شعـــــرونه

اته دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلې ( حنيفه ذاهد ) خور د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ.

په مسکا مې ګل غوټۍ شوې ته رانغلې
ځوانې هيلې مې بوډۍ شوې ته رانغلې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماويل شيندم به غونچې غونچې ستا لار کې
پرې وه ځار د غم ګلۍ شوې ته رانغلې
حامد ملنګ

په سلګو سلګو دې ژاړم يادګاروته
ځواني مرګ چې په ځوانۍ شوې ته رانغلې
سجاد جرس

ټوله شته مې آن ترې ځار کړې تر سهاره
فنا وړانګې د سپوږمۍ شوې ته رانغلې
جواس سودايي

د ساحل پرغاړه تاته انتظار وم
تېرې څو سترې بېړۍ شوې ته رانغلې
عرفاني

اخ شهيدلاليه کوم خواته فنا شوې
اوس چې تېرې ترږمۍ شوې ته رانغلې
طلامحمد محمدي

د زړه مراندې مې شلېدلي ښکته ځمه
راته مخته غر غونډۍ شوې ته رانغلې
صديقي احمدزی

ستا د وصل تنکۍ هيلې مې جانانه
په سينه کې مردکۍ شوې ته رانغلې
شرافت وياړ

تا آباد اوسې زمونږ د چم ګلابه
تاپسې مو خولې سلګۍ شوې ته رانغلې
عبدالباقي مهاجر

آزادۍ لابه يې څومره مروره
زولنې راته مسکۍ شوې ته رانغلې
اجمل بارکزی

ای زموږ له کلي ورکه پسرليه
درپسې مو نور ژبۍ شوې ته رانغلې
تسل منيب

آزادۍ آزادۍ ژوند يې رانه واخيست
راته جوړې هات کړۍ شوې ته رانغلې
کامران خپلواک

آزادۍ ژوند مې له تا نه صدقه کړ
تن کې خښې مو مرمۍ شوې ته رانغلې
مسروري

ستا د هجر تناره کې لوګی شوی
د سوز پورته مې سلګۍ شوې ته رانغلې
عصمت الله بشام

بېلتون وچ په ګوته وويشتم زړګي ته
خوله کې بندې مې سلګۍ شوې ته رانغلې
هلال مهاجر

لاره ډکه له اغزو وه درتلی نشوم
چې په شونډو مې سلګۍ شوې ته رانغلې
مسلم يار

آزادۍ خير دی زمونږ کلي ته راشه
درنه ځار چې مو ځوانۍ شوې ته رانغلې
تندرامارتي

شمعې ستا په انتظار وې تر سهاره
سهار مړې شوې لېونۍ شوې ته رانغلې
محمد عمر هاشمي زرمتی

را روانې مې سلګۍ شوې ته رانغلې
سترګې دواړه مې پټۍ شوې ته رانغلې
نصيب رحماني

بيت په بيت پيوندومه د غه شعر
مکملې يې مسرۍ شوې ته رانغلې
محمد نعيم افغان زوی

زموږ د کلي مسافره طالب جانه
پېغلې ټولې لېونۍ شوې ته رانغلې
اسرار احمدزی

ستا لپاره مې هر څه په الله خرڅ کړه
کباب ګل غوندې ځوانۍ شوې ته رانغلې
حافظ ابرار

د اُميد غوټۍ مې وچې شوې طالبه
لاړې کړيکه شوې سيلۍ شوې ته رانغلې
ابوبکر غفران

ياره ګونګې مو شپېلۍ شوې ته رانغلې
لاړې بار زمونږ کېږدۍ شوې ته رانغلې
مصطفی عفت

خزانونو او سپېرو سيلو له لاسه
څرانګې څرانګې مې کېږدۍ شوې ته رانغلې
ذاهب خيرخوا

اخ په تور وحشي زندان کې بندي ياره
درپسې مو سلګکۍ شوې ته رانغلې
ذاهدي سهاک

درنه ځار مو څه تنکۍ تنکۍ ځوانۍ شوې
ازادۍ بوډۍ بوډۍ شوې ته رانغلې
مظهري طالب

په ژړا مو کليوال واړه خبر شول
د رقيب سره سيالۍ شوې ته رانغلې
صهيب ذاکر تګابي

لټوي دې ټول جهان درپسې ګورو
له مونږ ورکې آزادۍ شوې ته رانغلې
نصرت الله ابن طارق

درنه ځار تنکۍ ځوانۍ شوې ته رانغلې
ډېرې کونډې مو مورکۍ شوې ته رانغلې
محمد امين حيدري

