پښــــتو ادب

دکتور لطیف بهاند: کاروان او چنار

چوپ شمه ، که ووايم چې دنگه ياره تاښيم

خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه معنى ؟
کاروان

په عربي اماراتو کې ، د کاروان او چنار د مشاعري په ویاړ

يارانو ، دوستانو راځئ ، نن به لږ ژورو خبرو ته ورتېر شو ، کېدای شي ، د چا خوښې شي ، که مو خوښې شوې ، وې ليکئ :

دوکتور لطیف بهاند – مسکو

پير محمد کاروان د تصويرونو له لارې ، کاروان د خيال په مرسته ، کاروان د تخيل او يا د کلموپه هنري کولوسره له ساده ژبې ښکلي افساني او يا کولي شو ووايو ان اسطورې جوړوي . داسې افسانې چې هغه د لوستونکو لپاره ، په يوې ښکلې او مينه ناک زيري راوړونکې تصوير بدلېږي . لوستونکي او اورېدونکي له دغه تصوير سره مينه پيدا کوى ، په هغه ميينېږي او کله کله خو له دېرې مينې نه د هغه لمانځنې ته اړوزي ، دا لاندنې بېلگې خو زموږ ددي خبرو ښه تائيد دي :

 

بلبلان مې اوس په سر کې ځالې نه کړي
اور مې واخيستو د بر کلي چنار يم
چې ديوان د بد رنگۍ راته گواښېږي
زه دښکليو ښاپېريو هغه ښار يم
ما چې سوځي خپل هډو کې يې ايره شي
خبردار ، زه د کابل د زړه ازار يم
٢٦٧-١
کاروان په خپلو شعرونو کې : کاروان ، سندره ، باگرام ، ځنگل ، ښاپيرۍ او چنار کلمې داسې نازولي ، چې هر يوه يې دده په جوړو شويو تصويرونو کې په ابدي معبدونو او ځانگړو بڼو په شعر او نوښت بدلې شو‌‌ دي .
د ليکنې په دې برخه کې به دده په شعر کې ، نه ، نه ، ښه به دا وي چې ووايو دده په ژوند کې د چنار د کلمې او له دې کلمې نه د جوړو شويو تصويرونو نندارې ته کينوو ، ورته ځير شو ، ورسره وغږېږو ، خوند ترې واخلو او پر ې وغږېږو .
زه داسې تصور کوم چې د کاروان لپاره چنار هم تر هرڅه نه د مخه مينه ده ، هغه هم انسانى مينه :
د کاروان دچنار د مينې دا لړۍ کولاي شو همداسې اوږده کړو ، خو دا خبره چې کاروان د خپلو خورا ښو ښو شعرونو يو نه هېرېدونکې ټولگۀ ” چنار خبرې کوي ” په نامه نومولې ، دا معنى لري چې چنار به کاروان ته څومره گران او تر کومې اندازې به هغه ده ته ارزښت وړ وي :

درې واړه پر ما ګران دي ، اول يار زما د کلي
چنار زما دکلي او کوکنار زما دکلي

۱۸۷ – ۲
هو ، هر څوک چې دا نوم اوري ، د کاروان خبره پوښتي : چنار څه معنى؟ یوه معنی خو يې کاروان مخکې وويله . بله پوښتنه دا چې چنار څنگه خبرې کوي ؟ ولې چنار؟ ولې نه ګلاب ؟ ولي نه ټول ځنگل او يوازې چنار؟ د چنار خبرې کوي ، تر خپرېدو وروسته خلکو له کاروانه ، دا پوښتنه دومره کړې ده چې دی ، دې ته اړ شوی ، هماغه مصرعه ووايو چې مخکې مو ياده کړه ، هغه دومره خوږه ده چې تکرار ته يې حسن تکرار وايو او ليکو:

چوپ شمه ، که ووايم چې دنگه ياره تاښيم
خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه معنى ؟

کاروان له چنار سره داسې د زړه خواله کوي لکه له رښتینی دنگه ياره سره . هغه ، له هغه سره خاندي ، هغه ، له هغه سره موسېږي ، هغه له هغه سره ژاړي ، چغې وهي ، نارې وهي ، له هغه سره غاړه په غاړه ټپې وايي ، هغه ته غزلې ليکي او کله لکه د بت په شان خاموش ورته ناست او د زړه راز ورسره کوي . په دې ټولو حالاتو کې د کاروان په زړه او ژبه کې ، د هغه په روح کې او د هغه په خيال کې يو پټ روح او روان په خوځون دى ، داسې روحي ارمان چې غواړي يو څه ووايي او يوه لوی ارمان ته نه يوازې ځان بلکې ټول ورسوي . دی دا ټولې خبرې د چنار له ژبې کوي او وايي :

چنار خبرې کوي

زه د بر کلي د گودر دغاړې
يو شين چنار وم ، چنار
هر مازديگر به راته سلو نجونو
په سرو منگلو سلامونه کول
سحر وختي به مستانه پېغلوټو
زما پر ټيټو او خورو څانگو اوبه شيندلې
زه به په ناز لکه خوب وړى زلمى
څه غلى ، غلى وبوږنيدم
له شينکي خوب نه په خندا ويښيدم
له ساړه باد سره به اخوا دې خوا
لکه د ټال زنگېدم
او د گودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا
په شنه گېډي گېډي کميس کې گډېدم گډېدم
کله ناکله مې په غلي ماښام
له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اورېده
لکه غوږونو به مې
د څانگو ، څانگو په لاسونو کې نيولې پاڼې
ما به د دوو مينو
د بڼو گانو هر يو رپ اوريده
بيا به مې باد ته ښورول

