واده

وادهله ښي لستوڼي راوتلى سپين تار يې چې سريې په تور چسپ (رابرټيپ) کې پټ وو، ورو په لستوڼي کې ننه يوست. په چپ لاس يې خرېيلې زنه وګروله، تر لستوڼي يې سور تار ښکاره شو. ژر يې لاس د پتلون په جېب کې ومانډه،  سترګې د سټېج خواته وازې پاتې شوې.

مايک ته دوه نفره ولاړوو، ده شاوخواوکتل، څلوروخواوو ته لرې اونږدې برګې درېشي لاس په ماشه ګرځېدې، په غونډه کې ټول خرېيلي مخونه، تنګ پتلونونه و، د انګريز توندې لهجې يې بيا سټېج ته پام ور واړاوه، جېب کې يې مبايل وغوريد، غوږ ته يې ونيو:
_:څه وايې؟
_:خداى دې خوارنه که ،څه شي ته ګورې؟کنه په ريموټ ګوته ږدم!
ويې خندل
_:بې غمه اوسه!
تليفون يې بندکړ، ښي لوري ته يې په مسکا وکتل، د غونډې ترخېمې د باندې، لرې دمخامخ هوټل په کړکۍ کې حماس ښکارېده.
ده په ښي لستوڼي کې ګوتې ووهلې، وروسته يې تورچسپ په چپ لاس کې سره وچرموړه، تربوټ يې لاندې کړ. سټېج ته يې وکتل، ژباړن وويل:دى وايې چې د پکتيکا ميلمه پال خلک بايد د يوه پاپ پردې کړنه، پر ټوله امريکا غوسه نه شي، دا د ټولې امريکا استازيتوب نه کوي. موږ ستاسې دين ته احترام لرو.
دى په ځاى کې سره وښورېد، دخپل کور تالاشي، د قرانونو غورځول، د امريکايي په غېږکې د ده د خور چيغې….تېزو چکچکو يې بيا سټېج ته پام کړ، امريکايي خندل، ژباړن بيا لاس د مننې په دود ښوراوه، ويې ويل:
_:وايي: زه د ياخېلو له غيرتمنوخلکومننه کوم، چې په خپلو محلي پوليسو يې زموږ ملاتړلې، د دوى غټه لاسته راوړنه د تېرکال دګناوې عمليات وو….
د صلاح الدين سترګې د ژباړن په خرېيلې خوله کې ګنډلې پاتې شوې:
_:کور رنګينو جامو پر سر اخېستى وو، پېغلوبه په سندروکې په وار وارصلاح الدين د مشر ورور نوم اخېست، ده ته به له هرې خوا غږونه راکېدل: مبارک! مبارک! اوس دې نوکه خير وو، وار دى، بس سبا ته دې په کوژده پسې ځو.
_:نه خيريوسئ، زه خو لا مړۍ پاپا بولم.
_:ته ځان مه کنجوه! زين الدين خو تر تا مشرو.؛
ويې خندل.
_:نه لالا خو زما ورورهم دى، پلارهم، مور هم. د ده واده مې د ژوند لوى ارمان وو.
يوه پاخه کليوال د مازيګر په لمر کې لاس په سترګوکېښود، پورته يې وکتل:
_:دغه کفار بيا ولې ګرځي؟
صلاح الدين په مسکا ورته وويل:
_:څه يې کوې، باري اکا! اوس خو ټول وطن….
ژېړ رنګين مازيګر د چورلکو پرلپسې ډزو په تورماښام واړاوه ، د ګناوې  په کلاوو کې کوکې شوې.
صلاح الدين سترګې پټې کړې، تر داوړو لستوڼو يې تارونه را وايستل، د سټېج په خوايې تېزه ورمنډ کړه، د الله اکبر له چيغې سره د ولايت په منځ کې توره لوخړه پورته شوه، په لوخړه کې د خيمې او بدنونو ټوټې ځمکې ته په بېړه راکوزېدلې.
پاى
کور

لیکوال: دادمحمد ناوک

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د