نظــر

د رحمن ملګري یاست که د شیطان؟

احمد مختار

ان الحمد لله رب العلمین والصلوة والسلام علی سیدنا و مرشدنا و مولانا قائد المجاهدین و علی آله و اصحابه اجمعین

اما بعد فاعوذ باالله السمیع العلیم من الشیطن الرجیم

که چیرته ټول عمر د ورځې روژه ونیسو، د شپې شبګیرې وکړو او شپه الله تبارک و تعالی ته په سجده کې سبا کړو، خپل ټول مال او دولت د الله په لاره کې صدقه کړو او خلاصه داچې خپل سر د هغه ذات په لاره کې ټوټې ټوټې او وشیندو نو به هم د هغه انعام چې رحمن ذات پر مونږه باندې کړی، شکرانه ادا نشو کړای چې هغه انعام ایمان دی. الحمد لله ثم الحمد لله.

مخکې له سید المرسلین څخه بیا د هغه مبارک په زمانه کې او بیا له هغه وروسته پر مسلمانانو باندې په هر عصر کې ډول ډول ابتلاوې راغلي. دا ابتلاوې د مسلمانانو د ایمان د ازمیښت لپاره رب العزت راولي ترڅو هغه خلک چې تشې باټې وهي له  هغو څخه چې په عمل کې د الله تعالی په لاره کې له هرڅه تیر دي په ډاګه او بیل کړي، قوله تعالی: [ولنبلونکم حتی نعلم المجهدین منکم و الصبرین و نبلوا اخبارکم  (محمد۳۱) البته تاسو آزمایو ترڅو معلوم کړو مجاهدین او صابرین له تاسو څخه او د تاسو اخبار(احوال) وازمایو]. پدې توګه به بیا د حشر په ورځ څوک دا جرئت ونکړي چې ووایي چې که چیرته زمونږ په زمانه کې داسې شوي وای نو ما به د الله تعالی د دین د فاع او د اعلی کلمة الله لپاره دا او هغه کړي وای نو پدې ډول حجت په ټولو تمام شو.

د کائناتو رب الجلیل مونږ ته پداسې یو عصر کې ژوند راپه برخه کړی چې د خوږ پیغمبر صلی الله علیه و سلم هغه حدیث مبارک په همدې وخت کې صدق کوي چې فرمایلي یې دي [یو وخت به داسې راشي چې ایمان به د اور سکروټه شي، که یې نیسې نو پرې سوځیږې به، او که یې غورځوې نو بی ایمانه کیږې به]. که حقیقت ته متوجه شو؛ د نړۍ کفارو د مسلمانانو په خلاف لاس یو کړې او غواړي چې د اسلام ټغر د ځمکې له مخه ټول کړي، په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد پاتې نشي چیرته چې سوچه اسلامي نظام قائم وي (لکه همدا نننی عصر) واقعي مسلمانان چې په هر ځاې کې دي د فنډامنټلسټ، راډیکالسټ، تروریست، طالب، القاعده یو او بل نوم له منځه یوسي، او بلاخره سیکیولر او تش په نامه امریکایي ډوله مسلمانان د ځمکې پر مخ پاتې شي چې د هغوي اسلام به هم د یهود او نصاراو په خوښه وي (امریکایي اسلام یعنی داسې اسلام چې د غرب په خوښه به وي) او د هیواد واګي به هم د غربیانو په لاس کې وي لکه همدا نن ورځ چې وینو یې. یهودو او نصاراو چې په رأس کې یې د فرعونیت داوه داره امریکا ده په ۲۰۰۱ کال کې له پیړیو وروسته یوځل بیا د صلیبي جګړو لړۍ راتازه کړه او اعلان یې وکړ چې زمونږ جګړه صلیبي جګړه ده. ددې خبرې مفهوم او مرام دادی چې زمونږ جګړه د اسلام او واقعي مسلمانانو په خلاف ده، خو افسوس چې ایمانونه دومره ضعیفه شوي چې ټولو مسلمانانو ځانونه کاڼه او ګونګي واچول چې مونږ نه څه اوریدلي او نه د څه ویلو توان لرو او د ایمان یې له زړونو وغورځاوه ځکه که داور سکروټه پرې سوځیدل، خو الحمد لله چې لوې رب تل د خپل دین د ساتلو لپاره یوه ډلګۍ خلک راپیدا کوي او په هغوې کې د ایمان داسې جذبه اچوي چې د پتنګ په څیر پخپله اور ته وردانګي او دا د ایمان چې هرڅه د اور سکروټه شي د لاسونو پرځای یې په سینو کې ساتي. داسې مسلمانان د نړۍ په تر ټولو بیوزله او وروسته پاتې هیواد کې راپیدا شول چې خپل مبارک سرونه یې په لپو کې نیولي او د هغه ذات د دین د ساتلو لپاره په تشو لاسو د نړۍ د تر ټولو پرمختللې ټکنالوژۍ لرونکي کفارو په مقابل کې یواځې د الله تبارک و تعالی په هیله یې مقابله پیل کړه. دا مقابله داسې معنی لري لکه د چړې او غوښې مقابله چې تر اوسه د الله تعالی په مرسته دوام لري… (و کان حقاً علینا نصرو المؤمنین)

