ټولنیزه برخه

د مسلمان مبارز د سپېڅلې مبارزې هدف او لاره!!!

محمد عمر حماد

ـ د مسلمان مبارز او داعي ستر هدف باید د خپلواک او نړیوال اسلامي نظام قیام وي،دې سپېڅلي آرمان ته د رسېدو لپاره باید پر نبوي منهج ور روان شي،له دې لارې سیوا نورې ټولې لارې ترکستان ته تللې دي.

ـ بله خبره دا چې ددې ستر هدف په مقابل کې ټول داخلي او خارجي خنډونه باید درک او پر خلاف یې په پوره حکمت سره مبارزه وشي،تر څو هدف ته لاره لنډه او آسانه شي.

ـ دا لاره او هغه ستر هدف ته رسیدل فولادي عزم او آراده غواړي،د لارې پر سر پراته خنډونه باید ددې لامل نه شي چې مبارز او داعي زړه ماتی او ناهیلی شي.

ـ د نا امیدي او نا هیلۍ پر مهال باید ددې لارې مبارز د ابراهیم علیه السلام،یوسف علیه سلام،رسول صلی الله علیه وسلم او د کهف د خاوندانو ستونزې او تکالیف تر نظر تیر کا،تر څو د کلک عزم او استقامت ماده پکې ژوندۍ او مستحکمه شي.

ـ دې ډول ستر هدف ته رسېدل به مشکل وي خو ناممکن نه دي،نو له همدې شیبې را پاڅه،له الله تعالی سره وعده وکړۀ چې ټوله مبارزه به مې ستا د رضا لپاره وي،او تر وروستۍ سلګۍ پورې به د اعلاء کلمة الله لپاره سرسپارلې مبارزه کوم.

درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x