې دهغه سپړلو ته ضرورت نشته بلکه خپله کوڅۍ لمدول هم لازم نه دي ،په دي خاطر چې دکوڅیو په لمدیدو ښځو ته تکلیف وي(صاحب هدایه،رحمه الله)

ږیره که ګڼه وي یا نګړۍ لمدول ئې لازمي دی او دجنابت په غسل کې بیخوته ئې اُوبه رسول هم ضروري دي،دګیرې وینځل او بیخوته ئې د اُبو په رسولو کې تکلیف نشته.

دکوڅیو په نه پرانستلو اتفاق
دجنابت غسل په اړوند دښځو دکوڅیو په نه پرانستلو دټولو(څلور واړو مذاهبو آیمه کرام، محدثین عضام او علماوو) اتفاق دی خو دحیض په غسل کې دکوڅیو په نه پرانستلو کې اختلاف…

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ(رضی الله عنها) قَالَتْ : قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنِّي امْرَأَةٌ أَشُدُّ ضَفْرَ رَأْسِي فَأَنْقُضُهُ لِغُسْلِ الْجَنَابَةِ، قَالَ(صلی الله علیه وسلم) : لَا إِنَّمَا يَكْفِيكِ أَنْ تَحْثِي عَلَى رَأْسِكِ ثَلَاثَ حَثَيَاتٍ ثُمَّ تُفِيضِينَ عَلَيْكِ الْمَاءَ فَتَطْهرِينَ.

وفي رواية مسند عبد ارزاق : فَأَنْقُضُهُ لِلْحَيْضَةِ وَالْجَنَابَةِ فَقَالَ: لَا…(سنن ترمذي،ابن ماجه،صحیح مسلم،نسائي،مسند حنبل و…)

ژباړه:حضرت اُم المومنین اُم سلمه(رضی الله عنها) نه روایت دي چې وائي:ما حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته عرض وکړ یارسول الله(صلی الله علیه وسلم)! زه داسۍ ښځه یم،چې دخپل سر ویښته کلک تړم( کوڅۍ کوم) ایا دجنابت غسل لپاره ئې پرانیزم؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائیل: نه، تاله همدومره کفایت کوي چې پخپل سر دري لپې اُوبه واچوۍ بیا پخپل ټول بدن اوبه تیرې کړه، ته پاکه شوې.

همدا مبارک حدیث بیلا بیلومحدثینواوامامانودعبارت په لږ توپیرروایت کړی،چې مسند عبدالرزاق په عبارت کې (الجنابة والحيضة؟) ذکرشوي دنورو ټولوعبارتونومعنی مرادیودی.

دمسند عبد الرزاق او ځینو نورو محدثینو په روایت شوي حدیث کې دجنابت او حیض په غسل کې دکوڅیو دنه پرانستلو وینا شوي،چې هیڅ ابهام نه لري،خو دیو شمیرنورو محدثینو په روایت کې داُم المومنین اُم سلمه(رضی الله عنها) حدیث کې یواځي دجنابت غسل په اړوند پوښتنه شوې او ځواب ور کړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x