نظــر

دبشري حقونو  نه رعايت فکري سلامتيا ګواښي

عاشق الله اخلاص يار / پکتيا

دبشري حقونو په هکله بېشماره ليکنې ، څېړنې ، راپورونه ، پرېکړې او اعلاميې شته دي خو له نيمې پېړې زياته موده کېږي چې د بشري حقونو په هکله د ملگرو ملتونو د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه خپره او د نړۍ د زياتو دولتونو له خوا منل شوې  ده خود بشري حقونو او انسان ته د درناوي په لاره کې تر اوسه هم لوی او لوی خنډونه شته دي او په پراخه توگه د بشري حقونو سپکاوی کيږي چې مونږ ورته نظر اچوو او درته ښيو چې کومې ستونزې مو پرمخ پرتې دي :

 ١ ـــ د طبقي، قوم ، مذهب او ژبې په بنياد د وېش واټنونواو کرکو ايجاد :

دې کرکو نه يوازې د جگړې او وسله والو ټکرونو لاره پرانيستله ، بلکې دا او يا هغه قوم په دوښمنۍ ونيول شو، ددې او هغه مذهب پيروان د وژلو موخه وگرځيدل او ددې او يا هغې سېمې اوسيدونکي په دوښمنۍ تورن شول .
د کرکود بري په وجود کې مخالف او اپوزسيون بې مانا مفهومونه دي ، مخالف  ته د دوښمن او مخالفت ته ددوښمنۍ په سترگه کتل کيږي او د دوښمن په دود ورسره چلند کيږي.

دلته ټولنه په ساده توگه په ” موږ” او “ دوی “ وېشل کيږي او” دوی” دوښمنانان دي او د دوښمن په هکله حکم هم  تر وروستي وگړي د دوښمن له منځه وړل دي.

د قوم، ژبې او مذهب په بنياد د منځته راغليو واټنونو، بې باوري او کرکې له کبله تر اوسه هم دلته او هلته د ژوند په حق، دمالکيت په حق اود اوسېدولو په حق يرغل کيږي.

۲ــ ارمانگري، د ناممکنو موخو ټاکل اويا موخې ته د تقديس جامه ور اغوستل :

د افغانستان د وروستيوکلونو تجربو يو ځل نه، بلکې دوه او څو ځله وښودله چې ارمانگري  د دموکراسۍ او د بشري حقونو ډېر لوی دوښمن دی او دا د دواړو چپ او ښي افراط کار وو، دوی د داسې موخو د لاسته راوړلو هڅه کوله چې نه ممکنې وې او نه يې هم د بشري ټولنې د ودې او پرمختگ په قوانينو ډډه لگوله خو په عمل کې نه يوازې دا او يا هغه ډله د دې موخو په وړاندې خنډ وه، بلکې په کلي توگه ټولنه د هغوی منلو ته چمتو نه وه .

٣ ـــ د اسلام سياسي کول :

دلته هم موخه د يوې نظريې واکمن کول دي او هره هغه نظريه اويا نظريات چې د واکمنوپه خلاف وي د ځپلو او تعقيب وړ شمېرل کيږي او مخالفين د کافر او ملحد په نومونوټکول کيږي. 

دلته هم نه يوازې د اندېښنو او نظريو په پلوراليزم، بلکې د افغاني ټولنې په پلورالستيک جوړښت او واقعيت سترگې پټيږي، د زور په وسيله د يو شان کولو هڅه کيږي او اسلام  د واکمنو د گټو او موخو د دفاع په وسيله بدليږي.

په افغانستان کې نه يوازې په انسان او انساني ارزښتونو په بې سارې توگه تېری او تجاوز وشو، بلکې په پراخه پيمانه د انساني حيثيت، د انساني کرامت او دانساني پت سپکاوی وشو.

په انسان او د هغه په حق اوعزت اوس هم تېری روان دی.

او ددې وړاندوينه ستونزمن کار دی چې کله به په انسان  تېری خپل ځای د انسان  درناوي  کولو ته خوشی کړي.

د افغانستان تجربې په ډېره څرگنده او روښانه توگه وښودله چې دبشري حقونو نشتوالی،  په  بشري حقونو تېری او د نورو اندېښنو د لرونکو نه منل او ځورول نه يوازې د انساني پت تر پښو لاندې کول دي ، بلکې کرکه او سياسي زورزياتی منځ ته راوړي او اقتصاد او اقتصادي وده هم په کلکه کمزورې  کوي.

