نظــر

افغانستان کې موسمي سیلابونو کروندګر له خپلو کروندو زړه توري کړي!

ذبیح الله تنویر / پکتیا

سیلابونو په افغانستان کې په یو نه یو ډول د خلکو ژوند له حطر سره مخ کړی.په موسمي وختونو کې د افغانستان زیاتره سیلابونه په داسې ډول سره له کروندو ،کلیو او ښارونو تيریږي چې شاته سیمې ترې په خپل حال نه شي پاتې کیدای .نه یوازې دا چې د ولسونو د ژوند لپاره حطري دي بلکې سیلاب ته پرتې کروندې هم د دوی له زیان څخه حالي نه دي پاتې شوي ،همدا وجه ده چې کروندګر نه غواړي خپلې کروندې بیرته د کر لپاره اماده کړي.دا ځکه چې د کروندو بیرته برابرول ډیر وخت او زیات مصرف ته ضرورت لري.                                                                                                                                  

په همدې تړاو د سیلابونو شدت د هېواد ډیری اوبه له ضایع کیدو سره مخ کړي دي. د هېواد زیاتره اوبه د کال په بیلابیلو موسمونو کې د هېواد له خاورې څخه ګاونډيو هېوادونو ته ځي. په داسې حال کې چې د دوی کروندې نه ویجاړوي ، د دوی ژوند له خطر سره نه مخامخ کوي، له دوی څخه نه ضایع کیږي او دوی د تخریب سره نه مخامخ کوي.
ولې؟

دا ځکه چې دوی د اوبو د سم استعمال لپاره پالیسي ګانۍ او ستراتیژی لري، دوی دغه اوبه زخیره کوي، دوی پر دغو اوبو بندونه جوړ کړي، دوی برق ورڅخه لاس ته راوړي،دوی یې په صنعتي چارو کې استعمالوي،دوی نباتي پوښښ لري، دوی ځنګلونه نه وهي او په همدې ترتیب نور.

ولې له بده مرغه افغان دولت او ولسونو په دې برخه کې بې عوري کړې، نه یې خپل ځنګلونه ساتلي ،نه یې د اوبو پر سر بندونه جوړ کړي،نه یې نباتي پوښ پریښی،نه یې اوبه ګټورې استعمال کړي او نه یې هم د اوبو لپاره پالیسۍ ګانې او ستراتیژۍ عملي کړي دي.

که ووایو سیلابي اوبه په خپل ځان کې د ډول ډول ګټو او همدا شان د ډول ډول تاوانونو درلودونکي دي که ووایو چې سیلابي اوبه د افغانستان زیاتره ځمکې خړوبوي، د څړ ځایونو او دښتو د زرغونیدو سبب کیږي ، د برق د تولید لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، د ماهیانو د روزنې لپاره، د نباتاتو لپاره غذایي مواد برابروي، د صنعتي چارو د ترسره وي لپاره کارول کيږي او نور.

دا د سیلابونو د اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې پایلې دي چې ورسره به د سیلابونو د اوبو سم استعمال ډاډمن شي او هم به ټولنیز پرمختګ تضمین شي.

خو که ووایو چې سیلابونه کرنیزې او ابادې ځمکې له منځه وړي،د خاورې د تخریب سبب کیږي،د خلکو لپاره مزاحمت کوونکي دي، د زیاتو اوبو د ضایع کیدو سبب کیږي ، د ویالو او نهرونو د زر ډکیدو سبب ګرځي، د وخشي خیواناتو ژوند ته خطر پیښوي، د ابیاري د سستمونو د خرابیدو سبب ګرځي، د کلیوالو ترمنځ د فزیکي شخړو د رامنځته کیدو باعث کیږي، زراعتي ځمکې د شګو ،تیږو او نورو موادو څخه ډکوي او نور.

نو دا د سیلابونو پر وړاندې زموږ نه چمتوالی ښکاره کوي دا په دې مانا ده چې موږ د سیلابونو د کنترول ،د سیلابي اوبو څخه د ګټه اخیستنې لپاره هغه څه چې لازم دي نه دي ترسره کړي.

داچې د هېواد زیاتره کروندې په سیلابي اوبو خړوبیږي نو ددې اوبو څخه د سالمې ګټه اخیستنې او کنترول لپاره د افغانستان دولت او حاصتآ د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ وزارت بنسټیزې پروژې عملي او په کار واچوي .

دغه اوبه دې مهار او بیا دې د  نورو اهدافو  د ترسره وي لپاره وکاوري .ولسونه باید چې د سیلابونو د مخنیوي لپاره د ځنګلونو په ساتنه او همداشان د شنې ساخې په رامنځته کولو کې اړوند مسولیتونه ادا کړي.

چې ورسره به د هیواد ټولنیز او اقتصادي پرمختګ تضمین ،ورسره به د هیواد کروندګر د خپلو کروندو څخه د سالمې ګټه اخیستنې په پار مټې راونغاړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x