
غازي علم الدین شهید
ندیم سالار
هند او پاکستان داسي هیوادونه دي چي تل نوي نوي فرقې، ګمراهي ډلي او غیر اخلاقي ګوندونه پکي جوړیږي، داسي ګمراهان چي د اسلام سپکاوۍ کوي، خو مانع یې نه وي، د غرب او شرق ملحدین، سیکولران، عیسایان او یهودان تل د داسي ډلو او فرقو سرپرستي کوي او هڅوي یې ترڅو د اسلام په مخالفت کي شدید ردِعمل وښيي، غربي نړۍ قادیانیان ځکه ډیر ونازول چي د اسلام د نوم او عنوان لاندي یې د مسلمانانو د مذهب سپکاوي او منحرف کیدلو ته ملا وتړله.
دوړوکي هندوستان، پاکستان او بنګله دیش د جلا کیدلو نه مخکي هغه وخت چي ټوله سیمه(برصغیر) په هند یادیدله، که څه هم په هندوستان کي د هندوانو شمیر زیات وو خو مسلمانان هم په اقلیت کي نه شمیرل کیده، دا ځکه ددوی تعداد او اتحاد هم د هغوی په مقابل کی کم نه وو، د انګریزانو په مقابل کي هند د آزادۍ په جګړو کي مسلمانانو ډیري قربانۍ ورکړي وې، ډیر عوام او زړه ور مسلمان علماء په شهادت رسیدلي ول، هغه جګړي ددې لامل شوې چي انګریزان پوه شي چي نور د هندوستان پر ځمکه خپل استبداد ته دوام نشي ورکولای، نو ځکه یې یوه نوې لوبه پیل کړه، که څه هم د “ډیوائډ اینډ رول” یعنی ‘سره جلا یې کړه او حکومت پري وکړه’ فارموله د ډیر پخوا نه دوی پلي کوله خو دا ځل یې خپل ټول پام دغه خواته راوګرځاوه، په دې ترڅ کي یې ځیني چاپلوس او اجیر هندوان، سیکان، مسلمانان او عیسایان د یو بل په خلاف داسي وهڅول چي د بل یوه د مذهب سپکاوۍ وکړي تر څو ددوی په واسطه د عامو هندوستانیانو تر منځ مذهبي شخړي زور واخلي او انګریزان وکولای شي خپل غاصب حکومت ته ادامه ورکړي، د همدې پلان د پلي کیدلو په درشل کي په زرګونو بې ګناه او عام مسلمانان، هندوان او سیکان ووژل شول.
د انګریزانو وتلو نه مخکي او د هند په څو برخو د ویشل کیدلو نه وړاندي هم یو داسي پیښه رامنځ ته شوه، یادي پیښې د ۱۹کلن مسلمان ځوان غازي علم الدین په ژوند کي یو طوفان په خوځښت راووست، دده زړه یې مجروح کړ، په ۱۹۲۳م کي یو خبیث هندو د رسول الله ﷺ په شان کي د ګستاخۍ لپاره یو کتاب تألیف کړ، دا کتاب په یوه مستعار نوم ولیکل شو چي د لاهور یوه هندو پبلشر “راجپال” چاپ کړ، په یاد کتاب کي ډیري بې اساسه او د سپکاوي خبري لیکل شوي وې، چي هیڅ مسلمان یې د زغملو توان نه درلود.
د کتاب د چاپ او نشر وروسته د هند په مسلمانانو کي د غم او درد څپې په خروښ راغلې، مسلمانانو د ډیرو شدیدو تظاهراتو سره د یاد کتاب د بندولو غوښتنه وکړه، او د نشروونکي په خلاف یې په محکمه کي رسمي شکایت دائر کړ، لومړۍ محکمې راجپال باندي جرم ثابت کړ او سزا یې ورکړه، خو د لاهور د هغه وخت ستري محکمې د دغي سزا په خلاف شکایت وکړ چي د هند په قانون کي دا نشته چي د مذهب سپکاوي کوونکي ته به سزا ورکوي، تر څو داسي قانون جوړ شوئ نه وي ده ته سزا ورکول نامناسب دي، یاده قضیه د سترو سیاسي هندوانو له لوري تعقیب شوه، پر محکمې فشار وارد شو، بالاخره راجپال مردود آزاد شو.
