ټولنیزه برخه

زما حق راکړه!

م، فيضان

دامتحان پارچی می حل کړی دښونځی نه دباندی راووتلم چی هر ملګری ته به می کتله نری مسکا به یی په شونډو پرته وه ځکه چی دامتحان څخه وروسته دوی ورځی رخصتی هم راکړل شوی وه.دصنف ملګری می ټول خوښ شکاریدل له هغوی سره می دامتحان په پارچی بحث کولو چی څومره سوالونه مو حل کړل اوکوم کوم درته سخت وو؟بحث لا روان چی ناڅاپه می پدی وخت کی موبائل راته رایاد شو اوله جیبه می راوکښۍ، دسټارټ (Start)کولو سره سم، ډیر زړه ته راتیر ګران ملګری او استاذ(ابوخلیل) زنګ وواهه.او له پوښتنی کولوسره یی سم دامتحان پوښتنه وکړه پارچه دی مکمله حل کړه؟

هو ملګری ډیره هوسا وه دومره راته ګرانه نه وه لکه څومره یی چی زه په اندیښنه کی اچولی وم.داطمنان ورکولو وروسته یی دیو ملګری کور کی ددعوت ده هم راته وویل ورسره خوښه می کړه ځکه رخصتی وه یو زای موسره وټاکلی اوهلته سره ملاؤشو.دماښام اذان ته هغه کورته ورغلو چی دعوت یی راته کړی وو.دکورخاوند ته الله تعالی ښه اخلاص ورکړی وو.نور میلمانه هم زیات وو.پدی لړ کی می راته ګران آکا هم په سترګه شو چی دمیلمستیا ځای ته راغوښتل شوی وو.په څنګ ورسره کښینستم په پیل کی پوښتنی او رواجی خبری موسره وکړی او بحث موشروع کړ.

ورځنی معلومات موسره شریک کړه،سیاست ته هم ولاړو په هغه مو هم پریمانه خبری وکړی. اوځینی نوری موضوعاتی موهم وڅیړلی، په وروسته کی دتعلیم اوتعلم میدان ته راغلو پدی مو دومره بحث وکړ چی آن دشپی تر دوی ۲بجی پوری یی دوام وکړ. ځکه چی یوازی دنارینه وو په تعلیم نه ږغیدلو بلکی دښځو دتعلیم په هکله موهم پوره اوژور بحث وکړ.نواخر کی په دی سره اتفاق شو چی پښتون اوپه ځانګړی توګه افغانانو دښځو پر تعلیم سترګی پټی کړی دی.عیب یی بولی اوپیغور ورته ښکاری بیا خاص زمونږ په ټولنه کی دا ناخوالی تر بل هر ځای زیاتی دی.

نوپدی موضوع می يو څو کرښی دیو خورکۍ په خوله وپلار ته ترتیب کړی دی هیله ده چی دخوښی وړ مو وګرځی.

(زمــــا حـــــق راکـــــړه)

هرانسان ته باید خپل پوره حق ورکول سی، ځکه چی شریعت مقدسه هر وګړی ته خپل حق ورکړی دی،په ټولنه کی ښځینه وګړی هم ځانګړی حقوق لری ،چی بدبختانه هغه حاکمانو ندی ورکړی.

دینی تعلیم هم دښځولپاره یوحق دی. چی پلار،ورور، اکا،ماما،اونورو میراث وړونکی پدی حق تجاوز کړی اوسترګی یی ورباندی پټی کړی دی.

آیا ددی تجاوز به پوښتنه ونشی؟هو. هرو مروبه کیږی. که رښتیا وو ایم. مونږ په یو داسی ټولنه کی ژوند کوو.چی هلته ښځی ته دیوحیوان په نظر هم نه کتل کیږی هرڅه به دنارینه وو په خوښه ترسره کیږی.