ټول انسانان انساني حقونه لري ځکه چې دوی انسانان دي ، مونږ ټول انساني حقونه لرو ځکه چې مونږانسانان يو،  دا چې موږ څوک يو، څه کوو، چېرې ژوند کوو، په کوم قوم پورې تړلي يو، په کومه ژبه خبرې کوو، د کوم دين پيروي يو ، څه ډول نظريات لرو. . . په انساني حقونوکې د کوم توپير لامل کېدای نشي.

انساني حقونه  نه د چا سوغات او نه هم د چا دمهرباني پايله ده ، انسانان د دې له پاره انساني حقونه نلري چې دامريکا، يوروپ او استرليا اوسېدونکي دي ، بلکې ددې له پاره چې انسانان دي .

۳ ـــ  د انسانانو په وړاندې  له توپېره پرته چلند :

له هيچا سره د رنگ، قوم، ژبي، جنس، مذهب، سياسي نظرياتو، ټولنيز حالت په اساس توپير لرونکی چلند نه کيږي. 

د بشر د حقونو د نړيوالې اعلاميې په دوهمه ماده کې ويل کيږي:

(( هر څوک د هر ډول توپيره نه پرته لکه نژادي، د رنگ، جنس، ژبې، دين، سياسي يا بلې عقيدي، ملي يا ټولنيزه منشا، مالکيت، اصل ونسب ، يا بلې وضعې د هغو حقونو او ازاديو مستحق دی چې په دغه اعلاميه کې راغلي )).
۴ ـــ  د قانون په وړاندې ټول وگړي برابر حق لري اوله ټولو سره  بايد چې برابر چلند وشي .  
۵ ــــ  هر څوک د ازادۍ او ډاډمن  وگړنيز ژوند حق لري.

هيڅوک حق نه لري چې د چا په ‍ شخصي او کورني ژوند کې لاسوهنه وکړي ، هيڅوک حق نه لري د چا په عزت او کرامت تېری وکړي ، خو په شخصي ژوندانه او ورځنيو چارو کې اوس هم لاسو هنه دوام لري .
۶  ـــ  هر څوک حق لري چې ديوه ازاد انسان په توگه ژوند وکړي :

 دا د ټولنې په گټه کار دی چې دټولنې هر اوسيدونکی يا وگړی ځان د يوه ازاد او خپلواک انسان په توگه احساس کړي او ور سره د نورو خپلواکۍ او ازادۍ ته  درناوی وکړي. 
۷ ـــ  ټول نارينه او ښځې چې قانوني عمر يې پوره کړی وي حق لري واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي .
هيڅوک بايد  جبري ازدواج کولو ته اړ نه شي ، کورنۍ د ټولنې بنسټيز بنياد دی او د دولت له لورې د ساتلو حق لري.  جبري ازدواج  کولو ته د ځوان هلک او يا ځوانې نجلې اړ ايستل نه يوازې د هغوی په حقونو او خپلواکۍ تېری دی، بلکې  له هغوی سره د يوه شي په توگه معامله کول دي، هغوی او د هغوی  ژوند او راتلونکې په يرغمل نيول دي.

دا ډول کړنه يوازې د غلامۍ په دود توجيه پيدا کولای شي. 
۸ ـــ  هر څوک د مالکيت درلودلو حق لري :

دا حق کېدای شي په ځانگړې توگه وي او يا له نورو سره په گډون کې وي خو هيڅوک په دې حق د تېري کولو حق نه لري .
۹ ـــ  هر څوک د وجدان او اندېښنې د ازادۍ حق لري:

هيڅوک حق نه لري چې يو بل څوک د زور په وسيله د يوې نظريې منلو ته اړباسي.
۱۰ ـــ  هر څوک حق لري چې خپله اندېښنه ووايي او يا يې وليکي سانسور بايد نه وي :

سانسور د ديکتاتورانو دود دی او همدارنگه هيڅوک حق نه لري چې د ليکلو لارې د يوه بل چا په شخصيت، کرامت او عزت تېری وکړي. 
۱۱ ـــ  هر څوک حق لري په سياسي ژوند کې گډون وکړي :

ټول حق لري په دې هکله خپل نظر وايي.
ټول حق لري د آزادو ټاکنو له لارې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
۱۲ ـــ  هر څوک د زده کړې حق لري :

هر څوک حق لري زده کړه وکړي، لوستل، ليکل او حساب کول وکړای شي هر څوک د زده کړې له لارې د دې امکانات لاس ته راوړي چې خپل شخصيت ته وده ورکړي او خپلواک واوسيږي.

افغاني ټولنه د خپلواکو وگړو روزنې ته د اوبو په شان ضرورت لري.