د دوښمن وو دا ګمان چې ته شهيد شوې
يو په دوه مو قربانۍ شوې ته رانغلې
نصيب کليم

درپسې مو هره دره وار په وار ګورم
څومره ستړې آزادۍ شوې ته رانغلې
رضاءالله حقيار

له هېواده مسافره طالب جانه
وطنو کې آزادۍ شوې ته رانغلې
ابراهيم بريال خالد

آزادۍ چېرته په بل وطن کې اوسي
ځوانې پېغلې لېونۍ شوې ته رانغلې
زوبير درمان

په کندز او په هلمند کې تعروضونه
زمونږ فتحې ګړندۍ شوې ته رانغلې
حامد ارماني

زما د زړه مراندې په تاپسې پرې شوي
ړنګې بنګې مو کېږدۍ شوې ته رانغلې
صحرايي زلمی

ما د درد چغې په زوره زوره وکړې
زما په سترګو کې سپرغۍ شوې ته رانغلې
ملنګ ياز نيازی

په ګلاب تور بلبل ناست ټپېزې وايي
په چغار ټولې مرغۍ شوې ته رانغلې
عقابي جانان

آزادۍ زموږ زړه درپسې چوي نور
بلها خاورې ککرۍ شوې ته رانغلې
نعام نعيمي

آزادۍ له مو ورکه لا به چېرته
د يتيم بچي سلګۍ شوې ته رانغلې
سياح سالک

درته ځار مو څه تنکۍ تنکۍ ځوانۍ کړې
د شهيد د مور سلګۍ شوې ته رانغلې
ډاکټر حنيف غزنوي

