افغانستان

طالبان: په کابل کې زموږ ننني سرتېري برید ۳۰ افسرانو ته مرګ-ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: طالبانو د کابل په ختیځ کې د نن ماسپښين د ترسره شوي سرتېري برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لږ شېبه وړاندې نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې ویلي:  هغه سرتېری برید چې نن ماسپښین شاوخوا درې بجې د کابل ښار په کابلبای سېمه کې د دوی د یوه تن برهان الدین ننګرهاري نومي مجاهد له لورې د پولیسو د روزونکو پر کاسټر ډوله موټر ترسره شو، په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۰ افسرانو ته مرګ-ژوبله اوښتې.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د پولیسو د روزونکو دا لېږدونکی موټر مخکې له مخکې د دوی تر تعیقب او څارنې لاندې و،چې بالآخره نن د دوی د یوه موټر سایکل سپور مجاهد له لوري پرې زوروره چاودنه وشوه.
د کابل امنیتي چارواکو د پېښي زیات جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو په لومړیو کې د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته د خپلو شپږ تنو منسوبینو ټپي کېدا ومنل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x