  په افغانستان کې د انسانانو د خپلواکۍ په  لاره کې له لويو خنډونوڅخه يو خنډ هم ناپوهي ده ، د پوهې او زده کړې بنسټيزه  موخه د اده چې يو بل ته ، بشري حقونو ته  او انساني آرزښتونو ته درناوی وشي، په ټولنه کې يودبل په وړاندې ذغم موجود وي.

په افغانستان کې پېښو په ډېره څرگنده توگه وښودله چې په دې هېواد کې پراخې ناپوهۍ د نورو لاملونو تر څنگ په بشري حقونو او ازاديو باندې د تېری په کارکې پراخه ونډه لري.

زمونږ په هېواد کې له بده مرغه نه يوازې د واکمنو له لورې ، بلکې د رواج او قبيلوي  دودونو په بنياد پخپله د وگړو له لورې هم په بشري حقونوتېری تر سره کيږي.

په افغاني ټولنه کې د بشري حقونو په هکله يوه هر اړخيزه او ژوره ناپوهي شته دی.

خلک نه پوهيږي چې بشري حقونه څه شی دي، د بشري حقونو او قانوني حقونو تر منځ توپير څه دی او په بشري حقونو تېری څه شی دی.

په افغاني ټولنه کې زور زياتی، وهل او سپکول له بده مرغه ددې ټولنې په ټولنيز او فرهنگي جوړښت کې نغښتې خبره او پخپله کورنۍ هم له وهلو، سپکولو او زور زياتي څخه خوندي نه ده.

ځينې کورنۍ د ښځو  له پاره د پلچرخي له زندانه زيات  ځورونکی حالت  لري.

کله کله د واکمنو په پرتله پخپله د وگړو او کورنيو له لورې په انسان او د انسان په کرامت زړه بوگنونکی تېری تر سره کيږي چې اصلي قرباني يې هم ښځه ده.

په ډېرو حالاتو کې يو شمېر وگړو ته په بشري حقونو تېری، د تېري او ظلم په مانا نه دی، بلکې هغه د ځان دنده او يا هم د ځان حق بولي.

په افغاني ټولنه کې د ماشومانو په وړاندې چلند هم زړه بوگنونکی ده او په پراخه توگه د ماشومانو په حقونو تېری کيږي. ماشومان  په لويانو پورې تړلې او لويان د هغوی د روزنې او ساتنې دنده لري.

ماشومان زموږ راتلونکي نسلونه دي ، خو له بده مرغه همدا لويان دي چې له ماشومانو سره د مينې او زړه سوي په ځای، د ښوونې او روزنې په ځای  د فزيکي ، اخلاقي ، روحي او ټولنيزي ودې په ځای هغوی وهي، په هغوی تېری کوي، هغوی تښتوي او خرڅوي ، په ماشومانو او د هغوی په حقونو او ازاديو تېری د ټولنې په راتلونکي تېری دی.
د ماشوم د حقونو د اعلاميې په نهمه ماده کې ويل کيږي:

((ماشوم بايد د بې توجهې، ظلم او استثمار له ټولو شکلونو نه حمايت شي  تر څو چې ماشوم حد اقل مناسب  عمر ته نه وي رسېدلی بايد د کوم  کار له پاره استخدام نشي او بايد داسې کار او خدمت منلو او کولو ته مجبور نشي چې د هغه روغتيا او تعليماتو ته تاوان رسوي او يا د هغه د جسمي ، ذهني او اخلاقي ودې مخه نيسي))

بشري حقونه دومره ستونزمنه او پېچلې مسئله نه ده ، بشري حقونه کومه نوې مسئله هم نه ده.

له زرگونو کلونو را پدې خوا د بشري حقونو مسئلې ته په دې او هغه شکل پاملرنه کيږي.

کله چې وايو بشري حقونه، مطلب مو د انسان بنيادي او طبيعي حقونه دي ، هغه حقونه چې د هيچا، هيڅ واکمن او هيڅ قانون له خوا هغه ته په سوغات نه ورکول کيږي او انسان يې يوازې د خپل انسانيت په بنياد لري.

موږ انسانان يو او د بشري حقونو د درلودلووړتيا لرواو هر انسان د انسانيت يوه برخه ده.
په افغانستان کې د ودې او پراختيا، بيا جوړونې او دموکراسۍ بنسټيز شرط ثبات دی ، د ثبات مانا دا دی چې په افغانستان کې د ټکانونومخه ونيول شي ، د ټکانونو او سياسي زلزلو ځای بايد په ټولنه کې ټولنيزو تفاهومونو او روغې جوړې ته پرېښودل شي.