زه خو تاپسې ژړېږم ای شهيده
له ما ورکې خوشحالۍ شوې ته رانغلې
محمد اکبر

طالب جانه زه د ستا په انتظار يم
زما په تا پسې سلګۍ شوې ته رانغلې
مهاجر طالب

انقلابه لا ترڅو سرونه غواړې
خوارې ټولې ناوکۍ شوې ته رانغلې
مخلص کوچی

د چم ستوري مو يو بل پسې پرې ووځي
کار نامې زموږ پردۍ شوې ته رانغلې
ملا خېل لغمانی

د لته هره ورځ د وينو سېلاب جوړ وي
د آفت باران ږلۍ شوې ته رانغلې
ثناءالله اميدي

ای طالبه ځواني مرګه ستا په ياد کې
په زړګي مې ستا ډوبۍ شوې ته رانغلې
جنتي ملنګ

زما زړه دې لېونی کړ ای وطنه
له ما ورکې خوشحالۍ شوې ته رانغلې
غازي کابلی

ځاروم درنه دا خپل حسن هېواده
خښې زما پرزړه مرمۍ شوې ته رانغلې
لياقت الله حيدري

د اُفق او د ظهرا سکنی خور شوې
له تا ځار مو ګل ځوانۍ شوې ته رانغلې
سعيدالله حيران

اسير جانه زړه مې تا پسې ټوټه شو
په زندان کې ته زندۍ شوې ته رانغلې
ذاهد احمدي

شهيدان مو بې شمار شول انقلابه
په ژړا مو ناوکۍ شوې ته رانغلې
معصوم زابلوال

مرورې آزادۍ راځې له کله
تر شمار تېرې قربانۍ شوې ته رانغلې
محمد رحيم مظلوم

آزادۍ د ستا په طمعه طمعه ډېرو
خاورو لاندې ککرۍ شوې ته رانغلې
محمد نبي رحماني

ستا په مينه کې چنار چنار زلمي مو
نظرانه مو څه هستۍ شوې ته رانغلې
الفت جان

آزادۍ درته مې ډېر انتظار وکړ
ستړې ستړې مې سلګۍ شوې ته رانغلې
سلمان زابلی

هدېرې مو شهيدانونه شوې ډکې
ډېرې بورې يې مورکۍ شوې ته رانغلې
ذبېح الله تنها

اخ زړګيه ستا قسمت سنګر کې نشته
درنه تېرې يې خوښۍ شوې ته رانغلې
غريب کوچی

نن سېلاب د وحشتو يمه غرق کړی
چې اوبه مې تر مرۍ شوې ته رانغلې
محب الله منيب

د ملګرو ديدنونه څومره ګران ول
اوس چې جوړې اسانۍ شوې ته رانغلې
مبارز کابلی

ستا د بيا راتګ قيصې مې ډېرې وکړې
ورځې ډېرې ترږمۍ شوې ته رانغلې
حماد افغان

هره لاره هر ګړنګ درپسې ګورم
نور مې وچې آه سلګۍ شوې ته رانغلې
ملا زمان حنفي

دا وطن دی د باننګو افغانانو
دلته ماتې هم کوپړۍ شوې ته رانغلې
خان آغا حميدي

د اسمان مخ مو بنګنو دی نيولی
د مظلوم ولس ځارۍ شوې ته رانغلې
اتل نورزی

له مودو په انتظار يم درته ګرانه
اوس اخيرې مې سلګۍ شوې ته رانغلې
ذاهد ابراهيم خېل

د خيال هسک برج مې لوېدلی ستا له غمه
ړنګې زما دزړه ماڼۍ شوې ته رانغلې
عرفاني

درته ناستې ناوکۍ دې طالب جانه
ستا په طمعه لېونۍ شوې ته رانغلې
شعيب احمد حکمت

آزادۍ ته به په کومه بيعه راشې
درنه ځار سترې هستۍ شوې ته رانغلې
منصور

آزادۍ ولې له مونږ نه خفه ښکارې
درنه ځار ښکلې ځوانۍ شوې ته رانغلې
شريف کابلی

سپين بيرغ د آزادۍ به بيا رپاند شي
ورنه ځار څومره ځوانۍ شوې ته رانغلې
محمد ذاهد افغان

ستا په طمعه ای سپېڅليه امارته
ماتې ماتې مو ځوانۍ شوې ته رانغلې
محی الدين حقيار

انتظار سترګې مې تاته دي نېولي
ستا وعدې هم ځنډنۍ شوې ته رانغلې
ابراهيم حنفي زرمتی

ای رقيبه اوس مې ښه وپېژندلې
اوس شروع د ننګ سيالۍ شوې ته رانغلې
صاحب الدين

د مبايل چارج مې ختم شو ملګرو
ډون يې درې دانې بټرۍ شوې ته رانغلې
عرفاني

په مزار دې اوس سپينکی بيرغ رپېږي
مدرسې بيا په مستۍ شوې ته رانغلې
منيب الرحمن شنواری