مسلمانانو د ستري محکمې د دغه دوه مخیز حکم په خلاف په ټول هند کي یو اختلافي تحریک پیل کړ، نوئ ځوان “علم الدین” د خپل ګران ملګري “عبدالرشید” سره د لاهور د تاریخي مسجد “وزیر خان مسجد” مخي ته د معترضینو په منځ کي ولاړ وو، د ژوبلو جذباتو او احساساتو یوه عجیبه فضاء وه، د هر یوه په سترګو کي اوښکي ډنډ وې، په زړونو باندي د زحمت او ناراضګۍ غبار، د مسجد امام د درد په آواز وویل:
“مسلمانانو شیطان راجپال په خپل کتاب کي زموږ د حضور ﷺ په شان کي زښته زیاته ګستاخي کړې ده، قضایي محکمو په ډیره سپین سترګۍ سره خوشي کړئ دی، د محکمو په یاد حقیرانه عمل سره راجپال غوندي سفاک مجرمین لا زړه ور کیږي”.
د مسجد د امام په زړه پوري احساساتي وعظ د علم الدین په زړه ډیر تأثیر وکړ، په همهغه وخت یې دا فیصله وکړه چي د رسول الله ﷺ په شان کي ګستاخي کوونکۍ به جهنم ته لیږدوي، ده د خپل عزم نه خپل ملګرۍ عبدالرشید هم خبر کړ، هغه هم داغسي فیصله کړې وه، دواړو ملګرو دا عهد وکړ چي د قرعه اندازي په کولو سره به یو نفر ددغه کار لپاره غوره کیږي، دوی درې ځلي پچه واچوله، درې واره پرلپسې د علم الدین نوم را اوچت شو، بالاخره عبدالرشید د وعدې مطابق د علم الدین په حق کي شاته شو، الله ج شاید دا سعادت د علم الدین په قسمت کي لیکلۍ وو.
په ۶ستمبر ۱۹۲۹م کي علم الدین د بازار نه یو خنجر رانیوئ او سیده د راجپال د دکان په لور ور روان شو، راجپال لا دکان ته نه وو راغلئ، ده انتظار وکړ، چي څرنګه راجپال خپل دکان ته راداخل شو، ده سمدستي د هغه پر ناولي سینه د خنجر محکم وار وکړ، خنجر د راجپال په سینه کي خښ شو، او پر همهغه ځای د جهنم په لور واستول شو، پولیسو اتل علم الدین ونیوه او پر هغه یې د راجپال د قتل دوسیه پیل کړه.
د محکمې په دوران کي علم الدین ډیر په میړانه ولاړ وو، په ډیر جرأت سره به یې د قاضي او مخالف وکیل انتقادونه ځوابول، یو ځل قاضي ورته په غصه شو چي ته د محکمې توهین کوې، چپ شه کنه سزا به درته واورم، علم الدین غازي په ځواب کي ورته وویل: ته د خپلي محکمې سپکاوۍ نشې زغملای، زه د خپل رسول سپکاوی څرنګه برداشت کړم.
د علامه اقبال رح په غوښتنه محمد علی جناح د غازي علم الدین مدافع وکیل شو، جناح د دوسيې د کمزوره کولو لپاره علم الدین ته وویل چي د خپل جرم اعتراف به نه کوې، غازي علم الدین وویل: زه به څنګه دا وایم چي راجپال ملعون ما ندئ وژلۍ، حال دا چي زه په دغه قتل د ندامت پر ځای خوښي او افتخار کوم، علم الدین په هیڅ صورت دې ته تیار نشو چي د خپلي خبري نه صرف نظر وکړي، بالاخره د محکمې له لوري غازي علم الدین د اعدام په حکم محکوم شو.
