ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (11) دکرې (Sphere)، قُطب (Pole) او مِحور (Axis) پيژندنه

مفتي احسان الله

کره (Sphere):

یو داسي سه بعدي (Three Dimensional) ګول جسم ته کره ویلکیږي، چې دهغې پر سطحه هره نقطه دمرکزي نقطې نه مساوي الفاصله وي، او هغې مرکزي نقطې ته دکرې مرکز وايې.

زمکه کرې ته ورته شکل لري، عین کره ندی، ځکه دقطبینو خوا ته دهګۍ پشان دی.

قطر:

ددایرې له مرکز نه تر محیط پوري خط یا فاصلې ته نصف قطر یا رداس(Radius)  ویلکیږي، او هغه خط چې ددایرې پر مرکز تیر شي، او دمحیط دوې نقطې سره وصل کړي، هغه ته قطر ویل کیږي، او قطر دایره همیشه پر دوو برابرو برخو وېشي.

قُطب (Pole):

دکرې پر محیط دوې داسي تر ټولو بعید ترین نقطو (Antipodes) ته قطبین ویلکیږي، چې کله کره پر خپل محور وڅرخي، هغه دواړي نقطې پر خپل ځای ساکني ولاړي وي.

دزمکي کره هم دوه قطبین لري، یو ته شمالي (North Pole) او بل ته جنوبي قطب (South Pole) وايې، له شماله تر جنوبه یا له یو قطب نه بیا تر بل قطب پوري داسي خط چې دکرې پر مرکز تير شي، هغه دزمکنۍ کرې قطر بولي، په دې نسبت چې کره محترکه کله پر خپل محور حرکت وکړي، په دې حالت کې دا قطر پر خپل ځای ساکن ولاړ وي، نو ځکه ورته محور واي.

مِحور (Axis):

کله چې کره پر خپل محور راګرزيدونکی حرکت وکړي، په دغه حال کې دکرې هغې برخي ته محور ویلکیږي، چې غیر متحرک او ساکن وي.

فایده:

زمکه کرې ته ورته شکل دی، عیني کره نه دی، ځکه زمکه پر خط استوا ډیره لویه دایره لري، او دقطبینو لور ته بیا دا دایره را کمیږي، یعني دزمکي استوائي قطر تر قطبي قطر 42.5 کم ستر دی، نو ویلای شو، چې دزمکي شکل دهګۍ او یا خټګي ته ورته دی.

پر کرې ددایرو قسمونه:

دایره عظیمه او دایره صغیره.

لویه دایره یا دایره عظیمه هغه دایرې ته ویلکیږي، چې دکرې او ددغې دایرې قطر سره مساوي وي، که دکرې قطر 100 سنټیمټره و، نو لازما به دلويې دایرې قطر هم همدومره وي، دایره عظیمه همیشه کره پر دوو برابرو برخو داسي تقسیمه وي، چې هره برخه يې نیمايې یا نصف کره جوړه وي.

او که ددایرې قطر دکرې تر قطر وړوکی وي، او یا کره پر دوو برابرو حصو تقسیم نه کړي، بلکې داسي يې تقسیم کړي، چې یوه برخه يې لویه او بله وړوکي وي، هغې ته دایره صغیره یا وړکي دایره ویلکیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x