لـــــــوروپـــــــــلار ته

محترمه پلاره’ لکه څنګه چی دی خپل ځان ته تعلیم خوښ دی اویادی خپل نارینه اولاد ته خوښ دی زه هم ستا دزړه یوه ټوټه یم ولی دی ماته ندی خوښ ولی زما په حق تجاوز کوی؟ آیا داحق ماته اسلام ندی راکړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ندی فرمایلی{العلم فریضة علی کل مسلم ومسلمة}هغه څه چی ماته دالله رسول صلی الله علیه وسلم راکړی او راته فرمایلی دی هغه ولی نه راکوی؟

زما ګران پلارجانه او ورورجانه که ته راته وایی چی حجاب هم فرض دی، دکوره وتل هم حرام دی ،دپردیو سره لیده کاته هم ناروا دی، اواسلام ورته وعیداو عذاب ټاکلی دی.داټول درسره منم. رښتیا هم.زه درته په ځواب کی وایم. چی زه لتانه ډیموکراسی نه غواړم، زه تانه بی حجابی نه غواړم، زه له کوره لوڅ سر نه وزم،زه له تانه دینی تعلیم غواړم، هغه څه غواړم چی ما دستر په ارزښت پوه کړی.

دپلار په قدرمی پوه کړی، ما دورور په احترام پوه کړی ،دمور په مینه می پوه کړی، ماداسلام نه خبره کړی ،ماته دټولنی ارزښت اواهمیت راوپیژنی، ماته دخاوند حقوق راوپیژنی. که ته یواځی داخرت لپاره کوشش کوی، اوغواړی چی اخرت می خائسته شی.،نوزه هم قبر لرم سوال ځواب لرم ،دحلال او حرامو پیژندلوته اړتیالرم! او ماته په ژوندکی هغه مسائل مخی ته راځی چی یی دحیا لکبله له چانه پوښتلی هم نشم آن چی مورته یی هم نشم ویلی. ددی حل به راته څوک کوی؟ای پلارجانه داټول په حجاب کی کیدلی شی،دکور نه وتلو ته هم ضرورت نشی پیدا کیدلی،لومړی می ته استاد جوړ شه اویا می دی ورورجوړ،شی کنه دمسجد امام ته می ولیږه مه می منع کوه ترهغه چی ستر راباندی فرض کیږی.

اوس خو په هر کلی اوهر ښار کی دینی مدارس شتون لری :اوس الحمدلله داسی مدارسی سته چی انتظامیه یی هم ښځینه استاذانی کوی. اخر زه هم ستا دنارینه بچی په څیر ستا دزړه یوه ټوټه یم ماته هم خپل حق راکړه.زه عاجزه یم زه دبل کورته ځم هلته له مانه انسانیت غواړی، هلته له مانه اخلاق غواړی، هلته له مانه خاوندحقوق غواړی، هلته له مانه خسر احترام غواړی ،هلته له مانه لیور قدر غواړی،چی زه دتعلیم اوتعلم دسپیڅلی نعمت نه محرومه او بی برخی یم نو زما زندګی به په کوم انداز کی تیریږی؟ آیازما په وجه به ستا نیک نوم نشی بد ؟آیا زما په وجه به تاته سپکی سپوری نه کیږی؟

آیا زما په خاطر به ته همیشه نه یی غمګین؟ ای زما پلارجانه ستا عزت راته ډیر ګران دی. ای زما ورورجانه زما راروانه زندګی په اورو کی مه لولپه کوه. که ته ماته دانسانیت پوره ارزشت رانکړی ما دجهل په تور تیارو کی پريږدی زما زندګی ته کوم اهمیت ورنکړی. نوز ه به کومه کامیابی ترلاسه کړم؟ته به بیارب العلمین ته کوم ځواب وایی؟پلارجانه زه تاته احترام ته زما پلاریی ستا احترام اوقدر په مافرض دی ته رانه خفه نشی. که می وژوند ته دعلم اونور ډیوه ولګوی نوستا احترام به په ښه مینه سره وکړم.اوکنه وی نو ته به هم رانه نا امیده یی. اومخلوق به راباندی خاندی.ورورجانه تاته قدر لرم ته زما دپلار په نشتوالی کی دپلارحیثیت لری ته ولی ما ته دخورپه سترګه نه ګوری.ولی می حقوق تلف کوی .هیله کوم پلار جانه زما حق راکړه .په ما دتعلیم اوتعلم عظیم نعمت ولوروه دانسانیت په قدر می پوه کړه هیله کوم پلارجانه هیله کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x