افغانستان

افغانستان او ترکمنستان امنیتي تړون لاسلیک کوي

نن ټکی آسیا: د کابل او واشنګتڼ ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک پر سر د را پورته شویو ناندریو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او امنیتي تړون د لاسلیکولو خبر ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن (یکشنبه) په کابل کې ترکمنستان ته د دغه وزارت د سیاسي مرستیال ارشاد احمدي سفر ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د دې لوړپوي پلاوي د سفر موخه له ترکمنستان سره د امنیتي او هر اړخیزو همکاریو د تړون لاسلیک کول دي.
موسی زي زیاته کړه چې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د یوه لوړ-پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته د دې لپاره سفر کړی، څو د دواړو هیوداونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یو کمیسیون تشکیل او امنیتي تړون لاسلیک کاندي.
ښاغلی موسی زي همداراز وویل چې دوی به ډېر ژر د وروستیو پړاونو لپاره د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون مسوده چمتو کړي.
نوموړي زیاتوي،چې د افغان پلاوي په دې سفر کې به د برېښنا د انتقال پر پروژو، د ریل د پټلۍ پر جوړولو او د سیمه یېزو همکاریو پر پياوړي کولو هم بحث وشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x