د امریکې نوي فرعون ډونالډ ټرمپ چې ځان د بیزو له نسل څخه ګڼي، د روانې (جنوري) میاشتې په ۲۰ مه نیټه چې کله د هیواد واګي په رسمي توګه په لاس کې اخیستل اعلان وکړ چې زه به اسلامي تروریزم د نړۍ له مخې ورک کړم. دا پدې معنی چې هر چیرته واقعي مسلمان، هغه مسلمان چې اسلام همغسې مني په کوم ډول چې الله تعالی پر محمد صلی الله علیه و سلم نازل کړې نو زه به یې ختموم چې پدې سره یې د زړه هغه لوی بغض او کینه یو څه په خوله باندې هم راڅرګنده کړه چې پدې هکله زمونږ رب مخکې له مخکې داسې فرمایلی دي (قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ) ۱۱۸ آل عمران. د هغوی د زړه دښمني له خولې څخه راوځي، او څه چې هغوی په خپلو سینو کښې پټ ساتلي دي، هغه له دی څخه لوی (زیات) دی. مونږ تاسو ته په څرګنده لارښوونې کړیدي (د هغوي دښمني مو درته په ډاګه کړه)، که تاسې پوهه لرئ.

دا خو د فرعون اعلان وه چې د مسلمانانو او د هغوي ددین (اسلام) په مقابل کې یې وکړ او خپل عداوت یې په ډاګه کړ، ګیله هم ترې نشته ځکه چې د کفارو دښمني له اسلام او پیروانو څخه یې څه نوې خبر نده، خو افسوس دلته راځي چې پدې یو نیم بیلیون مسلمانانو کې داسې څوک پیدا نشول چې په نره یې سینه ورته ډبولې وای او ورته ویلي یې واې چې زه محمدي مسلمان یم، لاس دې خلاص، توره دې تیره او څه دې چې له وسه کیږي مه یې سپموه ځکه چې مونږ الله لرو او د هغه ددین په لاره کې که هر ډول تکلیف وي حتی که مرګ وي، مونږ ته شهادت، ویاړ او د دارینو بریا ده. مسلمانان داسې غلي دي ته به وایې ایمان له نړۍ څخه کوچ کړۍ او ختم شوی. عزت په اسلام او د اسلام په پیروۍ کې دۍ. ختم کلام دادۍ چې اوس په نړۍ کې دوه ډلې دي: حق (د رحمن ملګري) او باطل (د شیطن ملګري). یا به د رحمن ملګري کیږۍ او یا د شیطان، چې ددې دواړو په منځ کې بله ډله نشته. که د رحمن ملګري کوئ، کیدای شي ډیر تکالیف درباندې راشي؛ مال، اولاد، بندیخانې او حتی نفسونه مو تلف شي خو په مقابل کې به تلپاتې بریا، عزت، جنت او د هغه ځاې نعمتونه چې تر ټولو ښه نعمت یې د خپل رب دیدار دۍ مومۍ ان شاء الله او که چیرته له مرګ نه ویریږۍ، ددنیا ژوند ته په اخروي ژوند ترجیح ورکوۍ، د دنیا عیش او عشرت څخه مخ نشۍ اړولۍ، نو ذلت، بد بختي، بی غیرتي او ددنیا او آخرت عذاب به مومۍ. راځۍ د صحابه کرامو پدغه بیت سره خپل بیعت تجدید کړو او پدې ابتلا کې له رب المنان څخه د بریا غوښتنه وکړو:

نحــن الــذین بایــعوا محــمداً – – علی الجــهاد مــا بــقــینا ابــداً

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x