نظــر

پير صيب خو ومړ چې د سولې شورا و نه مري!

سليمان خان
د تېرې يکشنبې ماښام مهال د سولې عالي شورا او اسلامي محاذ مشر پير سيد احمد ګيلاني ومړ؛ خو د سولې چغه يې تر ګوره ځان سره يووړه. يقيناً چې د سولې بهير کې د نوموړي وروستۍ هڅې تر ډېره مخلصانه او د ستايلو وړ دي او د سولې ارمانجن ولس به يې هيڅکله هېرې نه کړي.

سره له دې چې سوله لا تر اوسه هيڅ درک نه لري؛ خو تر کومه يې چې پير صيب پورې اړه درلوده، ګومان کوم خپلې هڅې يې ونه سپمولې. ظاهراً نوموړي د سولې په هکله تر دې اندازې جديت وښود چې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د تړون نه لاسليکېدو صورت کې يې د خپلې دندې پرېښودو ګواښ هم وکړ.

د سولې عالي شورا په (۱۳۸۹ه ش) کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوره کې تأسيس شوه، خو سره له دومره لويو تشکيلاتو او لوړو معاشونو يې بيا هم د سولې پر بهير هيڅ اغېز ونه کړ. مګر په دې وروستيو کې چې کله نوي ولسمشر اشرف غني د سولې شورا ته يو څه ارزښت ورکړ او پير صيب يې د رئيس په توګه وټاکه، نو تر يو حده د دې شورا نوم و عمل سره نژدې شول.

دې لړ کې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې خبرو دغې شورا ته لا اهميت ور وباښه ځکه چې دغه مذاکرات کاملاً ازاد او د بهرنيو کړيو له لاسوهنو پرته تر سره شول، يعنې د سولې شورا او حزب مرکچيانو د بيا بيا ناستو په درشل کې بالآخره تړون لاسليک شو.

د سولې شورا راتلونکې :
د پير صيب تر وفات وروسته اوس د دغې شورا راتلونکې هم لږ څه مبهمه بريښي، ځکه چې راتلونکی مشر به يې خدای خبر تر کومه د سولې هڅه کې رښتونی وي. بل دا چې د حکومت داخل کې هم هغه پرديپالې او متعصبې کړۍ ډېرې فعاله دي چې شپه ورځ يې د سولې خبرو په سبوتاژ کولو پسې مټې رابډوهلې دي او نه غواړي چې د ولس پر وينو روانه سودا يې ورختمه شي. چې د دې خبرې ښه مثال د اجرائيه رياست له لوري د عبدالحکيم مجاهد د ګوښه کېدو فرمان جاري کول دي، بيا له هاغه څو ورځې وروسته د بلخ واکمن عطا محمد نور غوښتنه چې د طالبانو ملاتړ په تور يې نوموړی د بندي کېدو وړ وباله.

نو که له يوې خوا پير صيب ومړ، له بلې خوا له دې شورا څخه د هغو رښتينو او هېوادپالو کسانو ګوښه کولو هڅې هم ډېرې په تېزۍ روانې دي چې د سولې لپاره يې تر يو حده هڅې پيل کړې دي.

نو پر دې بناء د ولس رښتينو استازو او پر هېواد مينو حکومتي مشرانو ته لازمه ده چې ژر تر ژره د دغو پرديپالو ، تخريب کارو مفسدو کړيو مخه ونيسي او پرېنږدي چې د افغان مظلوم ولس دغه نوې هيلې له خاورو سره خاورې کړي.

په دې لړ کې ولسمشر ته هم لازمه ده چې د سولې شورا ته بل داسې پر دين او ولس مين رښتينی مشر وټاکي چې دغه کمزورې شورا ځان سره تانده وساتي او د سولې هڅې لا پسې چټکې کړي. زموږ هېواد الحمدلله تر اوسه لا ډېر داسې مشران لري چې د هېواد پر هر درد و مرض پوهيږي او سمه درملنه يې کولای شي، خو افسوس چې دغه وړ مشرانو ته تر اوسه حکومت کې د يو مأمور صلاحيت هم نه دی ورکړل شوی.

چې له دې جملې څخه ښاغلي ډاکتر فاروق اعظم ډېر ښه يادولای شو، چې د سولې بهير کې ډېرې هڅې کوي او هره خوا منډې ترړې وهي، خو بيا هم تر اوسه حکومت حتی د سولې شورا غړي هم مقرر نه کړ.

که څه هم حکومت به د سولې شورا ته هم داسې اشخاص غوره بولي چې کاملاً د دوی له نظريې او پاليسي سره سم وي، خو دا خبره بالکل غلطه او غير معقوله ده ځکه چې نړيوال رسم و رواج دا دی چې د سولې مرکچيان د دريم ګړي حيث لري، نه دا چې د يو اړخ د استازو حيثيت ولري او ټوله ملامتيا پر مخالف لوري واچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x