نظــر

امن کورونه ، که د اخلاقي فساد ځالې

 استاد حمزه افغان

په افغانستان کې د ۲۰۰۳ زکال وروسته د بهرنيانو په نوښت امن کورونه د ښځو او نجونو لپاره په کابل او ځنيو نورو ولايتونو کي جوړ شول چي په کابل، مزار شريف او هرات کي يي پنځه مرکزونه فعال کړل او تر ټولو چي ډير فعال مرکز وه هغه په مزار شريف کې وه چې د (اميد خانه امن) په نوم يادېده چي تقريبا تر ۶۰ پورې هغه ښځې او نجونې پکې ساتل کېدې چي له خپلو کورونو څخه تښتيدلې وې.

په هغه وخت کى د امن کورونو ټول مصارف ډنمارک هيواد ورکول.

اوس مهال په ټول افغانستان کى ۲۰ د امن کورونه دى چې په کابل، مزراشريف ، هرات، سرپل، ننګرهار،غور، دايکندي وغيره کې خپل فعاليت کوي او تقريبا د ۹۰۰ په شاخوا کې هغه ښځې او نجوني پکې ساتل کيږي چي له خپلو کورونو څخه تښتېدلې وي او حکومت د دغه امن کورونو په نوم له نړۍ والو څخه په ميلينونه ډالر اخلې.

په ۱۳۹۱ کال کې د امن کورونو په هکله يوه غونډه جوړه شوې وه، په مشرانو جرګه کې په دغه غونډه کې اکثرو خپل نظرونه شريک کړل.

د عدليې وزير حبيب الله (غالب) وويل : چې امن کورونه کې فحشاء روانه ده او اخلاقي فساد ورکې ډېر زيات دی نو دغه د فحشاء کورونه بايد وتړل شي.

او حال دا چي امن کورونه د عدليې وزرات د کميسيون لخوا څارل کېږي.

په همدغې غونډه کې شهناز (همتي) چې د پارلمان غړې وه وايې چې څومره زه معلومات لرم او د امن کورونو کې ځينې ښځې پيژنم هغوی په امن کورونو کې فحشاء او زناګانې کوي او بس.

يوه ښځه چي په سرپل کي په امن کور کي اوسيده بى بى سى راډيو ته يي وويل: چي دلته هر شپه عسکر راځى او له مونږ سره زناګانې کوي.

له دغه خبر څخه ورسته د سرپل علماء کرامو په سرپل کې د دغو فحشاء کورونو د تړلو غوښتنه وکړه خو حکومت د دوی خبرو ته هيڅ اهميت ورنه کړ.

دا مرکزونه د اسلامي کلتور خلاف دى.

دا مرکزونه د افغاني کلتور خلاف دى.

دا مرکزونه ښځې او نجوني اخلاقي فساد ته هڅوي.

د امن کورونو فرهنګ له آروپايي ټولنې څخه افغانستان ته راغلى دی.

اوس چې دا ۲۰ مرکزونه په ټول افغانستان کې دي او د فحشاء کاروبار يې ښه ګرم کړی دی، حکومت له نړۍ والو نه خپل ډالر اخلې او د ملت عزت او غيرت ورته هيڅ مهم نه دی.
امن کورونه ، که د اخلاقي فساد ځالې

ليکنه: استاد حمزه افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x