طالبان د ښار پر دروازو – د الجزیرې فیلم / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۹، ۱۳۹۵ل):  د الجزیره انګریزي تلویزون له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه د امنیتي وضعیت په اړه تازه ویډیو خپره شوې چې لاندي يې کتلای شئ.

راپور وايي: پنځلس کاله وروسته د امریکايي ځواکونو پر لاس تر «شکست» وروسته طالبان یو ځل بیا په لویه او وېروونکې کچه ځمکي نیسي.

د هیواد پراخې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي، خو هغوی اوس د لښکرګاه ښار نیول د ځان لپاره یو زیری بللی دی، کوم چې د هیواد لپاره دروازه بلل کیږي او پر دغه دروازه کې ناسم روزل شوي او ناسم اکمال شوي عسکر د هغوی په لاره کې خنډ دي.

ایا هغوی به وکړای شي چې د ښار دفاع وکړي؟

د الجزیرې د ایسټ پروګرام جوړونکې هلمند ته د همدې پوښتنې د جوابولو لپاره تللي دي.

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button