زما اميد او انتظار فدايي وکړه
ستا وعدو ته مې ډالۍ شوې ته رانغلې
قاصد سلام

د وختونو انتظار کړمه بې صبره
ماتې زما د ژوند ګانۍ شوې ته رانغلې
حامد څاروان

د ثالث عمر غمونو لېونی کړم
د منصورجانان سلګۍ شوې ته رانغلې
حمزه کندهاری

په لمنه مو کتار کړې څاڅکي اوښکې
ګرېوانه ته مو تڼۍ شوې ته رانغلې
خالد حنفي

تاته درمو کړې د زړه وينې جانانه
نورې ختمې مې هستۍ شوې ته رانغلې
ستوری

مجاهده ستا به وخت وو تر خزانه
داځل واورې ګلالۍ شوې ته رانغلې
موقر

ای د امن ښاپېرۍ چيرته کې لاړې
له ټوپک ستړې اوږۍ شوې ته رانغلې
مسجون جاني خېل

د غفلت په خوب ويده وې مسلمانه
ورانې هيلې مې سلګۍ شوې ته رانغلې
نصيرخان ارماني

چې بندي شوم د زندان تورو تيارو کې
زما په لاس کې چې کړۍ شوې ته رانغلې
پښتون

ازادۍ دا ستا ارمان يې ګورته ته يوړ
ړنګې بنګې څه مستۍ شوې ته رانغلې
قاري حسين

په فراق دې له ټول کلي څخه لاړې
مسافرې توتکۍ شوې ته رانغلې
عرفان مدني

ازادۍ درپسې ګرځو په هر حال کې
په مشهد کې مو سلګۍ شوې ته رانغلې
احمدخالدخالص

په سنګر کې درته ډېر په انتظار وم
تا پسې مې نور سلګلۍ شوې ته رانغلې
فردېس

انقلابه څه تنکۍ ځوانۍ دې يوړې
د شهيد لالي سلګۍ شوې ته رانغلې
اتل شهاب

شپونکی ورک شو رمه تار په تار رهي شوه
نغمې غلې د شپېلۍ شوې ته رانغلې
غيرت شرنوال

په ارمان ارمان کې مړ شوم ګرانه ياره
د مرګي چې زما سلګۍ شوې ته رانغلې
حسيني

ټوله شپه مې سبا کړې تر سهاره
اوس مودې دې کلنۍ شوې ته رانغلې
فريادي جانان

ازادۍ مونږ انتظار يو ستا لپاره
درته خاورې مو ځوانۍ شوې ته رانغلې
حافظ بلا امارتي

چې په تا پسې تل تورې سترګې ګرځي
هغه ټولې لېوانۍ شوې ته رانغلې
رحمت الله منيب

د وطن په کاڼو بوټو دې مين کړم
د سپېرو دښتو هوسۍ شوې ته رانغلې
صفوان زابلی

زما زړه له شور وتلی دی جانانه
پر ما تېرې غرېبۍ شوې ته رانغلې
بدري

اخ د بر کلي ځوانان مو شهيدان شول
په کور کلي کې سلګۍ شوې ته رانغلې
محب الله محب

د سپېڅلې آزادۍ په نوم قربان شو
د شهيد طالب سلګلۍ شوې ته رانغلې
حقمل کندهاری

آزادۍ درته په طمعه وو کلونه
خوله کې وچې موسلګلۍ شوې ته رانغلې
ادريس منهاج

انتظار کې مواوس روح له تنه ووځي
ستا په ياد کې مو سلګۍ شوې ته رانغلې
عطا حقاني

دلته هر ځوان په صليب ميندې کړې بورې
غزاګانې په سيالۍ شوې ته رانغلې
عبدالله خالقي

څو تختې په لحد زمادې ايښي
ورکې ورکې خوشحالۍ شوې ته رانغلې
بهار نصرت

ستا پسې په سختو سختو مزلونو
پښې تڼاکې مې سورۍ شوې ته رانغلې
احمدي وقاص

دواړه سترګې مې د ستا په لور وې ګرانه
چې شروع زما سلګۍ شوې ته رانغلې
حقمل نيازمند

انتظار مې ستا راتلو ته کړو جانانه
اخير ژبې مې ګونګۍ شوې ته رانغلې
احرار ميدانوال

چې په زړه مې ستا يادونه وه ساتلي
اسويلي مې په سلګۍ شوې ته رانغلې
صياد افغان

د هجران له ډېره درده مې ځي اوښکې
زنګ وهلې مې تڼۍ شوې شوې ته رانغلې
رحمت الله منصور

تا خو ويل چې د اختر په ورځ درځمه
د اختر زړې څپلۍ شوې ته رانغلې
مصباح سجاوندي

د پلار جان په انتظار يې عمر تېر کړو
د يتيم ورستۍ شوې ته رانغلې
حضرت الله صديقي

عرفاني ستا دې خوږه مشاعره کې
زما عابد وړې سلګۍ شوې ته رانغلې
عبدالمالک عابد

زموږ وينې په مستۍ شوې ته رانغلې
رانه هېرې خوشحالۍ شوې ته رانغلې
هجران ګل افغان

ستا راتلو ته انتظار کړمه جانانه
د خزان تېزې سيلۍ شوې ته رانغلې
خان آغا حميدي

سر مې سپين شو په جهاد کې ږېره سپينه
اوس مې څنې ګورګوتۍ شوې ته رانغلې
سپېلنی کوچی

ورځ شوه تېره ماښام هم په تېرودودی
رڼا لاړه ترږمۍ شوې ته رانغلې
محسن ازروال

د هجران په تورو شپو درپسې ژاړم
حوصلې مې لېونۍ شوې ته رانغلې
سلام عباسي

تانه ځار شمه د دنګو غرو شاهينه
په سننګر کې مو سلګۍ شوې ته رانغلې
ستومان طالب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x