١٢٦-١

چنار ، د کاروان د ژوند ، دکاروان د ټولنې د بدمرغه ژوند او دده دلا نه ملت شويو خلکو د اورني ژوند خبرې دي . په دغه شعر کې دغه لاندې خبرې نه هېریدونکې دي:
له شينکي خوب نه د پېغلو په خندا ويښيدم
له ساړه باد سره به اخوا دې خوا
لکه د ټال زنگېدم
او د گودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا
په شنه گېډي گېډي کميس کې گډېدم گډېدم

اويا:

کله ناکله مې په غلي ماښام
له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اورېده
لکه غوږونو به مې
دڅانگو ، څانگو په لاسونو کې نيولې پاڼې
ما به د دوو مينو
د بڼو گانو هر يو رپ اوريده
بيا به مې باد ته ښورول لاسونه :
غلى شه خداى ته گوره شور مه کوه !
خداى زده چې ولې به دباد غمازگر
راسره رخه کېده
د دوو مينو ننداره يې په ما نه لورېده
لکه چې مست ښامار زنگېږي د چندڼ پرڅانگو
او ياخو :
سهار به لمو راوخوت
نجونو به بيا په سلامونو باندې ونمانځلم
لمر به چې څو نيزې له غره راجگ شو
د گودر غاړې نه به وکوچېده
د مستو نجونو د منگيو کاروان
مهار د وړانگو يې په لاس کې و د لمر د څاروان
لمر به د وړانگو په تودولاسونو غوټه کړلې
زما د غبرگو ماتو څانگو له رگونو سره
خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو
لکه ماشوم به له خندا نه شين شوم وبه مې وې .

داهغه خبرې دي چې نه يوازې شاعر په هغه تاريخ هنري کوي بلکې هغه په هغو کې خپل شعري قوت هم ازمايي او هم يې نورو ته ښيي :
که دا ومنو چې شعر د تفکر ، هغه تخيلي بڼه ده چې د عاطفي تورو په جامه کې د خپل اغيز د ښندنې هڅه کوي ؛
که دا منو چې شعر د ژبې تر ټولو نه ، غوره شوې ، اميل شوې ، عاطفي شوې ، او په وزن گاڼل شوې بڼه ده ؛
د نوې شکلا پېژندنې بنسټ ایښودونکی وایی :
منطق د عقلي قوانینو له لارې د رښتینې پېژندنې لارې لټوي او ښکلا پېژندنه د احساس له لارې دغه ارمان ته لارې پرې کوي »
۱-بوریوف ، یوری ، ښکلاپېژندنه ، ښکلاپېژندنه(استیتیکا)سمیلینسک ښار ، ۱۹۷۷ ، ۱۰ مخ .
او کاروان دغه ښکلا ، په ښکلایز احساس بدله کړې ده .
که دا ومنو چې شعرد يوې پېښې د تصور او وروسته د تصوير انځوريزه ، انځور دی ، نو ددغو خبرو له مخې کولي شو د کاروان دا خبره تکرار کړو چې ويلي دي :

تور ديوان يې سلامي کړل ، دښکلاوو ښاپيروته
غزلتوري د کاروان دي ، که غمي دسليمان دي؟
۲٦٥-١
ددې خبره نه زموږ موخه دا وه چې کاروان نه يوازې دچنار له خولې نه د خپلې خداى ورکړي شعري ژبې اسماني نښې څرگندې کړي بلکې له دې لارې يې ، خپله ژبنۍ پانگه ، له هغې سره مينه ، د دې ژبې د سچه کارونې ، پردو خيالاتو ، افکارو او کلماتوته نه اړتيا ، د ژبې دسندريزوالي توان او خپل فطري ښکلايز قدرت هم پر نورو پېرزو کړی دی .
که شاعر خپله ښکلايز ذوق ونه لري ، که شاعر د خپل ملت د ښکلايز ذوق نه بې خبره وي ، که شاعر د ښکلايز ذوق ښاپېرۍ ځان پسې خپه نه شي کړاي ، هغه به هېڅکله د کاروان په شان چنار په خبرو راوستلي نه شي ، هغه د چنار مینه په ځان کې را زرغونه وي :
دا اوبو په څېر يو څوک به ورته ګورم
راشين شوی مې په شعر کې چنار دی

که دې برخه کې خبره لږه اوږده کړو ، کولاي شو ووايو :

د کاروان د شعر يو برى دادی چې د هغه ژبه لا لړل شوې نه ده . هغه لا د خپلې مور ، خپل پلار او خپلې کورنۍ په ژبه خبرې کوي او شعر ليکي او ددې زياترو چارو وياند چنار دی . کاروان دی . اوس خو پوه شوئ چې يارانو چنار څه معنی؟

بلبلان مې اوس په سر کې ځالې نه کړي
اور مې واخيستو د بر کلي چنار يم

خو د تعجب وړ خبره خو داده چې کاروان دغه چنار په ټوله شاعرۍ او ژوند که په يو چا بدلولۍ شی ، پوهېږي ، هغه څوک ده ، نه تصور یې هم نه شي کولاي ، اوس به خپله درته ووايي :

پردنګو دنګو نجونو دی کاروانه پام په کار
بس بس مړه له لمنځې او چناره واخله لاس
۱۶۸ – ۱

او بله خبره خو لا داده چې ، ددې چنار راز کاروان ، لا ماته هم ویلی نه دی ، خو زه پرې خبر یم .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x