نړۍ

د نواز شریف پر سلاکار چاودنه شوې

نن ټکی آسیا: نن له غرمې وروسته په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د سلاکار امیر مقام پر موټر بمي چاودنه شوې.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې،  د نواز شریف سلاکار امیر مقام له دغې چاودنې ژوندی وتلي، خو د نوموړي شپږ ساتونکي پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي.

چاودنه د خیبرپښتونخوا د شانګله په سېمه کې هغه مهال را منځته شوې، چې کله د امیر مقام موټریز کاروان له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
ښاغلي امیر مقام له چاودنې وروسته وویل،چې دی هېڅکله له مرګه نه ویریږي او له داسې پېښو سره بلد دی، ده وویل چې دا نننۍ چاودنه پر نوموړي د شویو چاودنو پنځمه کړۍ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x