محمد علی جناح چي هغه وخت لبرالیست بلل کیده حتی ځیني خلک یې اوس هم لبرالیست”غربي آزادي غوښتونکۍ” بولي، هغه وخت د مسلمانانود او هندوانو د خپل منځي اتحاد ډیر زورور حامي وو، د هندوانو اخبارونو او مجلاتو پر جناح شدید انتقادونه وکړل خو ده وویل: “د مسلمانانو لپاره د حضور اکرم ﷺ مبارک ذات تر هر څه غوره او اوچت دئ.” والله اعلم بالصواب
د اکتوبر ۳۱ چي د غازي علم الدین د اعدام د سزا د پلي کولو ورځ وه، د ده نه د آخري خواهش پوښتنه وشوه، علم الدین په ځواب کي ددوه رکعت لمونځ اجازه وغوښتله، کوم وخت چي د اعدام صحنه برابره شوه، او دئ یې راوستۍ او رسئ یې دده غاړي ته واچوله، په لوړ غږ یې هلته موجود کسانو ته په خطاب کي وویل: ” اې خلکو! شاهد اوسئ ما راجپال د رسول الله ﷺ په شان کي د ګستاخي کولو په بدل کي وواژه، زه نن ستاسي په حضور کي یو ځل بیا هغه کلمه وایم چي د الله ج د وحدانیت او د رسول الله ﷺ د حرمت نمایندګي کوي، پر همدې کلمه ځان قربانوم.”
د غازي علم الدین شهید د اعدام وروسته د هند برطانوي حکومت دده جسد د جنازې د لمونځ پرته د محبس په هدیره کي خاورو ته وسپاره، مسلمانانو ددوی پر دغه کړني شدید احتحاج وکړ او علامه اقبال رح یو تحریک وچلاوه او د همدې ردِعمل په پای کي چی مسلمانانو د انګریزانو سره دا خبره ومنله چي په لاهور کي به دده د تدفین پر وخت به زیات رش نه جوړوي او نه به هم د تاوان رسوونکو احساساتو نه کار اخلي.
۱۵ورځي وروسته چي کله د علم الدین شهید جسد را وایستل شو، جسد یې د لومړۍ ورځي غوندي تروتازه وو، د علم الدین شهید پلار د علامه محمد اقبال رح نه غوښتنه وکړه چي د علم الدین جنازه ووایی، اقبال رح ځکه منع کړ چي زه ډير ګناهګار سړۍ یم ددومره ستر شهید جنازه نشم ویلای، د علم الدین شهید جنازه د لاهور د تاریخ تر ټولو ستره جنازه وه، چي په لکونو انسانانو شرکت پکي کړۍ وو، د هر یوه دا هیله وه چي د رسول الله ص د عاشق جنازې ته اوږه ورکړي.
علامه اقبال رح د علم الدین غازي جنازې ته اوږه ورکړه او په خپلو لاسونو یې قبر ته ورکښته کړ، همدغه وخت اقبال رح په لندو سترګو وفرمایل: “د پښ(د اوسپني آلات جوړوونکۍ) زوی نن زموږ تعلیم آفته او عالمو خلکو نه بازي یووړه، او موږ همداسي پاتي شوو”.
د علم الدین شهید د اعدام وروسته داسي حالات پیدا شول چي انګریزان دې ته اړ شول تر څو په قوانینو کي بدلون وکړي، د هغه وروسته یې د هر مذهب توهین او سپکاوۍ جرم وباله، دا هغه ځای وو چي د یوه ځوان قرباني موجب ددې شوه چي د استبداد منحوس قانون بدل کړي.
د پاکستان د آزادیدلو وروسته د توهینِ رسالت قانون د پاکستان (پاکستان پینل کوډ) حصه وګرځیده، او په ۱۹۸۲م کي د هغه وخت پاچا جنرال ضیاءالحق شهید په یاد قانون کي د ترمیم او تصحیح کولو سره د قرآن مجبد د سپکاوي سزا ټول عمر حبس او د رسول الله ص د سپکاوۍ سزا اعدام وټاکه.
دا موضوع مي ځکه وڅیړله چي د یوې مودې راهیسي په پاکستان کي هڅه کیږي چي په یاد قانون کي تغییرات راوستل شي، د لبرالانو او سیکولرانو له لوري چي بالواسطه د یهودو او نصاراوو له اړخه حمایه کیږي دا غوښتنه کیږي تر څو د اعدام سزا او حتی د عمري حبس سزا لري شي، که الله مکړه داسي وشي بیا به د اسلام او رسول ص سپکاوي کوونکي په هره کوڅه کي زموږ د دیني شعائرو بې قدري کوي، خو زموږ ایمان دئ چي الله ج د خپل دین ساتنه کوي، کله په ابابیل، کله په باد، کله په ملایکو او کله بیا په غازي علم الدین شهید رح غوندي اتلو ځوانانو باندي.
حسبنا الله ونعم الوکیل