د افغانستان تجربه په ډېره روښانه توگه ښيې چې د بې ثباتۍ په صورت کې په بشر او بشري حقونو څومره هر اړخيز او بې باکه تېری تر سره کيږي.

د بشري حقونو درناوی او مراعات په خپل وار سره د ثبات په ټينگولو او د دموکراسۍ په وده کې لوی رول تر سره کوي. د بشري حقونو او ازاديو د درناوي موخه داده چې ټول افغانان او يا په بل عبارت د افغانستان هر ځانگړی وگړی وکولای شي د ځان او د افغاني ټولنې د برخليک په هکله په خپلواکه توگه په پرېکړو کې برخه واخلي ، همدارنگه د بشري حقونو او ازاديو د درناوي موخه داده چې د هېواد په هکله د وروستۍ خبرې واک خلکو ته ور وسپارل شي.

 د بشر د حقونو د  نړيوالې اعلاميې  په اوله ماده کې ويل کيږي:
(( ټول انسانان  آزاد خلق شوي او په کرامت او حقونو کې سره برابر دي ، دوی د عقل او وجدان څښتنان دي او يود بل مقابل کې بايد د ورورگلوۍ په روحيه رفتار وکړي.))

هو،  ټول وگړي آزاد پيدا شوي او يو له بل سره برابر حقونه لري.

په بل عبارت ټول انسانان يو له بل سره برابر دي ، د دې خبرې مانا څه ده؟

مگر موږ انسانان خو له يو بل سره توپير لرو، دا توپيرونه په څېرو کې، په کرکترونو کې، په استعدادونو کې شته دي نو دبرابرۍ مانا څه ده؟
د انسانانو  برابري د هغوی په  “ انسانيت “ کې پرته ده.

انسانان يو له بل سره گډ ارزښتونه لري ، کوم چې عام دي او هيڅ ډول  فرهنگي، قومي، مذهبي او جغرافيايي پولې نه پېژني.

هر انسان د ژوند کولو حق لري ، هر انسان حق لري د ټولنې په چارو کې او د سياست په چارو کې ونډه واخلي.
 له بده مرغه په افغانستان کې داسې دودونه شته دي چې د ميليونوانسانانو ژوند او راتلونکی يې په يرغمل نيولی دی . 

په افغانستان کې د منځنيو پېړيو وروسته پاتو او زړو دودونو په ټولنه کې د ښځې رول  د يوه غلام کچې ته را ټيټ کړی دی. 

همدا وخت په افغانستان کې د دولت په پرتله دا دودونه دي چې په انساني حقونو او ازاديو ورځينۍ تېری کوي.

هر کال د دود په نوم د سلگونو انسانانو په تېره بيا د ښځو ژوند اخيستل کيږي.

ښځې په بدۍ کې او يا په بل عبارت د جنايت په بدل کې ورکول کيږي، د يوه ناڅرگند ژوند او ناڅرگند برخليک په لور له کنډوه اړول کيږي .

اخير ښځه هم انسان دی ، ښځه هم بشر دی او د ټولو انساني حقونو څښتنه دی ، هغه به څه دود وي چې په وژلو او زور زياتي پايږي؟ 

او هغه به څه فرهنگ وي چېرې چې مينه جرم او خپله خوښه جنايت شمېرل کيږي چې جزا يې وژل او سوځول وي؟ 

دفکرونو، اندېښنو او هيلو خپلواکي به نه يوازې د خپلواکو وگړو له چارې سره مرسته وکړي  بلکې د ټولنې د ودې او پرمختگ په کار کې به هم لويه ونډه واخلي.

انسان په خپله فکر کولای شي  چې څه ډول ژوند وکړي او څه ډول خپل ژوند سمبال کاندي.

په افغانستان کې په بشپړه توگه ددې ضرورت شته دی چې د ښځو د حقونو او ازاديو د ساتنې ځانگړی قانون جوړ شي او په واک کې د ښځو ونډه زياته شي.
خو د بري لاره سياسي ثبات، د دموکراسۍ ټينگښت، روزنه، پوهنه او د قانون واکمني ده.

د قانون واکمني به د بلې هرې وسيلې په پرتله د انسانانو د پت او ازاديود خونديتوب په کار کې لويه ونډه واخلي.
دلته يو ځل بيا په ټينگاراو تکرار سره  ويل کيږي چي بشري حقونه نړيواله بڼه لري او د دې او هغه فرهنگ او دود په معيار نه سنجول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x